بریتانیا د اوکراین د جنګ د زیاتولو هڅه کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک د اوکراین په جنګ کښې د لندن د لاسوهونکي کړچار په دوام کښې وویل د اوکراین پوځيان د جنګ په پلمه د انګلستان له ټانکونو څخه د استفادې لپاره روزنه کوي
اروپايي او لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکا د روسیې پرضد د بایکاټونو په زیاتولو او اوکراین ته د ډول ډول درنو او سپکو پرمختللیو وسلو په ورکولو سره نه یوازې د اوکراین د جنګ د ختمولو لپاره کوم اقدام ونکړ بلکې له مخکې څخه زیات یې د جنګ د زیاتولو هڅه کړي ده.
د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک پرون د اوکراین په جنګ کښې د لندن د لاسوهونکي کړچار په دوام کښې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره په ټيلي فوني خبرو کښې وویل د بریتانیا له چینلجر دوه ډوله ټانکونو څخه د استفادې لپاره د اوکراین پوځیانو ته روزنه ورکول پیل شوي دي.
له امریکا وروسته بریتانیا دوهم هیواد دی چې د اوکراین د جنګ له پیلیدا راهسې یې د اوکراین له پوځي سره تر ټولو زیاتې پوځي او مالي مرستې کړي دي.