Feb 21, 2022 05:49 Asia/Kabul
  • مورنۍ ژبه

ګرانو او قدرمنو دوستانو لکه څنګه چې خبر یئ نن د فرورۍ د میاشتې یویشتمه نیټه، د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده نو په دې اړه مو یوه ځانګړې لیکنه درته راوړې ده، هیله ده چې له لوستلو یې خوند او ګټه واخلئ

مخکښې له دې چې نړۍ ته سترګې رڼې کړو، د مور له خواږه غږ سره آرامه کیږو. د هغې مور چې په خپلې خوږې ژبې سره زمونږ پریشانۍ او اضطرابونه ختموي. سترګې مو چې په دنیا ولګي نو په نرم او لطیف اواز سره راته لالايي یا للو وايي او مونږ قراروي. وړومبنۍ خبرې چې اورو، همهغه ژبه ده چې مور پرې خبرې کوي. مونږ ټول ګام په ګام له هغې ژبې سره اشنا کیږو چې زمونږ وړومبنۍ او مورنۍ ژبه ده.

ژبه له یو بل سره د انسانانو د اړیکې وسیله او د ژوند یوه نه بیلیدونکې برخه ده.

*/*/

نن د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده او که لږ شاته لاړ شو او د دې ورځې تاریخ ولټوو نو له یوې دردونکې پیښې ته رسیږو.

په ۱۹۵۲ میلادي کال کښې د نني بنګله دیش د پلازمینې ډاکه ښار د مختلفو پوهنتونونو محصلینو چې هغه وخت ختیځ پاکستان و او لا خپلواکه شوی نه و، د اردو ژبې ترڅنګ د پاکستان د دویمې ژبې په توګه د بنګالي ژبې د ملي کولو لپاره په دغه ښار کښې صلحه ایزې مظاهرې وکړې. د محصلینو دغه کار په هغوي باندې د پولیسو د ډزو لامل شو او له امله یې یوشمیر محصلین ووژل شول.

د بنګله دیش له خپلواکه کیدو وروسته د محصلینو د دغه حرکت په یاد کښې او د یاد هیواد په غوښتنه، د ملګرو ملتو څانګې یونیسکو په وړومبي ځل په نړۍ کښې د مورنیو ژبو په اهمیت باندې ټینګار وکړ او د ۱۹۹۹ میلادي کال د نومبر په ۱۷ نیټه یې د هر کال د فرورۍ د میاشتې ۲۱ نیټه د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ونوموله. د مورنۍ ژبې ورځ په حقیقت کښې د نړۍ د خلکو د استعمال وړ ټولو ژبو د دودولو، حفاظت او ساتنې لپاره د یوې پراخې طرحې برخه ده چې د ۲۰۰۷ کال د مۍ د میاشتې په ۱۶ نیټه د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ له خوا تصویب شوې ده. په داشان لید سره  له ۲۰۰۰ کال څخه هر کال په زیاترو هیوادونو کښې د ژبنۍ او کلتوري ډول والي په هکله د عامه پوهاوي د زیاتولو په موخه د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ نمانځله کیږي.

*/*/*/*/*/*/*

د کارپوهانو له نظره مورنۍ ژبه د بیلابیلو ټولنو د څرګند او پټ میراث د ساتنې او پراختیا لپاره ترټولو پیاوړې اوزار دی. په بله وینا، ژبه د هغو خلکو د کلتور هنداره ده چې پرې خبرې کوي. مورنۍ ژبه هغه ښکارنده ده چې لکه د یو جاندار مخلوق په شان له خپلو خلکو سره اوسیږي، د خپلې دنیا په بیانولو کښې د هغوي مرسته کوي، په خوا کښې یې وده کوي او بدلون مومي او حتی کله کله مري. خو د هرې ژبې مرګ د انساني کلتور د یوې برخې د مړینې په معنی دی.

د اروپا د وړو ژبو په برخه کښې د فعال خبري سروس یو سرمنشي ډیوډ هیکس  (David Hicks)  باوري دی چې، ژبنې ډول والی د ژوند د مختلفوالي یوه برخه ده. کله چې حیوانات او ځناور له مینځه ځي، زمونږ سیاره تاواني کیږي خو زما په اند که یو وخت نورې ژبې له مینخه لاړې شي او یوازي انګریزي او فرانسوي یا چیني ژبې پاتې شي نو معنا به یې دا وي چې زمونږ دنیا لا غریبه او بې وزله شوې ده.

