د بحرین خلکو له سیاسي بندیانو سره پیوستون اعلان کړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بحرین یوشمیر خلکو واټونو ته په راوتلو سره له سیاسي بندیانو سره پیوستون اعلان کړ.
د بحرین د پلازمینې منامې په ختیځ کښې د «السنابس» ښارګي وسیدونکي د سیاسي او د عقیدتي بندیانو د عکسونو په لاسونو کښې لیږدولو سره واټونو ته راووتل او د شعارونو په ورکولو سره یې د ټولو زندانیانو سمدستي او بې قید او شرطه خوشي کیدا غوښتنه وکړه.
د بحرین له سیاسي بندیانو سره د پیوستون او د هغوې د خوشي کیدا پرضرورت باندې د ټینګار لپاره دې ورته غونډه په « دمستان» ښارګي کښې ترسره شوه.
«هیهات من الذله» په «بحرین کښې د زندانونو حالت مخ په خرابیدا دی» « د بندیانو ژوند په خطر کښې دی» او « بندیان وژغورئ»هغه شعارونه دي چې د مظاهره کونکو په لاسونو کښې په نیول شویو پلاکارډونو باندې لیکل شوي وو.
د بحرین د خلکو د پاڅون په بهیر کښې تراوسه زرګونو بې ګناه خلک شهیدان او ژوبل کړې شوي دي او د ال خلیفه رژيم په زرګونو خلک نیولي او شکنجه کړي او د سلګونو نورو ښاریزو تابعیت یې لغو کړی دی.
د بحرین حکومت دغه راز ټول سیاسي ګوندونه او ټولنې ړنګې کړي دي او د هغوې په فعالیت یې بندیز لګولی دی او د خلکو له مخالفت سره سره یې د خپلې خوښې وړ نمایشي انتخابات ترسره کړي دي.