فلسطین د اسلامی امت لومړنۍ موضوع
د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه و الو په دې شیبو کې د فلسطین او د اسلامی امت د لومړنۍ موضوع نومې لړۍ له نننی پنځم مطلب سره ستاسو خدمت کې یوو.هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي.
دوستانو په مخکیني مطلب کې وئيل شوي چې دفلسطین ټاټوبی په دې دلیل چې د مسلمانانو لومړنۍ قبله وه ، او همدغه ځای د پیغمبر اکرم(ص)د معراج ځای ؤ، دمسلمانانو لپاره له ډير ځانګړي اهمیّته برخمن دی. البته په همدې وخت کې یوه بله موضوع هم له فلسطین،قدس او الاقصی جومات سره د مسلمانانو د روحي ، عاطفي اوایماني پیوند او ارتباط پر پیاوړتیا ټينګار کوي او دغه موضوع رابرسیره کوي، او دا عبارت وه له دې چې د قرآن کریم ډیری آیتونه پر رسول ا...بزرګوار(ص)نازلیدل او د حضرت ابراهیم،یعقوب، لوط، زکریا، یحیی، داؤد، سلیمان او عیسی علیهم السلام او داسې نورو نبیانو، کیسې چې په قرآن کریم کې ئې وینو، دهغو صحنې او حدود ئې د فلسطین ټاټوبی ؤ او همدغه چاره، د قبلې ، معراج او پر هغو قرآني آیتونوسربیره چې د فلسطین دټاټوبی د امنیت او مبارکئ په باب خبرې شوي،له فلسطینو قدس و الاقصی جومات سره د مسلمانانو د عاطفي اوایماني او روحي پيوند او ارتباط دپیاوړتیا سبب ګرځيد. نو ځکه څرګنده وه ، داسلام ددین په پراختیا سره ،مسلمانانو ډیر زر له شام او فلسطین سره او د د اسلام پاک دین ته ګرهمنیدا ته ددغو سیمو بلنې او د رومیانو له نیواکه د دوي دژغورنې سره ګروهنه وبریښوي.

په همدې لړ کې که د ۶۲۹میلادي کال کې یعني په اتم هجری قمري کال کې د د فلسطین او شامات د ټاټوبودنیول لپاره د موته جنګ(The Battle of Mu'tah) د مسلمانانو لپاره څه خاص نتیجه نه درلوده، خو په نهم هجری قمری کال کې او د تبوک په غزا کې دوي وتوانیدل د تبوک سیمه چې د شام له ټاټوبي سره نزدې وه ونیوله او په دوام کې ئې د خپل موقعیّت په پیاوړي کولو سره ، د دومةالجندل ، حدودو په شان سیمې هم مسلمانانو ونیولې او د سیمې خلکو مسلمانانو ته د جَزئې د ورکولو په باب ورسره موافقه و کړه.
په دوام کې او د پیغمبر اکرم(ص) له وفاته وروسته هم په 11 هجري قمري کال کې د ؛اسامه ابن زید؛ په قوماندانۍ سره د اسلام لښکر بریالی شو، له شام سره په ګډو پولو کې داسلام شان اوشوکت اوعزت او تثبیت اوپیاوړی کړي. د اسلام لښکر په ورپسې میاشتو او کلونو کې هم په دغې سیمې کې اوڅاره بریالیتوبونه نندارې ته وړاندې کړل او ډیری ښارونه ئې فتح کړل. تر دې چې په دوام کې ، مسلمانان د فلسطین اوشام دفتح کولو لپاره په څو چورلیزونو او جبهو کې له رومیانو سره ونښتل . په فلسطین کې، مسلمانان بریالي شول ، رومیانو ته د الرمله په جنوب کې ماته ورکړي . خو هغه برخلیک ټاکونکی جنګ چې درومیانو په ضد دشامات د فتح کولولپاره د مسلمانانو په وسیله بڼه وموندله، د ؛یرموک؛ جنګ ؤ. د ؛یرموک جنګ؛ به ۶۳۶میلادي کال کې د یرموک په نامې سره د یوه سین په غاړه رامینځةشو.د یرموک جنګ د شام سیمې یو ترټولو اصلی جنګ او ددغه ټاټوبي فتح الفتوح حسابیږي.دغه جنګ،د سورئې په خاورې کې له مسلمانانو څخه د روم دامپراتورۍ دوهمه ستره ماته وه چې له شامات سیمې څخه او په کلي توګه ئې له اسیا څخه د دوي لاسونه لنډ کړل او مسلمانان وتوانیدل،بیت المقدس کلابند کړي.