مورنۍ ژبه د هغه رول په وجه ډیره مهمه ده چې په هویت، ارتباطاتو، ټولنیز ادغام، روزنې او پراختیا کښې یې لري. مورنۍ ژبه یوازې د خبرو ژبه نه ده بلکې د انسان د عاطفې او جذباتو، احساس او ژوند ژبه هم ده. مورنۍ ژبه د انسانانو باطني ژبه ده او د تفکر بهیر وړومبې د هر کس په باطني ژبې روانیږي او بیا یې په ویونکې ژبې ژباړل کیږي.

تحقیقاتو ښودلې ده چې په نفوسي ډلو کښې که دوه ژبي خلکو مورنۍ ژبه ښه زده کړې وي نو مغزه یې د هیجاني معلوماتو او د معنايي ترلاسه کولو په برخه کښې لازیاته توانمني لري.

*/*/*/*/*/

شاید ممکنه وي د مورنۍ ژبې او د کسانو ترمینځ د اړیکو ترمینځ هم یوه اړیکه وموندله شي. په لاساده وینا، مورنۍ ژبه د یوې ټولنې د کسانو ترمینځ د یوې عاطفي اړیکې په رامینځته کولو کښې رول لري او د دغې عاطفي اړیکې او د کسانو د شخصیت ترمینځ پیوستون لیدل کیږي.

د جنوبي افریقې پخوانی ولسمشر او مشهور آزادي غواړی نلسن منډیلا په دې هکله وايي: که له یو کس سره په هغه ژبه چې پرې پوهیږي خبرې وکړئ نو ستا خبرې یې مغزو ته رسیږي خو که ورسره د هغه په مورنۍ ژبه خبرې وکړئ نو ستا خبرې یې زړه ته پرویوزي.

مورنۍ ژبه او د هغې زده کول د هر کس د شخصیت په جوړولو باندې ډیر آثار لري. ژبه پیژاندي، ژواک پیژاندي او ارواپیژاندي په دې باوري دي چې د مورنۍ ژبې آهنګ، رنګ و ښکلا له هغه وخته چې ماشوم د مور په رحم کښې دی، هغه ته منتقلیږي. په بله وینا، د هغه میراث یوه برخه چې نوزیږی یې له ځان سره دنیا ته راوړي، د مورنۍ ژبې یوه ذخیره ده. هم دا وجه ده چې ماشوم د مور او پلار غږ ته ډیر زره او له بل هر کس نه مخکښې غبرګون څرګندوي.

هغو ټولو کسانو ته چې د ماشومانو ساتنه کوي، عمومي او تخصصي سپارښتنه دا ده چې له ماشومانو سره د ارتباط لپاره د آمرانه ژبې پر ځاې له مورنۍ ژبې کار واخلي.

/*/*/*/*/*/*/*

خو نن سبا سیمه ایزې ژبې د نړیوال کیدو په وجه په پراخه پیمانه په نابودیدو دي داشان چې په هرو دوو اونیو کښې یوه وړه ژبه له مینځه ځي. دا په داسې حال کښې دي چې کله چې ژبې له مینځه ولاړې شي، کلتوري ډول والی هم ختمیږي او ورسره به انسانان هغه فرصتونه، دودونه او د فکر او بیان ځانګړې طریقې چې د ښه راتلونکو د جوړولو لپاره ارزښتناکې سرچینې دي، له لاسه ورکړي.

د یونیسکو د تحقیقاتو له مخې، په دنیا کښې له پیژندل شویو کابو ۶ زرو ژبو څخه څه باندې درې زره ژبې د نابودۍ په حال کښې دي. دغه ژبې نن سبا د ډیرو وړو ډلو له خوا کارول کیږي خو تقریباً هیڅ یوه یې د بقا چانس نه لري. په دغو کښې ۹۶ فیصده ژبې د نړۍ په یوازې ۴ فیصده خلکو کښې دود دي. د مثال په توګه د آرام سمندر په پاپوآ ګینه جزیرو څه باندې ۸۰۰ ژبلې شته دي چې ځینې په کښې په څه کم ۲۰۰ تنه نفوسو پورې اړوندې دي. په دغو ټاپوګانو کښې د اوسیدونکو خلکو ټول شمیر ۷ میلیون تنو ته هم نه رسي. له دغو ۶ زرو ژبو څخه یوازې څو سوه ژبې په عمومي برخې او د ښوونې په نظام کښې کارول کیږي او حتی له سلو نه کمې ژبې په ډیجیټل دنیا کښې کارنده توب لري. د نړۍ یوازې ۴۰ فیصده خلک په هغې ژبې روزل کیږي چې پرې خبرې کوي او پوهیږي پرې.

*/*/*/*/*/*/*

په داسې حال کښې چې د یونیسکو په باور باید هڅه وشي چې کومې ژبې چې ډیره پراختیا نه لري، د پراخو او سترو ژبو ترڅنګ د ژوند د دوام چانس ولري. دغه ډول هڅه د قومونو او ملیتونو د کلتوري هویت او فردي شخصیت په جوړیدو کښې د ژبې رول ته په پام سره نړیوال کلتور غوړولې شي. مورنۍ ژبې د انسانانو افکار او هویت جوړوي. مورنۍ ژبه هغه یوازنۍ ژبه ده چې له احساس سره یو ځاې زده کیږي، له هغه  احساس سره چې هیڅ بدیل نه لري. مورنۍ ژبه داسې ده چې د هر کس د ژوند په ډیرو حساسو او یوازې شیبو کښې په غیراختیاري توګه د هغه د شخصیت افکار او ندیښنې په دغې ژبې برابریږي.

مشهور فرانسوي لیکوال الفونس ډوډټ Alphonse Daudet په یوه جمله کښې د مورنۍ ژبې اهمیت ته په اشارې سره وايي: هر ولس چې خپله مورنۍ ژبه هیره کړي، د هغه زنداني کس په شان دی چې د زندان چابي یې ورکه شوې وي.

دا وجه ده چې ویل کیږي هغه ژبني ډول والي ته له احترام پرته چې په ټولو کلتورونو باندې د سمې پوهیدنې لپاره لاره خلاصوي، معتبرې خبرې اترې یا مؤثره نړیواله ملګرتیا نه جوړیږي. د دې موضوع د اهمیت له امله دي چې یونیسکو باوري دی چې  ټول حکومتونه باید مورنۍ ژبې ته پاملرنه وکړي او په اولې یا مورنۍ ژبې باندې ښوونې ته باید له هم هغه ابتدايي کلونو څخه په نظر کښې وساتلې شي.

*/*/*/*/*/*

 په روان ۲۰۲۲ کال کښې د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ (د ګڼو ژبو د یادونې لپاره د ټیکنالوجۍ استعمال، ننګونه او فرصتونه) شعار سره مل ده او په دې لړ کښې په به په ټوله دنیا کښې مختلف کانفرنسونه او ویبنارونه ترسره شي چې په کښې به د ګڼو ژبو د ښوونې په پرمخ بیولو کښې د ټیکنالوجۍ په بالقوه رول او د ښوونې له پراختیا په ملاتړ او د ټولو لپاره د باکیفیته یادونو په ملاتړ به بحث وشي. د دغه انتخاب ډیره مهمه برخه د کرونا وبا ده چې له کابو دریو کلونو راهیسې یې دنیا اغیزمنه کړې ده.

د ویلو ده چې په ټیکنالوجۍ کښې دا وړتیا شته چې د ښوونې او روزنې اوسنيو سترو ننګونو ته رسیدګي وکړي.

ژبه د یو ژوندي مخلوق په شان ده چې د ژوند د لارې په لوړو ژورو کښې له مختلفو حالاتو تیریږي. کله د ترقۍ او شادابۍ په اوج کښې وي او کله د ټولنې د اجتماعي یا سیاسي شرایطو له امله له بدلون سره مخامخیږي او کله کله بیخي له مینځه ځي. د ژبو او لحجو د ساتنې لپاره باید ډیرې هلې ځلې وشي چې په کښې د ژبې احترام او ورته د نورو ژبو د کلماتو او الفاظو د ورننوتو مخنیوی او تر خپله وسه ورته د بدیلو کلماتو جوړول ګټه ور کیدې شي.

*/*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه