ملګروملتونو د روسیې لخوا د اوربند هرکلی وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په بشر دوستانه چارو کښې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفتس د یواړخیزه اوربند په اعلانولو کښې د روسیې اقدام په جنګ ځپلیو سیمو کښې خلکو ته د بشر دوستانه مرستو د رسولو لپاره یوه فرصت وباله.
هغه وویل دغه اوربند د هغو کسانو لپاره چې د جنګونو په دلیل مرستو ته لاسرسی نلري د ضروري مرستو د استولو لپاره یو فرصت برابروي.
د روسیې پوځ له پرون ورځې څخه تر نن شپې پورې د جنګ په ټولو کرښو او میدانونو کښې یواړخیزه اوربند اعلان کړی دی.
اوکراین د ارتوډکس مذهب د پیروانو د کرسمس په مناسبت د شپږدیرش ساعته اوربند لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین وړاندیز رد کړ او ویې ویل تر هغه وخته چې روسیه خپل عسکر له نیواکي سیمو ونه باسي اوربند به ټینګ نشي.
په عین حال کښې د روسیې د ملي امنیت د شورا مرستیال دیمیتري مدودف هم پرون د اوکراین لخوا د اروبند ردولو ته په غبرګون کښې وویل په کرسمس چټیانو کښې د عیسي علیه السلام د مینې لاسونه د اوکراین په لور وغځیدل خو د اوکراین مشرانو هغه رد کړل.