مسلمانانو ښار په ښار او وار د واره د فلسطین ټاټوبی فتح کړڅو دا چې مسلمانان ۶۳۷میلادي کال ته قدس ته (بیت المقدس ) ته ورسیدل . د اسلام د لښکر په وسیله د بیت المقدس ښار کلابندیدا ته په پام سره، ددغه ښار اوسیدونکو دقدس دکلابندونکو لښکریانو قوماندان ته په یوه لیک کې د سولې غوښتنه وکړه،په دې شرط چې دقدس کِلیانې د مسلمانانو خلیفه یعنی حضرت عمر بن خطاب ته وسپارل شي.عمر بن خطاب چې د لښکر د قوماندانانو او افسرانو دکار په وضعیّت د ارزونې لپاره له مدینې ورغلی ؤ، د دوي شرط ئې ومانۀ او هماغه ځاي کې ئې ورسره دسولې تړون وکړ. حضرت عمر په دغې سوله نامه کې دبیت المقدس خلکو ته دهغوي ژوند،مال ، عبادت ځایونو او صلیبونو ته آمان او آزادي ورکړه او د اوسیدونکو دغوښتې په اساس وټاکل شوه چې هیڅ یهودي حق نه لري ، په بیت المقدس کې پاتې شي او په مقابل کې دقدس نصرانیانو ومنله چې مسلمانانو ته جزیّه ورکوي. په دې توګه په ۶۳۶میلادي کال کې،بیت المقدس په سوله یز ډول او له وینې بهیدا پرته،رسما مسلمانانو ته تسلیم شو او په بیت المقدس کې د اسلام حکومت تر څلورو سوو کلونو پورې او په ۱۰۹۹میلادي کال پورې د لومړني صلیبی جنګ ترپیښیدا پورې دوام وکړ او په دغې مودې کې مسیحیانو او د بیت المقدس نورو اوسیدونکو،په قدس کې د اسلامی خلافت په سیوري کې په آرامښت او امنیت کې ژوند کاوۀ.

یوه انګریز لیکوال سر ویلیّم فیټس جرالډ، د مسلمانانو په وسیله د بیت المقدس د فتح کولو په باب وائي؛ د تاریخ په اوږدو کې د قدس تر فتحې مخکې پورې فتحوحاتو هیڅ مخینه نه ده درلودلې چې دهغې فتحې هغه کریمانه او پاک احساسات،چې مسلمانانو له خپلې خوا د قدس په باب څرګند کړل، چا څرګند کړي وي. مسلمانانوقدس ته د بیت الحرام په ځاي د بیت المقدس نامه ورکړه.
په الاقصی جومات کې ئې لمونځ ادا کړ او بلال بن ریاح(بلال حبشي) د پيغمبراکرمله رحلت وروسته دلومړي ځل لپاره په قدس کې اذان ووایۀ او مسلمانانو په هغه ځاي کې د یوه ساده جومات جوړول پیل کړل.
