لویدیځه آسیا په تیره اونۍ کښې
(last modified Mon, 06 Mar 2023 00:00:13 GMT )
Mar 06, 2023 04:30 Asia/Kabul
  • لویدیځه آسیا په تیره اونۍ کښې

د تهران راډیو درنو مینه والو السلام علیکم! په تیره اونۍ کښې د نتانیاهو د تندلارې کابینې خلاف مظاهرو د دوام په سیوري کښې په نیواکي ټاټوبي کښې کړکیچ....سوریې ته د عربي پارلیمان د پلاوي سفر....او هم داشان د یمن د بدلونونو دوام د لویدیځې آسیا د تیرې اونۍ مهمې پیښې وې

تیره شنبه لسګونه په تل ابیب، حیفا، مودیعین او بئرالسبع ښارونو کښې لسګونه زره خلکو پرله پسې په اتمه اونۍ د بنیامین نتانیاهو د کابینې خلاف مظاهرې وکړې. د تیرې اونۍ په چارشنبې هم د بنیامین نتانیاهو په قضايي اصلاحاتو باندې اعتراض کښې د صهیونیسټي ښارګي میشتو د مظاهرو په پراخیدو سره، معترضانو له تل ابیب څخه د نیواکي قدس په لور تلونکې لارې او حتی د ښار دننه سړکونه په زنځیرونو او اغزن تارونو سره بند کړل. مظاهره چیانو هم داشان د تل ابیب د اصلي او مهمو لارو په بندولو سره د صهیونیسټي رژيم له پولیسو سره په نښته کښې وویل چې د نتانیاهو د کابینې خلاف نیغ په نیغه اقداماتو ته به دوام ورکړي.

په هم دغه شپه د تل ابیب اعتراضات د ښار ډیرو سیمو ته وغزیدل او د ښار په مرکز کښې له راغونډیدو ووتل. معترضانو د صهیونسټي رژيم د وزیراعظم ښځه سارا نتانیاهو د تل ابیب ښار په یو بیوټي پارلر کښې ګیره کړه او د هغې خلاف یې شعارونه ورکړ.

*/*/*/*/

له دغه کار وروسته بنیامین نتنیاهو په ټولنیزو شبکو کښې په یو پوسټ کښې ولیکل: د یائیر لاپیډ (چې وزیراعظم تیر شوی او اوس د اپوزیشن مشر دی) تر مشرۍ لاندې شورشي فعالان لاهم له سرو کرښو تیریږي. هغوي اوس په تل ابیب کښې زما میرمنه ځورولې او ګواښلې ده.

د نتانیاهو ښځې سارا نتانیاهو هم په هغو معترضانو باندې په نیوکې سره چې په تل ابیب کښې یې د هغې د پارلر مخې ته مظاهرې کړې وې، د دغې نښتې په هکله یې ولیکل: دا لانجه د قتل لامل ګرځیدې شوه.

د اسرائیلو پارلیمان(کنسټ) په دې وروستیو کښې د قضايي اصلاح قانون تصویب کړ. نتانیاهو د قضايي اصلاح قانون ته، له قضايي دوسیې د خلاصي لپاره د ژغورنې د یوې فرښتې په توګه ګوري او د دغه قانون په تصویبولو سره غواړي چې هم قضايي اداره او ستره محکمه د مخالفانو له لاسه وباسي او بې اغیزې یې کړي او هم په عین حال کښې د ځان لپاره قضايي خوندیتوب رامینځته کړي. د نتانیاهو او د قضايي اصلاح د تصویبیدو مخالفان فکر کوي چې که دغه اصلاحات تصویب شي نو اسرائیل به د تل لپاره د ډیموکراسۍ له سمبولونو سره خدای په اماني وکړي او د ښي پالو ګوندونو د ټولنیز موقعیت پیاوړتیا ته په پام سره به سیکولر ګوندونه په اسرائیلو کښې نور هیڅ ځاې ونه لري او په دې وجه به اپوټه مهاجرت ته اړ شي. په دې بنیاد د نتانیاهو کابینه دا لایحه د اصلاحاتو په توګه یادوي خو منتقدان یې قضايي کودتا بولي. نیوکه کونکي په دې باور دي چې په دې لایحې سره د قضايي ادارې خپلواکي له مینځه ځي.

له بلې خوا منتقدان باوري دي چې نتانیاهو او کابینه یې په دې لایحې سره غواړي په قضايي ارګان کښې د خپل فساد او تبهکارۍ دوسیې ختمې کړي. دې مقابلې صهیونیسټي رژیم په یو کورني کړکیچ اخته کړی دی.

