لویدیځه آسیا په تیره اونۍ کښې
(last modified Tue, 15 Nov 2022 06:19:01 GMT )
Nov 15, 2022 10:49 Asia/Kabul
  • لویدیځه آسیا په تیره اونۍ کښې

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په ویلو سره (لویدیځه آسیا په تیره اونۍ کښې) د لړۍ د دې اونۍ له پروګرام سره مو په خدمت کښې حاضر شوي یو او د دغې سیمې د مهمو پيښو او بدلونونو جاج اخلو

په تیره اونۍ کښې د اسرائیلو د پارلیماني انتخاباتو د فاینل نتایجو اعلان،

په بحرین کښې په نمایشي او غیرآزادو انتخاباتو باندې اعتراضونه

او هم داشان په سعودي عربستان کښې د ځپنې او د ساډوبونکې فضا زیاتیدا د لویدیځې آسیا مهم بدلونونه وو.

*/*/*/*/*/*

د اسرائیلو له وخته مخکښې پارلیماني انتخابات چې په وروستیو درې نیمو کالو کښې یې پنځم ځل و، د نومبر په اوله نیټه ترسره شول. د فاینل نتایجو له مخې، د نتانیاهو ډلې د پارلیمان له ۱۲۰ څخه ۶۴ څوکۍ ترلاسه کړې. له دغو ۶۴ څوکیو څخه ۱۴ د تندلارو ښي پالو دي. هم دا چاره هم په نیواکي ټاټوبي کښې د یولړ اندیښنو د رامینځته کیدو سبب شوه.

د صهیونیسټي رژیم مشر اسحاق هرټزوګ د دغه هرژیم د پخواني وزیراعظم اسحاق رابین د وژل کیدو د اوویشتمې کلیزې په مناسبت یوې وینا کښې وویل: په اسرائیلو کښې پيچلي سیاسي حالت مونږ له یوې تاریخي ننګونې سره مخامخوي. د انتخاباتو پایلو وښودله چې مونږ په دوو ډلو ویشل شوي یو او له دې وروسته ذمه داري د ټولو سیاسي لوبغاړو په تیرو بیره بیا د هغو کسانو په غاړه ده چې ډیر سیاسي قدرت لري.

د صهیونیستي رژیم پخواني وزیراعظم ایهود اولمرټ هم قدرت ته د نتانیاهو او د کنست (پارلیمان) د افراطي استازي ایتمار بن غفیر رسیدل ډیر خطرناک وبلل. د اسرائیلو د جنګ وزیر بني ګانټس هم وویل چې اسرائیل د تندلاریتوب او تفرقې په لور روان دی.

د لبنان العهد ویب سایټ د صهیونیسټي رژیم په ټولټاکنو کښې د نتانیاهو د ائتلاف د بریا په اړه یو رپروټ کښې ولیکل: د نتانیاهو د ائتلاف کامیابي به کورنۍ شخړې  زیاتې کړي. نتانیاهو به په دې بریا سره وتوانیږي چې یو تندلاری دیني ائتلاف او کابینه جوړه کړي. دا بری پس له هغې ترلاسه کیږي چې هغه وتوانیده خپل سیالان د وزیراعظمۍ له پوسټه لرې کړي. د نتانیاهو راستنیدل د هغو تندلارو ښي پالو د راستنیدو بیانونکی دی چې خپل پروګرام له لیکوډ ګوند سره د ائتلاف له لارې پرمخ بیايي. له دغه ستنیدو سره هم مهاله نتانیاهو دې موضوع ته هم سترګې نیولې دي چې په قدرت کښې پاتې کیدل یې سبب کیږي چې د رشوت اخیستو په وجه له محاکمه کیدو خوندي پاتې شي او خپل سیاسي او شخصي راتلونکی تضمین کړي.          

 */*/*/*/*/*/

په تیره اونۍ کښې د لویدیځې آسیه یوه بله پیښه د بحرین په پارلیماني انتخاباتو باندې اعتراضونه او د هغو په بایکاټولو باندې ټینګار و.

په بحرین کښې پارلیماني انتخابات تیره شنبه ترسره شول چې ډیرو لږو خلکو په کښې ګډون کړی و. بحرین کښې پارلیماني انتخابات په څلورو کالو کښې یوځل ترسره کیږي او وروستي انتخابات هم په ۲۰۱۸ کال کښې ترسره شوې وو. آل خلیفه رژيم دا ځل هم انتخابات ترسره کړل ترڅو د هیواد د پارلیمان لپاره ۴۰ استازي وټاکل شي.