په دوام کې او پر فلسطیني ټاټوبی د مسلمانانو د حاکمیّت په دوام کې د اموي لړۍ (۶۶۱- ۷۵۰میلادي)پر فلسطین او قدست خاص اهتمام او عنایت وکړ، داسې چې پنځم اموي خلیفه عبدالمَلَک بن مروان ، له الاقصی جومات سره نزدې یو لوي جومات جوړ کړ چې په الصخره جومات مشهور شو. دا جومات د هغه ډبرې پر سر جوړ شوی چې له هغه ځایه پیغمبر اکرم (ص)آسمان ته سفر وکړ.. د هغه زوی یعني ولید بند عبدالمَلک الاقصی جومات ورغوۀ او له هغه وخت وروسته د جومات شاوخوا سیمه په ؛حرم شریف ؛ وپيژندل شوه . هشام عبدالمَلک هم ؛اریحا ؛ ته خ اص توجه وښودله او دلته ئې یو ښکلی جومات جوړ کړ. همداراز اوم اموي خلیفه سلیمان بن عبدالَملک په فلسطین کې ؛ الرمله؛ ښار جوړ کړ او دا ئې د ځان لپاره یو مرکز وټاکۀ او قدس او الاقصی جوړمات ته ئې توجه نوره هم زیاته کړه او د عبدالمَلک بن مروان په واکوالۍ کې په مکې او مدینې کې د عبدا... بن زبیر د خپلواکۍ داعلان په بهیر کې او د حج د مناسکو او د مکې ته د سفر په ترسره کولو کې د شام دمسلمانانو د بې وسئ په وخت ، په الاقصی جومات کې مونږ او دقدس زیارت دهغه په ځاي راوستل شو.

د عباسی خلیفه ګانو په پړاؤ کې (یعني له ۷۵۰ میلادي کاله تر۱۲۵۸ میلادي کال پورې په مودې کې ) هم بغداد ته د اسلامی نړۍ دخلافت د مرکز له منتقلولو سره سره ، عباسیانو فلسطین او قدس ته توجه کوله او په همدې لړ کې دوهم عباسی خلیفه په منصور دوانیقي مشهور ابو جعفر منصور ، دوه ځله قدس ته لاړ او حکم ئې ورکړ دهغې قدرتمنې زلزلې له امله کنډوالې ورغوي،چې دغه سیمه ئې لړزولې وه.دریم عباسی خلیفه المهدی هم دغه ښار یعنی قدس ته تللی دی .همداراز اوم عباسی خلیفه المامون به قبه الصخره جومات کې ډير تعمیرات او رغونې وکړې او په همدغو وختونو کې او له دې وروسته،د اسلامی نړۍ دیر عالمان په قدس ښار کې هستوګن شول او دهغو په سر کې د پنخمې قمري پيړۍ یوه ترتولو لوی فیلسوف په امام محمد مشهور ابو حامد غزالی نامه اخستلی شو.په دوام کې د فاطمیونو لړۍ یعني له ۹۰۹میلادي کاله تر ۱۱۷۱میلادي کال پورې په مودې کې مصر او فلسطین له عباسی سلطې ووت ،البته د دوي او سلجوقي پاچایانو ترمینځ دښمني زیاته شوه ،او دا چاره دمسلمانو قواؤ دد تیت پرکوالی لامل شوه . نو ځکه په هغه مهال کې چې په ۱۰۹۵کال کې ۳صلیبی جنګونه پیل شول او صلیبیانو فلسطین او ختیځ ته په سلطې پسې شول،د الرمله پشمول د فلسطین د څو ښارونو په نیول کیدا پسې قدس هم دوي تر یوې میاشتې پورې کلابند کړ او له اوږدمهاله نښتو وروسته بلاخره د ۱۰۹۹میلادي کال د جولائي په ۱۵ نیټه په بیت المقدس ښار کې دیره د فاطمیونو لښکر تسلیم شو او صلیبیانو دښار په نیولو سره ، ددغې سیمې خلک په وینو کې لیت پیت کړل او دتاریخي روایتونو په اساس، کابو اویا زره مسلمانان ئې ووژل.
دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ ،PARSTODAY انټرنیټي ایډریس هم درسره نوټ کړئ،نو تربل مطلب پورې موپه نیاؤمن خداي سپارو،سرلوړي اوسوکاله ووسئ.....
(سیماب)
*******************************************************************************************************************************************************