*/*/*/*/

په هم دې لړ کښې د اعتراضونو په پراخیدو سره ایتمار بن ګویر پس د اتو اونیو له اعتراضه، بلآخره د قضايي اصلاحاتو په نامه قانون په تصویبیدو باندې په معترضو کسانو د ډزو کولو حکوم هم صادر کړ چې له امله یې د نتانیاهو ۱۱ تنه مخالفان زخمي شوي او ۳۰ نور ونیوی شول. بن ګویر د دې لپاره چې د پولیسو اداره د خپلو حکمونو تابع کړي، په دې وروستیو کښې یې د پولیسو تنخواګانې زیاتې کړې او دې ته په پام سره چې د مالیې وزارت مسئولیت د دیني صهیونزم د تندلاري ګوند مشر «بزالل اسموتریچ» ته سپارل شوی دی، نو ځکه د خپلو نظر وړ پروګرامونو د د اړتیا وړ اعتبارونو د برابرولو لپاره ستونزه نه لري.

بله مهمه موضوع دا ده چې د لسګونه زره خلکو مظاهرې باید په اسرائیلو کښې د سیاسي درز او اختلاف په دوام کښې هم بللی شو. د معترضانو په سر کښې د یاییر لاپید او بني ګانټس په شمول د نتانیاهو سیاسي سیالان موجود دي. په دې وجه دغه اعتراضات یو ډول سیاسي زورآزمايي هم ګڼله کیږي. هاآرتص ورځپاڼې ولیکل: په داسې حال کښې چې د نتانیاهو د طرحې خلاف مظاهرې روانې دي، وزیران د یوې داسې طرحې په تیارولو لګیا دي چې د قضايي ادارې له خوا د وزیراعظم د بې کفایتۍ د اعلانولو مخه ونیسي.

*/*/*/

د لویدیځې آسیا د تیرې اونۍ یوه بله مهمه پیښه دمشق ته د عراق د پارلیمان د مشر محمد الحلبوسي په مشرۍ د عربو پارلیمانونو د اتحادیې د پلاوي سفر او د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره یې کتنه وه. د عراق د پارلیمان د مشر محمد الحلبوسي په مشرۍ او د متحده عرب اماراتو، اردن، فلسطین، لیبیا او مصر د پارلیمانونو په غړیتوب د عربي پارلیمانونو د اتحادیې پلاوي او هم د عربي پارلیمانونو د اتحادیې د سرمنشي په ملتیا د عمان او لبنان د پلاوو مشرانو سوریې ته سفر وکړ. دا سفر پس له یوې لسیزې ترسره شوی دی. د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري هم د تیرې اونۍ په دوشنبې د زلزلې له پایلو سره د مبالې لپاره له سوریې سره د یووالي د څرګندولو په موخه دمشق ته لاړ. دا له ۲۰۱۱ کال راهیسې سوریې ته د مصر د خارجه وزیر وړومبنې سفر دی.

د عرب هیوادونو د پارلیمانونو د مشرانو سفر د تکفیري ترهګرۍ خلاف جنګ کښې د دغه هیواد له بري وروسته عرب اتحادیې ته د سوریې د ستنیدو په لاره کښې د بدلانه یو مهم پیچومی دی. عمان ته د بشارالاسد وروستی سفر او له ځینو نورو عرب هیوادونو سره د سوریې د سیاسي او اقتصادي ملګرتیاؤ پیلیدل او ترڅنګ یې د له وروستۍ زلزلې وروسته سوریې ته د عربستان او بحرین له خوا د انساني مرستو لیږل او د تسلیت د پيغامونو خپریدل، ټول د دمشق په هکله د عرب هیوادونو او حتی د هغه ډله عربي هیوادونو د کړنلارې د بدلیدو نښه ده چې یو وخت د ترهګرو او تکفیري ډلو ملاتړي وو.

د مصر د پارلیمان مشر چې د دولسو کلونو له تیریدو وروسته یې د عرب پارلیمانونو له پلاوي سره دمشق ته سفر وکړ، هم له دغه هیواده په ملاتړ ټینګار وکړ. ښاغلي جبالي د دمشق په هوايي ډګر کښې د خبریالانو په ټول کښې وویل: سوریه به په عرب اتحادیې کښې خپل طبیعي مقام ته ستنه شي او دمشق ته د پارلیماني پلاوو سفر هم د سوریې له مشرتابه، حکومت او ولس څخه د ملاتړ په لړ کښې ترسره شوی دی.

باید دې ټکي ته هم پام وشي چې سوریه په خپلو دریځونو باندې که هغه له صهیونیسټي رژیم سره د جوړجاړي د نه کولو په لړ کښې دي او که په جولان کښې د نیواکي سیمې د ستنولو او یا له مقاومت څخه د ملاتړ په لړ کښې، ټینګار لري خو عرب هیوادونو بې له هیڅ ډول وارمخکښې شرطه، له سوریې سره د دوباره اړیکې ټینګولو پریکړه کړې ده او په هغوي کښې دا باور رامینځته شوی دی چې له مختلفو کړکیچونو سره زیاتیدونکو نښتو ته په پام سره، دغه کار جاري نه شي ساتلی.

*/*/*/*

تیره اونۍ د یمن په ډګر کښې دوه مهمې پیښې رامینځته شوې. د سعودي عربستان جنګي الوتکو د تیرې چارشنبې په مازیګر د یمن د شمالي ولایت صعده په «رازح» نومې سرحدي ولسوالۍ کښې په «آل علي» سیمې باندې نوې حملې وکړې. د عربستان د پوځ جنګي الوتکو د چارشنبې په سهار هم د صعده ولایت «شدا» نومې سرحدي سیمه بمباري کړه. په دغو بریدونو کښې ۴ یمنیان شهیدان شول.

د سعودي عربستان پوځ د تیرې اونۍ په سه شنبې هم د «منبه» په سرحدي ولسوالۍ کښې د الرقو سیمې په بازارونو کښې پر یمني ښاریزو ډزې وکړې چې له امله یې یو تن شهید او پنځه ژوبل شول.

بله پیښه د انګلستان او عربستان د دفاع وزیرانو ملاقات او هم داشان د یمن د المهره ولایت مرکز الغیضه ښار ته د امریکې د سیمندي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ د مرستیال او په یمن کښې د امریکې د سفیر برډ کوپر سفر و.

د عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان او د انګلستان دفاع وزیر بن والاس تیره چارشنبه په عربستان کښې په خپلو کښې سره وکتل. د سعودي عربستان دفاع وزیر په خپل ټویټر ولیکل: مونږ په دې کتنه کښې د دواړو هیوادونو د سټراټیجکو اړیکو په هکله خبرې وکړې او په پوځي او دفاعي برخه کښې د ملګرتیا او د هغې د پیاوړتیا او پراختیا د لارو چارو په هکله مو د نظر تبادله وکړه.

دا په تیرو دریو میاشتو کښې د دواړو لورو دویمه کتنه وه.

حقیقت دا دی چې لویدیځو قدرتونو په عملي توګه په کراتو ښودلې ده چې د پټرو ډالرز په بدل کښې په اصولي موضوعاتو او بشري حقوقو باندې سترګې پټوي. دا کړنلاره یې په خاصه توګه د یمن په کړکیچ کښې ښه په ډاګه شوه او د یمن د کړکیچ په اوج کښې لویدیځو قدرتونو له عربستان څخه له اطلاعاتي او د وسلو له ملاتړه ډډه ونه کړه.

اوس هم له عربستانه د هغوي ملاتړ او لږترلږه د هغو جنایتونو په وړاندې یې چپتیا چې سعودي عربستان یې د یمن خلاف ترسره کوي، د ریاض له خوا په یمن باندې د بمباریو د دوام یو مهم لامل دی.

په هم دې لړ کښې د یمن د ملي نجات حکومت د بشري حقوقو وزیر علي الدیلمي وویل چې په سرحدي سیمو کښې د سعوديانو جنایتونه هره ورځ د نړیوالې ټولنې د چپتیا په سیوري کښې ترسره کیږي.

د یمن د ملي نجات حکومت د سیاسي دفتر غړي الي القحوم هم په ټویټر باندې یو پوسټ کښې، المهره ولایت ته د امریکې د پوځي قومندان وروستي سفر ته غبرګون وښوده او هغه یې د نړیوالو قوانینو او د خپل هیواد د حاکمیت څرګنده خلاف ورزي او په نیواکګرۍ باندې قصدي ټینګار وباله.

القحوم ولیکل: مونږ امریکایانو او انګریزانو ته وايو چې ستاسو استعماري پروژې په یمن کښې هیڅ ځاې نه لري او ستاسو نیواکګري به ختمه شي ځکه چې د یمن خلک د نیواکګرو (د شیطاني شتون) په خطر باندې پوه او خبر دي او تر بریالیتوب پورې د مقابلې او دفاع لپاره ضروري قدرت لري.

*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه