مېنځنے ختيځ په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۵-۰۳-۲۲
https://parstoday.ir/ps/radio/west_asia-i14662-مېنځنے_ختيځ_په_تېره_اونۍ_کښې_۱۳۹۵_۰۳_۲۲
ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره مېنځنے ختيځ په تېره اونۍ کښې له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 15, 2016 17:01 Asia/Kabul
  • مېنځنے ختيځ په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۵-۰۳-۲۲

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره مېنځنے ختيځ په تېره اونۍ کښې له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو.

په دې برخه کښې غواړوو د مېنځني ختيخ سيمې ډېرو مهمو بدلونونو ته يوه کتنه وکړوو. له هر څه مخکې به د فلسطين د بدلونونو چې د فلسطين د خلقو د مقاومت له سختېدو سره په يو وخت د سازباز د خبرو اترو د راژوندي کولو د تحرکاتو د نوي پړاو او د دغو خبرو اترو د بې فائده والي د څرګندېدو د انعکاسونو تر تاثير لاندې يې شتون لرۀ څېړنه وکړوو او بيا به د يمن، سوريې او عراق په شمول د سيمې نورو بدلونونو ته يوه کتنه وکړوو.

د فلسطين د بدلونونو په اړه د ساز باز د خبرو اترو په بې نتيجه والي باندې د فلسطين د کورواکو تشکيلاتو د چارواکو د اعتراف د نوي پړاو کتونکي يوو. په داسې حالاتو کشې د فلسطين د بهرنيو چارو وزير هم له اسرائيلي رژيم سره د ساز باز څلوريشت کلنې خبرې اترې بې فائده وبللې.

د فلسطين د بهرنيو چارو وزير او د فلسطين د کورواکو تکشيلاتو يو چارواکي رياض المالکي روسيااليوم ټيلي ويژني چېنل سره په مرکه کښې  له صهيونېسټ رژيم سره د سازباز د خبرو اترو په بې فائده والي باندې په اعتراف سره وويل، اسرائيلي رژيم په څلوريشتو کلونو کښې د خبرو اترو تر څنګه د فلسطيني ولس د قتل عامو د قدس د يهودي کولو، د صهيونېسټ مېشته ښارګيو د جوړولو او د فلسطينيانو د کورونو د ويجاړولو په شان خپلو اقداماتو ته دوام ورکړے دے.

د ويلو ده چې تېره هفته د ساز باز د خبرو اترو د راژوندي کولو او توګه له بندون څخه د دعو خبرو اترو د راوېستلو لپاره د فرانسې د لارو چارو د څېړنې په خاطر د پېرس د غونډې په جوړېدو سره په عملي د ساز باز د خبرو اترو د راژوندي کولو لپاره د تحرکاتو يو نوے دور شروع شو.

د سازباز د تحرکاتو نوے پړاو په داسې حال کښې ؤ چې د تحرکاتو په دغه پړاو کښې د فرانسې د طرحې په محوريت سره د فلسطيني کډوالو د ستنېدو،د فلسطيني اسيرانو د ازادۍ او د صهيونېسټ رژيم د نيواک د ختمولو د موضوع په شمول د فلسطين د خلقو زياتروحقوقو ته بې پامي وشوه چې دغې موضوع د فلسطينانو د نيوکو يوه څپه رامنځته کړه.

د غور وړ يو بل ټکے چې له مخکې نه يې زيات د ساز باز د خبرو اترو د نوي پړاو منفي پائېلې په ډاګه کړې د فلسطيني ولس په خلاف د صهيونېسټ رژيم د جنايتونو او ځپنو له سختېدو سره سره د دغه رژيم د پراختيا غوښتونکو دريځونو سختېدل وو چې دغې موضوع د فلسطيني خلقو لپاره د ساز باز د خبرو اترو منفي پائېلې له مخکې نه زياتې په ډاګه کړې.

له دې امله فلسطيني ډلو د ساز باز نوے پړاو هم د تېرو خبرو اترو په شان بې فائده او ماتې خوړونکے وبلۀ او د فلسطين د ارمانونو ته د رسېدو د يوازېنۍ لارې په توګه د مقاومت په دوام باندې يې تاکيد وکړ. په داسې حالاتو کښې فلسطيني ولس هم د ساز باز د خبرو اترو په نفي کولو سره مقاومتي عمليات په خپله اېجنډا کښې شامل کړل چې دغه عملياتو د صهيونېسټ رژيم او د هغۀ د ملاتړو لپاره دا پېغام لرۀ چې هغوي به هيڅکله د هغوي دسيسو ته غاړه کېږندي او د غاصبو صهيونېسټانو له قبضې څخه د فلسطيني تاټوبي تر ازادۍ پورې به خپل مقاومت ته دوام ورکړي.

د ويلو ده د تېرې هفتې د چارشنبې په ورځ دوو فلسطيني ځوانانو د اسرائيليانو د جنايتونو په ځواب کښې د صهيونېسټ رژيم د جنګ د وزارتخانې په نزديو کښې د صهيونېسټانو په لور ډزې وکړې چې له کبله يې څلور تنه ووژل شول او يو شمېر نور هم ژوبل شول چې د دغه رژيم د قلمرو په سټراټيجک مرکز کښې دغو مقاومتي عملياتو پراخه انعکاس ولرۀ.

د حماس  غورځنګ وياند سامي ابوزهري او د دغه غورځنګ يو لوړ رتبه غړي حسام بدران په تل ابيب کښې د صهيونېسټانو په خلاف د عملياتو په غبرګون کښې تاکيد وکړ چې دغه عمليات د صهيونېسټ رژيم د امنيتي سېسټم د ماتې ښودونکي ا د فلسطيني ولس په خلاف د دغه رژيم جنايتونو ته ځواب دے.

د ترهه ګرو په خلاف د عراق د فوځي او ولسي ځواکونو عملياتو په رسنيو کښې پراخه انعکاس لرلے او په عراق کښې له مېداني بدلونونو سره اړوند خبرونه يې له مخکې نه زيات تر تاثير لاندې راوستي دي.

په دغه چوکاټ کښې د عراق د بدر ادارې مشر تاکيد وکړ چې فلوجه په عراق کښې د جګړې وړومبيتوب دے.

د عراق د بدر ادارې مشر هادي العامري په عراق کښې د جنګ د وړومبنۍ  ترجيح په توګه د فلوجې په ازادۍ باندې په تاکيد سره د وسله والو ځواکونو له عمومي قوماندان حېدرالعبادي څخه وغوښتل چې تره هغه وخته چې په فلوجه کښې جنګ ختم نه شي د عراق په نورو سيمو کښې دې نوے محاذ جوړ نه کړي.

العامري څرګنده کړه چې له کرمې او الصقلاويې سيمو له ازادېدو وروسته عراقي ځواکونه همدا اوس د فلوجې دروازې ته رسېدلي دي او اميد دےچې له عامه خلقو څخه د ښار په خالي کېدو سره به د دغه ښار د ازادولو زمينه برابره شي.

په فلوجه کښې د ترهه ګرو د ماتې د اثارو له څرګندېدو سره د عراق په شمال کښې د نېنوا صوبې د شورا غړي وويل، د داعش د ترهه ګرو عناصرو له ګندګۍ څخه د فلوجې له پاکولو نه وروسته د موصل د ازادولو عمليات شروع شي.

د نېنوا صوبې د شورا غړي عزوان الدوودي زياته کړه، د موصول د ازادولو پراخه عمليات د داعش له قبضې څخه د فلوجې د ازادوولو په عملياتو کښې دعراقي ځواکونو د مشغولېدو په دليل لا شروع شوي نه دي.

الداوودي دې ته په اشارې سره چې د عراق د کردستان سيمې پېشمرګه ځواکونه په نېنوا صحرا کښې د اتو کليو په ازادولو کښې کامياب شوي دي د موصول د ازادولو د پراخو عملياتو د شروع کولو لپاره د تيارۍ په هدف سره د نېنوا د عملياتو له ډلې سره د يو زغره وال يونټ د يوځاے کېدو خبر ورکړ. د نېنوا صوبې د شورا غړي وويل،د موصل د ازادولو عمليات زيات کوشش او زياتو فوځي ځواکونو ته ضرورت لري.

د داعش له قبضې څخه د فلوجې د ازادولو عمليات د عراق د وزيراعظم حېدالعبادي په حکم سره د تېرې مۍ د مياشتې له درويشتمې څخه شروع شوي دي. فوځ او د الانبار صوبې رضاکار ولسي او قبائيلي ځواکونه د فلوجې د ازادولو په عملياتو کښې ګډون لري. په داسې حالاتو کښې د عراق د بهرنيو چارو وزير له داعشي ترهه ګروسره په جنګ کښې د الحشد الشعبي ولسي رضاکارو ځواکونو کردار وستائيۀ.

د عراق د بهرنيو چارو وزير ابراهيم الجعفري د دې په بيانولو سره چې عراقي ځواکونو د فلوجې په شان په مختلفو مېدانونو کښې يو لړ ځلانده کاميابۍ ترلاسه کړي دي  وويل، الحشد الشعبي د جګړو په دوران کښې يو لړ شرافتمندانه دريځونه غوره کړي دي خو فلوجې ته داخل نه شول دې لپاره چې د موجود حساسيتونو خيال وساتل شي او د عراق دښمنان د ناوړې استفادې موقع پېدا نه کړي.

په تېره هفته کښې يمن باندې د سعودي د حملو دوام او د سعودي د جنايتونو په وړاندې د ملګرو ملتو په شاتګ منجمله له يمن سره اړوندو بدلونونو يو لړ انعکاسونه لرلي دي.

په يمن باندې د سعودي په مشرۍ د تيري ګرو د ائتلاف د حملو په دوام او همدارنګ د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د خلاف ورزي کوونکو له لېسټ څخه د د دغه ائتلاف د نوم په وېستلو سره د يمن بدلونونه هم هغه شان د رسنيو دخبرونو په سر کښې دي.

په داسې حال کښې چې د يمن په مختلفو سيمو باندې د سعودي په مشرۍ د تيري ګرو د ائتلاف د جنګي الوتکو او همدارنګ د سعودي د تالي څټو حملې دوام لري د ملګرو ملتو مشر بان کی مون د تېرې هفتې د نهې په شپه په يمن باندې د سعودي تيري ګر ائتلاف نوم په يمن کښې د ماشومانو د حقوقو د خلاف ورزي کوونکو له تور لېسټه په موقتي توګه لرې کړ.

د ملګرو ملتو مشر اعتراف وکړ چې ګواښ د ماشومانو د حقوقو د خلاف ورزي کوونکو له لېسټ څخه د سعودي ائتلاف  د نوم د لرې کولو سبب شو.

د ملګرو ملتو مشر بان کی مون د تېر زيارت په ورځ وويل چې د ماشومانو د حقوقو د خلاف ورزي کوونکو له لېسټه په يمن باندې په حمله کښې د سعودي په مشرۍ د عربي ائتلاف نوم د ملګرو ملتو د بودجې د حذفولو په اړه د ځينو هېوادونو له ګواښه  وروسته لرې کړې شو.

د ملګرو ملتو مشر اعتراف وکړ چې ګواښ د ماشومانو د حقوقو د خلاف ورزي کوونکو له لېستّ د سعودي د ائتلاف د نوم د لرې  کولو سبب شو.

د ملګرو ملتو مشر زياته کړه چې په فوځي نښتو کښې د ماشومانو د بشری حقوقو د خلاف ورزي کوونکو له لېسټه د سعودي ائتلاف د نومو په موقته توګه د لرې کولو په باره کښې فېصله يوه دردناکه او ګرانه فېصله وه چې يې وکړه.

ملګرو ملتو تېره هفته د سعودي تيري ګرو ائتلاف په جنګ جګړو کښې د ماشومانود حقوقو د خلاف ورزي کوونکو هېوادونو او وسله والو ډلو په تور لېسټ کښې راوستے ؤ. د ملګرو ملتو د مشر بان کی مون به وړومبني رپوټ کښې راغلي دي چې سعودي ائتلاف په دوه زره پينځلسم کال کښې د يمن د شپېتۀ فيصده وژل شويو او زخمي شويوماشومانو ذمه وار دے.

بان کی مون د يمني ماشومانو د حقوقو د خلاف ورزۍ په اړه د سعودي عربستان په نه توجيهېدونکي دباو نيوکه وکړه.

د ملګرو ملتو مشر وويل، سعودي ګواښ کړے ؤ چې پ داسې صورت کښې چې د سعودي ائتلاف نوم د يمني ماشومانود حقوقو د خلاف ورزۍ په وجه د دغې ادارې له تور لېسټه لرې نه شي نو د ملګرو ملتو د پروګرامونو مالي مرستې به بندې کړي.

په داسې حالات کښې بان کی مون د رياض له غبرګونه يوازې څو ساعته وروسته او په يو بې مخينې اقدام کښې د ګډو تحقيقاتو د نتائجو تر معلومېدو پورې له دغه لېسټه د سعودي نوم لري کړ.

د ځينو هېوادونو د سياسي او ډله ايزو ګټو په وړاندې د ملګرو ملتو د رپوټونو ذمه واري او ارزښت تر دومره حده غورزېدلے دے چې د سعودي په شان هېواد د بشري حقوقو د تورې عمل نامې په لرلو سره يوازې ملګرو ملتو ته د زياتو ډالرو د ورکولو په وجه يې د دغې ادارې مشر مجبوروي چې د حق او ناحق په وړاندې دردناکه فېصله وکړي.

د يمن د حالاتو په اړه بله موضوع د يمن له خبرو اترو او پکې د سعودي له خنډ اچونو سره اړوند خبرونه دي. د تقريباً اوو هفتو خبرو اترو وروسته او د رياض د خنډ اچونو په وجه د خبرو اترو خواوې تر اوسه د کويت د سولې په خبرو اترو کښې چې د ملګرو ملتو په وساطت سره کيږي د مطرح شوې هيڅ يوې مسئلې په باره کښې يوې محسوسېدونکې نتيجې ته نه دي رسېدلې.

د سوريې حالات په تېره هفته کښې د سولې د خبرو اترو د نوي پړاو د نۀ جوړېدو، د سوريې د زياترو سيمو په پاکولو کښې د سوريې د فوځي او ولسي ځواکونو د کاميابيو او د ترهه ګرۍ په وړاندې له سوريې څخه د ملاتړ د لارو چارو په اړه د ايران، روسيې او سوريې د سلامشورو تر تاثير لاندې وو.

د ويلو ده چې د سوريې په چارو کښې د ملګرو ملتو استازي وويل چې دغه اداره به په اوس  حال کښې په جنيوا کښې د سوريې د سولې د خبرو ارتو نوے پړاو جوړ نه کړي.

د سوريې په چارو کښې د ملګرو ملتو استازي سټيفن ډيمېستورا د تېر زيارت په ورځ په جنيوا کښې وويل تر هغه وخته چې په سوريې کښې ښکېلې ټولې  ډلې د سياسي انتقال د موافقه ليکونو له بندونو سره موافقت ونکړي د خبرو اترو نوے پړاو به جوړ نه شي.

دا په داسې حالاتو کښې دي چې په سوريې کښې د ترهه ګرو په ترټولو لويه اډه رقه صوبه کښې د دغه هېواد د فوځ پرمختګ هم هغه شان دوام لري. د سوريې فوځي ځواکونو د رقه صوبې په لويديځ کښې په الطبقه ښار کښې د د خپلو فوځي عملياتو په دوام سره  الطبقه ،ا لرصافه او اثريا سيمې  په خپل کنټرول کښې راوستې. په همدې حال کښې د ترهه ګرۍ په وړاندې د ګډې سټراټيجۍ په اړه  د ايران، سوريې او روسيې د دفاع د وزيرانو درې اړخيزې غونډې پراخه انعکاسونه ولرل. د ايران د دفاع وزير په دې زمينه کښې وويل، د ايران اسلامي جمهوريت د سيمې د ثبات او امنيت د لنګر په توګه په سيمه او نړۍ کښې د ثبات او امنيت د ټينګښتپه هدف سره له ترهه ګرو ډلو سره جدي او هر اړخيزه مقابله انساني دنده او وظيفه بولي.

د ايران د دفاع وزير جنرل حسېن دهقان د تېر زيارت په ورځ په تهران کښې د ايران، روسيې او سوريې د دفاع د وزيرانو د درې اړخيزې غونډې په ابتداء کښې د سيمې کړکېچنو حالاتو ته په اشارې سره چې د امريکې، اسرائيلو او د ترهه ګرۍ د ځينو ملاتړو خواو په پراختيا غوښتونکو او تيرګرو سياستونو کښې جرړې لري  وويل، ايران تل د سوري سوري خبرو اترو له لارې د سوريې د بحران د هواري پلوي ؤ او دے.

-------------