له بحرین څخه د رارسیدلو خبرونو له مخې انتخاباتو په دې پړاؤ کښې د ۷۳ ښځو په شمول ۳۳۰ کاندیدانو پارلیمان ته د رسیدو لپاره په خپلو کښې سیالي وکړه. په عین حال کښې د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې په یادو ټاکنو کښې د راې ورکونکو اندازه له ۳۰ فیصدو کمه وه. په انتخاباتو کښې د خلکو د دغه کم ګډون د وجوهاتو په هکله څو ټکو ته اشاره کولې شو:

وړومبۍ موضوع دا چې د بحرین پارلیماني انتخابات له سره آزادې او سیالیزې ټاکنې نه دي او کوم کاندیدان چې په خپلو کښې سیالي کوي هغه ټول په آل خلیفه رژيم پورې پيئلي کسان وي چې په کښې هیڅ مخالف او منتقد کاندید نه وي. په دې وجه د خلکو له نظره په دا ډول انتخاباتو کښې ګډون هیڅ معنا نه لري.

په انتخاباتو کښې د خلکو د لږ ګډون دویم عامل دپارلیمان په کارکردګۍ پورې اړونده دی. د بحرین خلک بیخي خبر دي چې په دې هیواد کښې پارلیمان د باچا بشپړ مطیع دی او له باچا نه په خپلواکه توګه د فیصلې کولو توان نه لري. په دې وجه په داسې انتخاباتو کښې ګډون چې یوازې د حکومت د سیاستونو د تاییدولو په موخه یو نمایشي پارلیمان جوړ کړي، بیخي بې ګټې کار دی. په هم دې وجه د بحرین خلکو او ځینو سیاسي ډلو د انتخاباتو بایکاټ وکړ او ونډه یې په کښې وانه خیستله.

د بحرین د شیعه مسلمانانو معنوی مشر شیخ عیسی قاسم هم وویل: دا ډول انتخابات نه یوازې د ډیموکراسۍ لامل نه ګرځي بلکې په بحرین کښې د ډیکټاټورۍ د پياوړې کیدو هم لامل کیږي.

په حقیقت کښې ویلې شو چې په انتخاباتو کښې د خلکو د لږ ګډون دریم لامل د دغه هیواد د سیاسي ډلو او مذهبي او مدني مشرانو آګاه سازي ده چې ټولو په یوه خوله وویل چې دغه انتخابات سیالیزه بڼه نه لري او له دې زیات چې د یو پياوړي پارلیمان د جوړیدو سبب شي، یو داسې پارلیمان به جوړ کړي چې د آل خلیفه د سیاستونو تابع به وي او په دې وجه د بحرین خلکو په یادو ټاکنو کښې برخه ونه خیستله.

آل خلیفه رژیم چې کله ولیدل چې خلک په ټاکنو کښې ګډون کولو ته تیار نه دي نو امنیتي ځواکونه یې د خپلو رایو کارولو ته وهڅول. په حقیقت کښې آل خلیفه رژيم په دې وروستیو کښې بهرنیو ښاریزو ته د بحرین د تابعیت په ورکولو او په امنیتي ارګانونو کښې د هغوي په برتي کولو سره یې دغه ځواکونه د داشان ورځو لپاره تیار کړي دي چې په انتخاباتو کښې د خلکو د ګډون د سویې د اوچتولو لپاره ترې کار واخلي.

او د وروستی ټکی دا چې د بحرین تیرو پارلیماني انتخاباتو وښودله چې د خلکو په نظر کښې د آل خلیفه رژيم د رواوالي اندازه ترټولو ټیټ حد ته رسیدلې ده او هم داشان د انتخاباتو نتیجه به هم، لکه څنګه چې د آل خلیفه د نظام ځینو مخالفانو او منتقدانو ویلي دي،  په دغه هیواد کښې به د ډیکټاټورۍ پیاوړتیا وي او د حالاتو د ښه کیدو او په عین حال کښې به د خلکو او آل خلیفه رژيم ترمینځ د واټن د کمیدو سبب به نه شي.

په هم دې لړ کښې په بریطانیا کښې استوګن د بشري حقوقو یو فعال علي عبدالامام وايي: دا انتخابات به هیڅ بدلون رانه ولري. د مخالفانو پرته به مونږ یو سالم هیواد ونه لرو.

*/*/*/*/*/*/*/

په تیرې اونۍ کښې په سعودي عربستان کښې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ بهیر یوځل بیا زور واخیسته.

د بشري حقوقو اروپايي-سعودي سازمان ایشوا کړه چې د ریاض چارواکو د عقیدې په بنیاد د ۱۵ زنداني کړو کسانو د اعدام حکم صادر کړی دی او د دغو احکامو په صادریدو سره په دغه هیواد کښې د مړینې له خطر سره د مخامخ کسانو شمیر ۵۳ تنو ته رسیدلی دی چې لږترلږه ۸ کسان په کښې ماشومان او ځلمیان دي. دغه سازمان هم داشان د عربستاني چارواکو له خوا د ۸ ځلمیانو په شمول د لسګونو زندانیانو د ډله ایزې وژلې په هکله خبرداری ورکړی او ویې ویل چې د مرګ له خطر سره د مخامخ سعودي زندانیانو شمیر حتی د اعلان شویو ارقامو او نومونو ډیر زیات دی او د زیاتره قیدیانو په هکله ډیر معلومات نه لرو.

په دې وروستیو ورځو کښې د عربستان محکمې د ښځو یوه فعاله میرمنه او ډاکټره سلمی الشهاب په ۳۵ کاله او د نوره القحطاني په نامه یوه بله سیاسي فعاله په ۴۵ کاله بند محکومه کړه. سعودي محکمې هم داشان په عربستان کښې استوګنه تیونسي ډاکټره میرمن مهدیه المرزوقي د لبنان له حزب ا... څخه په ملاتړ کښې د یو ټویټ د لیکلو په تور، وړومبې په دوه کاله او اته میاشتې بند محکومه کړه خو بیا یې د خپل حکم په خلاف ورزۍ کولو سره هغې ته د ۱۵ کاله بند سزا واوروله. دغې محکمې هم داشان د یو ورته تور په وجه د اسراء الغمغام په نامه د یوې بلې سعودي فعالې د زندان موده هم له ۸ کالو نه ۱۳ کالو ته زیاته کړه.

په عین حال کښې سعودي قضايي ادارې د ابراهیم الماضي او ناصر المبارک په نامو دوه مدني او د بشري حقوقو فعالان په ۱۶ کاله بند محکوم کړل. سعودي رژیم د عربستان په الاحساء ولایت کښې د العمران ولسوالس شیعه عالم شیخ محمد العباد هم یوځل بیا ونیوه. هغه اووه میاشتې مخکښې د آل سعود له زندانه خوشې شوی و.

د عربستان استیناف محکمې هم د جو بایډن له سفره مخکښې د ځینو مذهبي مبلغانو د آزادۍ په اړه صادر شوی حکم لغو کړ او په زندان کښې د هغوي د ساتلو حکم یې صادر کړ. د مثال په توګه عبدالعزیز عبداللطیف له آزادۍ وروسته په ۲۰ کاله بند او محمد العزي په ۱۵ کاله او ناصر العمر یې په ۳۰ کاله بند محکوم کړ. سعودي قضايي ادارې هم داشان د مسجد الحرام د پخواني ملا امام صالح آل طالب د آزادۍ د حکم خلاف ورزي وکړه او هغه یې په ۱۰ کاله بند محکوم کړ. هم داشان د ابراهیم الناصر په نامه اسلامي مبلغ حکم یې له ۳ میاشتو نه په ۳ کالو او بیا یې په ۱۵ کاله قید بدل کړ.

د دغو ناعادلانه احکامو او په سعودي عربستان کښې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ د زیاتیدو په هکله مختلف وجوهات موجود دي. د بشري حقوقو د اروپايي-سعودي سازمان مرستیال مشر عادل السعید وویل: د عربستان قضائیه قوه خپلواکه نه ده بلکې سعودي باچا او ولیعهد ورڅخه د خپلو مخالفانو او سیاسي نظر خاوندانو د ځپنې لباره د یوې لوبتکې او سرپوښ په توګه کار اخلي.

هغه د زندانیانو د بند د مودې د بې مخینې زیاتوالي د وجوهاتو او عواملو په هکله هم وویل: له دغه اقدامه د بن سلمان موخه په سعودي ښاریزو کښې د ویرې او ترهې زیاتول دي ترڅو په روان پړاؤ کښې د هغوي د نظر څرګندونې مخه ونیسي او په نزدې راتلونکي کښې د دوي په هیڅ ډول کیدونکې پریکړې باندې اعتراض ونه کړې شي.

له دې مخکښې هم په عرب ټاپو وزمه کښې له بشري حقوقو د دفاع کمیټې عربستان «د رعب او اعدام هیواد» بللی و او په دغه هیواد کښې به تیره بیا د سیاسي زندانیانو او د مدني او بشري حقوقو د فعالانو خلاف د قتلِ عام د نوې څپې  په هکله یې خبرداری ورکړی و.

*/*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

لویدیځه آسیا په تیره اونۍ کښې

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په ویلو سره (لویدیځه آسیا په تیره اونۍ کښې) د لړۍ د دې اونۍ له پروګرام سره مو په خدمت کښې حاضر شوي یو او د دغې سیمې د مهمو پيښو او بدلونونو جاج اخلو

*/*/*/*/*/

ټیګونه