روسیې د داعش په پټنځاې برید وکړ
د روسیې جنګي بیړو په سوریې کښې د داعش ترهګرې ډلې حملو ته په ځواب کښې د سوریې په شمال کښې د دغه ټروریسټي ډلې یو پټنځای تباه کړ.
اسپوتنیک خبري اژانس نن راپور ورکړ د روسیې جنګي کشتیو چې د سوریې په سواحلو کښې یې لنګر اچولی دی په توغندیو سره د سوریې په حمص او حماه ولایتونو کښې د داعش ترهګرې ډلې په پټنځایونو بریدونه وکړي چې له کبله یې بیا د دغه ترهګرې ډلې یو پټنځای ړنګ شو.
په عین حال کښې د روسیې سرچینو ټينګار کړی دی چې امریکا د سوریې په ختیځ ، شمال او جنوب ختیځ سیمو کښې د داعش ترهګرې ډلې نوي ملاتړونه پیل کړي دي.
رسنیو په تیرو څو اونیو کښې د سوریې له بیلابیلو برخوڅخه د داعش ترهګرې ډلې د حملو د زیاتولو خبر ورکړی دی.
امریکا له بریتانیا، جرمني ، فرانسې ، سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو، بحرین ، اردن او اسرائیلو وغیره سره یوځاې په سوریې ، عراق او ټوله نړۍ کښې له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي او استخباراتي او لاجیسټیکي مرستې کوي.