مشالونه ۲۴
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i119626
د مشالونو د پروګرام په دې برخه کې د رسول الله مبارک (ص) په سیرت کې  په نهي عن المنکَر یا له بدو په منعې کولو کې د ګفتاري او خبرو کولو د طریقو په اړه   دسره غږیږو
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 11, 2022 14:23 Asia/Kabul
  • مشالونه ۲۴

د مشالونو د پروګرام په دې برخه کې د رسول الله مبارک (ص) په سیرت کې  په نهي عن المنکَر یا له بدو په منعې کولو کې د ګفتاري او خبرو کولو د طریقو په اړه   دسره غږیږو

ګلونو دوستانو سلامونه

د مشالونو د پروګرام په دې برخه کې د رسول الله مبارک (ص) په سیرت کې  په نهي عن المنکَر یا له بدو په منعې کولو کې د ګفتاري او خبرو کولو د طریقو په اړه   دسره غږیږو او د امربالعمعروف او نهی عن المنکر په مختلفو مراحلو کې د ژبې د اهمیت په باب به هم خبرې وکړو. په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ.

  د ژبې حیاتي او کلیدي رول تر دې حده مهم   دی چې رسول الله مبارک (ص) په یوې ښکلې وینا کې فرمایي: « کله چې انسان سهار وکړي  نو ټول اندامونه د ژبې په وړاندې تعظیم کوي او (په خواهش او زاریو) سره وایي؛ زمونږ په اړه د خدای د تقوی خیال وساتي؛ ځکه چې مونږ په تا پورې اړوند یوو: که ته راسته اوسې مونږ به هم راست وو او که ته کږه شې مونږ هم کږیږو»

د پیغمبر دغه خبر په ښېګړو او بدیو کې د ژبې د چورلیزي رول ښودنه کوي. د ژبې کنټرول یا یې سمه استفاده، دکس او ټولنې د اصلاح د سالم سازۍ سبب کیږي. د اسلام پیغمبر، د ژبې ښکلا د انسان سرمایه ګڼله او په خپله به یې له دغه ښکلې پانګې استفاده کوله.

××××

 ډېر ښکلې نصیحتونه هم که په ځای او مناسب نه وي، اثر نه لري او اپوټه نتیجه ورکوي. د اسلام ګران پیغمبر (ص)  به اول فرصتونه جاجول او د  مخاطب ، وخت او ځای په تناسب او د موضوع اهمیت ته په پام سره به یې  خپلو ملګرو ته  په عمومي یا خصوصي توګه پند او نصیحت کاوه.

د بدعتونو په وړاندې د خدای د رسول روده، ټولو مسلمانانو ته عمومي تذکر و. هغه حضرت به اول په خپل عمل سره د ټولو پام ځانته اړوه او بیا  به یې خپل خبره شفافه او رسا هغوي ته بیانوله. هغه حضرت به چې کله له یو ګناهکار کس سره مخامخېده، هغه  ته به یې په عمومي توګه نصیحت کاوه او په دغه عمل سره به یې له هغه غوښتل چې خپلې ګناهانې پټې کړي او فرمایل به یې:« که ستاسو ګناهانې مونږ ته ښکاره شي، الهي سزا به اجرا کړو» دوي په ځینو مواردو کې  په خصوصي او بیله توګه هم کسانو ته نصیحت کاوه او ورته به یې سپارښتنه کوله چې ګناهانې یې پټې کړي. په حقیقت کې د خدای رسول د ګناهانو د پټو ساتلو په سپارښتنې سره، د بدیو  او سپکو کارونو د خپرېدو مخه نیوله او خپل اصحاب به یې د خطا پټولو ته هڅول او د دغه چارې د پراختیا لپاره به یې له هر  فرصته استفاده کوله.

 د خدای رسول د معروف او ښو کارونو د تبلیغ لپاره له هر فرصته استفاده کوله او که یو کس به د نصیحت غوښتونکی و هغه ته به یې په ښه نصیحت سره لارښوونه کوله . یوه ورځ یو سارایي سړی هغه حضرت ته راغی  او وې ویل:  زما لپاره د اسلام قوانین او اصول ډېر زیات دي، داسې یو ټکی رابیان کړه چې  عمل پرې وکړم! پېغمبر وفرمایل:« همېشه دې ژبه د خدای په یاد سره تازه او او تانده ساته»

په حقیقت کې د خدای رسول هغه کس ته د ژبې د ساتلو او د هغه څه د څارلو چې له ژبې یې راوځي سپارښتنه وکړه د یو ماهر ډاکټر په شان چې تر ټولو ښه درمل تجویزوي چې په کارولو سره یې د ښو مسلمانانو په لیکه کې راشي.

حکیم خدای په قران مجید کې د خپل رسول ته د موعظې امر کوي او سره له دې چې ځینو کسانو به همیشه پیغمبر تکذیباوه او له خدای سره به یې شریکان ګرځول، خپل رسول ته امر کاوه  چې له هغوي د مخ په ګرځولو سربېره، پند او نصحیت مه پرېږده چې ښایي همدغه نصیحت هغوي ته ګټه ور ثابت او د ژغورنې سبب یې شي.  پر دې اسا د نساء سورې په درې شپیتم ایت کې  د خدای رسول ته په خطاب کې راغلې دي: «أُولَئِکَ الَّذِینَ یَعْلَمُ اللَّهُ مَا فِی قُلُوبِهِمْ فَأعْرِضْ عَنْهُمْ وَعِظْهُمْ وَ قُلْ لَهُمْ فی أنْفُسِهِمْ قَوْلاً بَلیغاً»، «

 دوي دي چې خدای یې له زړونو خبر دی، ته (ای رسوله) له هغوي مخ واړوه او هغوي ته نصیحت وکړه او په ښکلې او موثره ژبه ورسره خبرې کوه»    

په ژبه تذکر، په امر بالمعروف او نهي عن المنکرکې د ټولو مسلمانانو دنده ده  او که دغه فرهنګ عام شي، د ګناهانو اندازه ډېره راټیټیږي او په ټولنه کې د ښېګړو خوږه وږمه خپریږي. په عین حال کې د دیندارانو سستي په ټولنه کې د ناپاکو کسانو د فعالیت زمینه برابروي او ټولنه مخ په ځوړ ځي.

د خدای رسول وکړی شول  منکر ته د بې پامۍ فرهنګ، بد وبریښوي او د منکر ختمولو فرهنګ دود کړي. په دغه حکایت کې چې بیانوو یې د پیغمبر د خبرې د تاثیر اندازه ښه معلومیږي.

«یوه ورځ هغه حضرت د فهد قبیلې یو کس ولیده چې  خپل غلام یې واه او غلام یا مریي هم خدای ته پناه وړله خو هغه کس هماغه شان ډباوه. ناڅاپه  د غلام نظر په رسول الله مبارک پریوته او وې ویل: محمد ته پناه وړم! سړي غلام پریښوده او نور یې هغه ونه واه. د خدای رسول وفرمایل: کله چې یې خدای ته پناه وړله تا واهه خو کله یې چې محمد ته پناه یوړه تا یې له  وهلو لاس واخسته! څوک چې خدای ته پناه یوسي تر هغه چا چې محمد ته پناه یوسي د پناه موندلو زیات وړ دی» سړي وویل ، دی د خدای د رضا لپاره ازادوم! هغه حضرت (ص) وفرمایل:« قسم په هغه ذات چې زه یې په رسالت مبعوث کړم! که هغه عمل دې په دې کار سره نه وای جبران کړی، پړمخ به په اور کې لوېدلی وای»

د هنري بیان او د ښکلاوو او بدیو له  انځورونې استفاده د رسول الله مبارک یوه ګفتاره طریقه وه. هغه حضرت (ص) د دنیا د ځانګړنو د ښودلو لپاره مختلف مثالونه او تصویرونه وړاندې کول او دنیا به یې له مار، مردارې، خوراک،  او لومې او داسې نورو څیزونو سره تشبیه کوله چې هر یو خپل ځانته ظرافت لري. جابر بن عبدالله انصاري د دنیا په معرفي کولو کې د رسول الله مبارک روده داسې بیانوي:  د خدای پیغمبر د مدینې له یوې پوش (اشرافي) سیمې بازار ته راغی او په داسې حال کې چې خلک پرې راټول وو د یو وري په مړې تنې چې غوږونه یې پرې وو، تېر شو. هغه یې راپورته کړه او وې فرمایل: « په تاسو کې د چا خوښه ده چې دا ورته په یو درهم ورکړم؟»

وې ویل: « دا خو په یوه پیسه هم نه ارزي په دې به څه کوو؟ پیغمبر وفرمایل:« غواړئ چې مفت یې درکړم؟»

وې ویل: په خدای قسم که ژوندی هم و، نو معیوب و ځکه چې غوږونه یې پرې دي او نه مو اخست نو اوس خو لا مړ دی!

هغه حضرت وفرمایل:« په خدای قسم چې دنیا خدای ته ، ستاسو په نزد  تر دغه مردارې زیاته بې ارزښته ده»

 د خدای رسول به چې کله یو منکر ولید نو  خلک به یې ترې داسې خبرول چې د هغې په بدۍ پوه شي. دوی د دې لپاره چې د قیامت نزدې والی خلکو ته وفرمایي، دوه ګوتې خلکو ته وښودلې او وې فرمایل « د دغو دوو ګوتو تر مینځ چې څومره فاصله ده، زما او د قیامت تر مینځ هم دومره فاصله ده» په حقیقت کې پیغمبر د ګوتو له حرکاتو استفاده کوله چې  د قیامت رښتیاوالی او نزدې والی خلکو ته وښیي ، بې له شکه د هغه صحنې انځورول زمونږ لپاره څه اسان کار نه دی خو د هغو کسانو لپاره چې د پیغمبر په محفل کې ناست وو دغه روده ډېره اغیزشیندونکې وه.

بې له شکه  ګناه وړه ګڼل د لا لویو ګناهونو د پيدا کیدو سبب کیږي او که یو کس له ګناهانو سره مبارزه ونه کړي، کبیره او لویې ګناهانې پرې غالبیږي. نقل شوې چې یوه ورځ رسول الله مبارک (ص) په یوې وچې مېرې کې کوز شو او اصحابو ته یې وفرمایل چې خشاک راوړئ. اصحابو وویل چې ای د خدای رسوله په دې ځمکه کې هیڅ نیشته، هغه حضرت وفرمایل: څه مو چې له وسه کیږي رایې وکړئ. اصحاب خواره واره شول او چا چې څومره خشاک ومونده، رایې وړه او د رسول الله مبارک مخې ته یې واچوه. هغه حضرت وفرمایل:«ګناهانې دغه شان راغونډیږي! وویریږئ له هغه ګناه چې سترګو ته وړه ښکاري، هغه وخت چې ټولې راجعه او ولیکل شي»  

*/*/*/*/