په عراق کښې د خلکو د اعتراضونو او تاوتریخوالو وجوهات
(last modified Sat, 12 Oct 2019 11:35:39 GMT )
Oct 12, 2019 16:05 Asia/Kabul
  • په عراق کښې د خلکو د اعتراضونو او تاوتریخوالو وجوهات

په عراق کښې یوځل بیا حکومتي ضد اعتراضونه شروع شوې دي. دا اعتراضونه هم د تیر کال د پیښو په شان په تاؤتریخوالي بدل شول او د عراق د روغتیا وزارت په وینا له سلو زیات کسان په کښې مړه او څه باندې شپږ زره زخمي شوې دي.

عراق کښې په دې وروستیو کلونو کښې تل حکومتي ضده اعتراضونه روان پاتې شوې دي چې په کښې زیاتره اعتراضونه په شخړو بدلیږي. د ۲۰۱۸ کال په ستمبر کښې د بصرې د خلکو اعتراضونه او په دغه ښار کښې د ایران د کنسولګرۍ سوځول په عراق کښې ډیر ستر اعتراضونه وو. خو په عین حال کښې د تیر کال اعتراضونه د روان کال له اعتراضونو سره پنځه ستر توپیریونه لري.

وړومبی توپیر یې په عراق کښې د وروستیو اعتراضونو په زیاتې مرګ ژوبلې پورې اړونده دی چې څه باندې ۱۰۰ مړي او له شپږو زرو زیات زخمیان دي. دویم توپیر یې دا دی چې وروستۍ ناکرارۍ د تیرو کلونو په اپوټه چې د صدر غورځنګ د مشر مقتدی صدر په بلنه به رامینځته کیدې، دا ځل هیڅ کومې معلومې سیاسي ډلې د تجمعاتو پلاننګ نه دی کړی او حتی مقتدی صدر په یوه خبرپاڼه کښې له خلکو غوښتې دي چې کراري وساتي.

**

دریم مهم توپیر په کښې دا دی چې په دې تازه اعتراضونو کښې په وړومبي ځل د عراق د مرجعیت خلاف شعار ورکړی شوی دی حال دا چې له یوې خوا د حشد الشعبي رضاکار ځواک د جوړولو لپاره په ۲۰۱۴ کال کښې د آیت ا... سیستاني فتوا او له دغې فتوې د عراقي ځوانانو پراخ هرکلی د عراق د خلکو په نزد د مرجعیت د لوړ مقام نښه ده او له بلې خوا د عراق مرجعیت تل د خلکو له غوښتنو او ګټو ملاتړ په خپل وړومبیتوب کښې ساتي.

څلورم توپیر یې دا دی چې په دې وروستیو اعتراضونو کښې معترضانو (ولس د نظام پرزیدل غواړي) شعار ورکړ. دا په داسې حال کښې دي چې دا شعار په عراق کښې نه بلکې د ډیکټاټوري نظام په لرونکو هیوادونو کښې کارنده توب لري ځکه چې په دغه هیواد کښې پارلیماني انتخابات په خپل وخت ترسره کیږي او خلک هر څلور کاله پس د پارلیمان غړي غوره کوي او د خلکو منتخب پارلیمان بای وزیراعظم او ولسمشر ټاکي.

پنځم توپیر یې دا دی چې د عراق معترضان، ځینې رسنۍ، ټولنیزې شبکې او ځینې ډلې او شخصیتونه په داسې حال کښې د نویو پارلیماني انتخاباتو د ترسره کیدو او د موجوده حکومت د استعفا غوښتونکې دي چې د دې حکومت د جوړیدو څه کم یوه میاشت کیږي او د موجودې نارضایتۍ له پخوا نه جمع شوې دي. په هم دې بنیاد د عراق  وزیراعظم عادل عبدالمهدي د خپل هیواد خلکو ته په خطاب کښې وویل چې مظاهره چیان حق لري چې له فساد سره د مبارزې غوښتنه وکړي خو د حالاتو بدلیدل وخت ته اړتیا لري.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

په عراق کښې د اعتراضونو د رامینځته کیدو علتونه:

د اعتراضونو ترټولو مهمه وجه په حقیقت کښې د ولس نارضایتي ده. عراق د نړۍ د تیلو د دویمې سترې زیرمې د لرلو او په ورځ کښې له درې میلیون او شپږو لکو د زیاتو بیرلو تیلو د صادرولو په وجه د مالدارو عربو هیوادونو په لیکه کښې دی خو د عراق خلک له اقتصادي او اجتماعي وضعې خوابدې دي. د ځینو احصائیو له مخې د عراق په تحصیل کړو ځوانانو کښې د بیکارۍ اندازه له ۴۰ فیصدو زیاته ده. په هم دې وجه د عراق د وروستیو اعتراضونو اصلي لوبغاړي تحصیل کړي او تعلیم یافته ځوانان وو. د روانې اکتوبر میاشتې له اعتراضونو مخکښې د ماسټرۍ او ډاکټریټ ډګریو لرونکو یوه ډله کسانو پنځوس ورځې په بغداد کښې د عراق د لوړو زده کړو د وزارت مخې ته پرلتۍ وهلې وې. پر دې سربیره د عراق خلک له کمزورو او بدو اجتماعي خدماتو سخت خوابدې دي. خلکو څو څو ساعتونه له بریښنا بې برخې وي او د هیواد صحي وضعیت یې هم کمزوری دی او هم داشان د څښلو اوبو ته یې لاسرسی ګران دی.

د اعتراضونو د جوړیدو دویم مهم لامل په عراق کښې موجود پراخ فساد دی. اقتصادي فساد په عراق کښې په یوې نه کنټرولیدونکې ښکارندې بدل شوی دی او د حکومتي بودجې ستره برخه په ځاې د دې چې خلکو ته د خدماتو په برابرولو ولګي، د فسادیانو جیبونو ته ځي. مهم ټکی دا دی چې د عراق حکومت اوس په داسې حال کښې د خیر ښیګړې د خدماتو او په حکومتي نظام کښې د ځوانانو د استخدام ژمنه کړې ده چې هم دا اوس هم په عراق کښې کابو ۵۱ میلیارډ ډالر د تنخواګانو په ورکړې لګي. کارمندانو ته د دې دومره اندازه حقوقو ورکول  د عمراني بودجې د سخت کمي او د عراق خلکو ته د ټولنیزو خدماتو د کمزورۍ د دوام سبب شوې دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

صلحه ایزې مظاهرې ولې او څنګه په پراخ تاؤتریخوالي بدلې شوې؟

په تاؤتریخوالي او تشدد باندې د عراق د خلکو د صلحه ایزو اعتراضونو بدلیدل کورني او بهرني وجوهات لري.

په کورني اړخ کښې حقیقت دا دی چې عراقي ټولنه یوه منسجمه او برابر ټولنه نه ده. د یووالي او پيوستون دغه نشتوالي په عراق کښې د ناکرارۍ او جګړو لاره هواره کړې ده. دغه استعداد تر دې حده ده چې په عراق کښې د داعش مرکزي هسته جوړه شوه.

له بلې خوا د بعثیانو او (الصرخیه) پاتې کسان چې د بهرنیو لوبغاړو له خوا یې ملاتړ کیږي، د عراق په مختلفو سیمو کښې فعال دي او د دغه هیواد ځوانان چې د صدامي استبداد ظلم او بې وزلي یې نه ده لیدلې له حکومت سره مخالفت، هیجاني کړنو او ټولنیزو خرابکاریو ته ټیل وي او دا په عراق کښې د حکومتي ضده اعتراضونو له داخل څخه د بڼه نیولو یوه مهمه وجه ده.

د سړکونو او لاروکوڅو په تاؤتریخوالو د عراق د خلکو د صلحه ایزو اعتراضونو د بدلیدو یوه مهمه وجه د عربستان، امریکې او صهیونیسټي رژیم د درې ګوني چورلیز لاسوهنه ده. په انټرنیټي شبکو کښې د (العراق ینتفض) یعنې (عراقه راپورته شه) هیچټیګ جوړ شو چې څیړنې ښودنه کوي د دغه هیچټيګ ۷۹ فیصده ټویټونه د عربستان له دننې څخه او د روبوټ له خوا لیږل شوې دي. په حقیقت کښې د انټرنیټي شبکو جوړونکو او خاوندانو د عراق د ولسي اعتراضونو په ستر ښودلو او په کورنیو تاؤتریخوالو د هغو په بدلولو کښې مهم رول ولوبوه. په عراق کښې ګڼ امریکايي پوځیان هم موجود دي او ځینو سرچینو د تشدد په لور د اعتراضونو په اړولو کښې د دغو پوځیانو د رول لوبونې خبر ورکړ.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د عراق په کورنیو اعتراضونو او د تاؤتریخوالي په لور یې بوولو کښې د بهرنیو لوبغاړو د مداخلې ډیر علتونه شته دي چې یوه وجه یې د عراق د حکومت له خپلواکه بهرني سیاسته نارضایتي ده. د عراق حکومت په تیره بیا په دې وروستي څه کم یو کال کښې چې عبدالمهدي واکمن شوی دی، وښودله چې د بهرني سیاست په ډګر کښې د فیصلو په کولو کښې د خپلواکۍ په لټه کښې دی. په هم دې لړ کښې د عراق حکومت د امریکې له ایران ضده بندیزونو سره ملګری نه شو، د امریکې د سمندري ټرانسپورټ په امنیتي طرحه کښې شامل نه شو او له سوریې سره د عراق په پوله کښې یې القائم سرحد بیا خلاص کړ.

هم داشان په وروستیو میاشتو کښې په عراق کښې د حشد الشعبي په سنګرونو باندې له حملې وروسته دغه هیواد له روسیې څخه د ایس-۳۰۰ او ایس-۴۰۰ ډوله دفاعي سیسټمونو په شمول د پوځي تجهیزاتو د اخیستو په لټه کښې شو او د عراق د ملي امنیت سلاکار فالح فیاض په هم دې لړ کښې روسیې ته سفر وکړ. له خپلواکه بهرني سیاسته نارضایتي د بهرنیو لوبغاړو په تیره بیا د عربستان، امریکې او صهیونیسټي رژيم د مثلث له خوا په عراق کښې له حکومتي ضده اعتراضونو د ګټه پورته کونې او د تاوتریخوالي په لور د هغو د بوولي سبب شوه. په هم دې لړ کښې په بریطانیا کښې د ایران پخواني سفیر سید جلال سعادتیان وویل: مختلفو سیمو او د خلکو پرګنو ته په خدمت رسونې کښې کمی شته دی خو د عراق  ځینوکورنيو او بهرنيو بهیرونو له دغو کمښتونو ناوړه استفاده وکړه. په دې پړاؤ کښې داسې ښکاري چې لاپیاوړې بهرني بهیرونه وارد شوې دي.

بل عامل، په حشد الشعبي باندې د حملې د عامل په توګه د صهیونیسټي رژیم معرفي ده. په عراق کښې د اعتراضونو له پیلیدو څو ورځې مخکښې وزیراعظم عادل عبدالمهدي د حشد الشعبي د مهماتو په ډیپوګانو باندې د هوايي حملو د څیړنې د کمیټې د کار له ختمیدو وروسته د هغو پایلې اعلان کړې او په رسمي توګه یې صهیونیسټي رژيم د دغې حملې عامل معرفي کړ. حشد الشعبي هم له دې موضوع وروسته وویل چې صهیونیسټي رژيم دې د دغو بریدونو د ځواب په تمه ووسي. دا چاره د عراق په حکومت باندې د دباؤ اچولو او په کورنیو ستونزو باندې یې د متمرکز کولو لپاره یو مهم لامل ګڼل کیږي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د عراق په حکومت باندې د دباؤ اچولو لپاره د دغه هیواد له وروستیو اعتراضونو د بهرنیو لوبغاړو د ګټه پورته کونې یو اصلي دلیل د مقاومت په چورلیز باندې اغیزشیندنه ده. د عراق اعتراضونه د یمن خلاف جنګ کښې د سعودي عربستان له پرله پسې ماتو او هم داشان د اِدلِب د آزادولو په عملیاتو کښې د سوریې د پوځ له بریاؤ سره هم مهاله شول. عربي، عبري او غربي چورلیز دغه ماتې په جلا توګه نه جاجوي بلکې هغه د ایران د اسلامي جمهوریت په مشرۍ د مقاومت د چورلیز په لوړه کچه ویني. په هم دې اساس عراق د مقاومت په چورلیز کښې د درز اچولو او د دغه محور د کمزورې کولو لپاره غوره شو ځکه چې عراق هم له اسلامي ایران سره نزدې اړیکې لري او هم داچې حشد الشعبي ځواک په دغه هیواد کښې مهم موقعیت لري. له دې امله د عراق په وروستیو مظاهرو کښې هم د تیرو کلونو د پیښو په شان د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف او د حشد الشعبي په مخالفت کښې شعارونه ورکړی شول.

په عین حال کښې په عراق کښې وروستۍ مظاهرې د اربعین د ستر لاریون له پیلیدو سره هم مهاله شوې. د اربعین لاریون د مذهب په محوریت سره ترټولو ستره انساني اجتماع ده. دغه لاریون په لویدیځې آسیا کښې د مقاومت د چورلیز یو ډول نرم قدرت دی چې د لاریون کونکو او ګډونوالو شمیر یې هم کال په کال زیاتیږي.

د اربعین د پراخ لاریون د ترسره کیدو مخنیوی د عراق د خلکو د صلحه ایزو اعتراضونو د بې لارې کولو او په تاؤتریخوالو یې د بدلولو یوه اصلي موخه  ده.

او وروستی ټکی دا چې که څه هم دغه اعتراضونه د عراق د حکومت په فیصلو سره بند شول خو بې شکه چې وروستي ولسي اعتراضونه به نه وي او د دغو اعتراضونو د دوام او د بهرنیو لوبغاړو د مداخلې د څرخې لارې لاهم هوارې دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی