د اسرائیلو حکومتي ترهګرۍ ته د ایران غوڅ غبرګون
(last modified Tue, 23 Jan 2024 05:17:52 GMT )
Jan 23, 2024 09:47 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو حکومتي ترهګرۍ ته د ایران غوڅ غبرګون

د نوي میلادي کال په شپه د عراق په اربیل کښې د اسرائیلو د پوځ د استخباراتي ادارې په ۸۲۰۰ یونټ باندې په ډرون حمله کښې د دغه رژيم درې جاسوسي افسران ووژل شول.

د نوي میلادي کال په شپه د عراق په اربیل کښې د اسرائیلو د پوځ د استخباراتي ادارې په ۸۲۰۰ یونټ باندې په ډرون حمله کښې د دغه رژيم درې جاسوسي افسران ووژل شول.

په دې اړه یوه ځانګړې لیکنه درته وړاندې کوو، هیله ده چې د پام او استفادې وړ مو وګرځي.

*/*/*/*/*

۸۲۰۰ یونټ د  (آمان) په نامه د اسرائیلو د پوځي اطلاعاتو د سازمان د ټولګې برخه ده. دغه یونټ د پټو خبرو د اوریدو، د کمپیوټرو د کوډونو د خلاصولو، د سایبري جنګ او دفاع، د ډول ډول کمپیوټر وایرسونو او د هر هغه څه د جوړولو ماموریت درلود چې د جاسوسۍ، د اطلاعاتو د راغونډولو یا د تخنیکي تجهیزاتو په کارولو سره نورو هیوادونو ته د تاوان رسولو په کار کښې استعمالیږي. د ۸۲۰۰ یونټ د جوړولو وجه، په ۱۹۷۳ کال کښې د یوم کیپور په جنګ کښې د صهیونیسټي رژيم استخباراتي ماتې وه.

د ۱۹۷۳ کال د جنګ له پیلیدو یوه ورځ مخکښې د «آمان » د هغه وخت مشر جنرال ایلی زیرا، د صهیونیسټي رژیم مشرانو ته په وړاندې کړي اټکل کښې په اسرائيلو باندې د عربانو د حملې او د جنګ کیدو احتمال ناممکن وباله. په دریم ځل د دغې سترې تیروتنې وروسته د سیګنالي اطلاعاتو د رغونډولو یونټ (آمان) دوباره سم کړی شو او په نتیجه کښې يې په «آمان» کښې «۸۲۰۰» نومې یونټ جوړ شو.

ویل کیږي چې ۸۲۰۰ یونټ د ځواکونو د شمیر له نظره د اسرائیلو په دفاع وزارت کښې ترټولو ستر یونټ دی داشان چې د دغه رژيم له هوايي ځواک نه پس د صهیونیسټي رژیم د پوځ ترټولو ستر یونټ هم دا ۸۲۰۰ یونټ دی. د دغه یونټ زیاتره غړي ډیر کم عمره دي او معمولاً له ۱۶ نه تر ۱۸ کالو پورې عمرونه لري.

*/*/*/*/*/

د ډیفنس نیوز (Defense News)، د خبر له مخې، اسرائیلو له ۲۰۰۳ کال راهیسې د لیسو زرګونه زده کوونکي په ۸۲۰۰ یونټ کښې په کار ګمارلي دي. کوم کسان چې په ۸۲۰۰ یونټ کښې ګمارل شوي دي، په عرب نړۍ کښې د نفوذ او د صهیونیسټي افکارو د دودولو او د هغوي د کلتور او اذهانو د زهرجن کولو او هم اخلاقي، انساني او عقیدتي ارزښتونو ته یې د تاوان رسولو په لړ کښې کار کوي او په حقیقت کښې دغه یونټ یو سایبري لښکر جوړ کړی دی ترڅو په مجازي فضا او انټرنیټ کښې ځانګړي اهداف تعقیب کړي.

همدااوس د ۸۲۰۰ یونټ سلګونه غړي د نړۍ په مختلفو هیوادونو کښې د انټرنیټ د استعمالوونکو په جامه کښې د پروپاګنډا جوړولو، د نړۍ د خپلواکه مشرانو د شخصیتي ټرور، د مذهبي او سیاسي نښتو د جوړولو او هم داشان نورو کړنو بوخت دي. د ۸۲۰۰ یونټ ځواکونه چې زیاتره د انفارمیشن ټیکنالوجۍ د برخې ماهران دي، د اسرائیلو د پوه بنسټه شرکتونو په جوکاټ کښې فعالیت کوي. د دغه یونټ ځواکونه د پوځي خدمت(عسکرۍ) له ختمولو وروسته خپلې تجربې د پرائیویټ شرکتونو د جوړولو په ډګر کښې استعمالوي او د دغو شرکتونو د جوړولو له لارې هم د اسرائیلو پوځ ته یولړ خدمات وړاندې کوي.

دغه یونټ د امریکې د استخباراتي ادارو په شان د نړۍ ټولې مکالمې او ټیلیفوني خبرې اترې اوري. دغه ډول اوریدنې ډیره موده د پیګاسوس میل ویر یا بدافزار په مرستې سره ترسره کیدې.

*/*/*/*

لومونډ ډیپلماټیک ورځباڼې په ۲۰۱۰ کال کښې ایشوا کړه چې ۸۲۰۰ یونټ د نقب په نامه د اسرائیلو په سویلي صحرا کښې، یوه ستره اډه جوړه کړې ده. د دغې پراخې استخباراتي شبکې مسئولیت د ټیلیفوني تماسونو اوریدل او د ایمیلونو وغیره څارل دي که هغه له هر ځایه وي. افریقا، آسیا، مینځنی ختیځ او حتی اروپا او حتی په سمندرونو کښې چلیدونکې کشتۍ هم د دغې اډې له لاسرسۍ بهر نه دي.

۸۲۰۰ یونټ د نړۍ په مختلفو هیوادونو کښې د اسرائیلو ټولې سفارتخانې څاري او د خپلو جاسوسي عملیاتو لپاره د ګلف سټریم امریکايي شرکت له سنبال جیټونو څخه ګټه پورته کوي.

د اسرائیلو پوځي او امنیتي کارپوه، لیکوال او جرنلسټ یوسي ملمن وايي، په اسرائيلو کښې هیڅ داسې استخباراتي عملیات نشته چې ۸۲۰۰ یونټ په کښې شتون ونه لري او له اسرائیلو پهر په هرو پوځي عملیاتو کښې هم استخباراتي کوریج، د ۸۲۰۰ یونټ له خوا کیږي. د ۸۲۰۰ یونټ رول، اوریدل او د خطر د شتون په هکله د اسرائیلو ځواکونو ته خبرداری ورکول دي.

*/*/*/*/

د ۸۲۰۰ یونټ د دغې کارکردګۍ او موقعیت سره سره، دغه یونټ چې د اسرائیلو ترټولو پټ پوځي او استخباراتي یونټ دی، د مقاومت له سترګو پټ نه دی پاتې شوی. د ۲۰۱۸ کال په اپریل میاشت کښې د صهیونیسټي رژيم پوځ، حمص سیمې ته څیرمه په (ټي-۴ T-4) اډه کښې د سوریې د پوځ سنګرونه پّ څو توغندیو وویشتل چې له امله یې په دغې اډې کښې څو ایراني صلاحکاران شهیدان شول. د سوریې د پوځ په سنګرونو باندې د صهیونیسټي رژیم له دغو حملو یوه میاشت وروسته، د جولان په نیواکي غونډیو کښې د اسرائیلو د پوځ سنګرونه په لسګونو راکټونو وویشتې شول. په دغې راکټي حملې کښې لس مهم پوځي هدفونه په نښه شول چې یو په کښې د اسرائیلو د پوځ ۸۲۰۰ یونټ و. د ۲۰۲۲ کال په مارچ کښې هم د ایران وسله والو ځواکونو په اربیل کښې په موساد پورې اړونده دوه پرمختللي ټریننګ سنټرونه په بالسټک توغندیو وویشتل.

په دې تیرو ورځو کښې جروزالم پوسټ ورځپاڼې خبر ورکړ چې د ۲۰۲۳ کال د دسمبر په ۳۱ نیټه چې د نوي میلادي کال د پيلیدو شپه وه، د عراق په اربیل کښې د صهیونیسټي رژیم د پوځ د استخنباراتو د ۸۲۰۰ یونټ اډه د یوې ډرون الوتکې په وسیله په نښه شوه. د دغه رپورټ مطابق، د ۸۲۰۰ یونټ اووه غړي د نوي میلادي کال د جشن لپاره د اربیل په صلاح الدین نومې تفریحي سیمې کښې راغونډ شوي وو چې په هغوي هم برید وشه. په دغې حملې کښې د یاد یونډ ۳ استخباراتي افسران وژل شوي او ۴ نور ژوبل شول.

رسنۍ له دغې حملې ډیرې خبر نه شوې خو دغه برید د اسلامي انقلاب سپاهِ پاسداران کړې ده.

*/*/*/*/*

د ۸۲۰۰ یونټ خلاف حملې یو ځانګړی اهمیت لري. لکه څنګه چې وویل شول، ۸۲۰۰ یونټ د صهیونیسټي رژیم یو ډیر ستر یونټ دی چې په بشپړه توګه استخبارتي کار کوي. د ۸۲۰۰ یونټ کار اوریدل او د خطر د شتون په هکله خپلو ځواکونو ته خبرداری ورکول دي. په عین حال کښې د مقاومت د چورلیز له خوا په دغه یونټ باندې په کراتو حملې شوې دي. په دې وجه ویلې شو چې د ۸۲۰۰ یونټ په نښه کیدل، اطلاعاتي اهدافو ته په رسیدو کښې د هغه د ماتې په معنا دي. په دې وجه په ۸۲۰۰ یونټ باندې برید او د هغه د یوشمیر افسرانو وژل کیدل  د صهیونیسټي رژیم لپاره یوه ماتې ګڼله کیږي.

یو بل ټکی چې په ۸۲۰۰ یونټ باندې په حملې او له دغو بریدونو سره په مقابله کښې د یاد یونټ ناکامي څرګندوي، د طوفان الاقصی عملیاتو د معلومولو یا یې په اټکل کولو کښې د صهیونیسټي رژیم ماتې ده. دغه رژيم په طوفان الاقصی عملیاتو کښې هم له سترې حیرانتیا او استخباراتي ماتې سره مخامخ شو. په اربیل کښې په ۸۲۰۰ یونټ باندې وروستۍ حمله چې د غزې د جنګ په منځومان کښې وشوه، د صهیونیسټي رژیم لپاره یوه بله ماتې ګڼله کیږي او د دغه رژيم اطلاعاتي کمزورتیاوې په ډاګه کوي.

دریم مهم ټکی هم دا دی چې د ۸۲۰۰ یونټ خلاف وروستۍ حمله د غزې د جنګ په دوران کښې او د مقاومت د قومندانانو په تیره بیا په سوریه کښې د ایران د جګ پوړي پوځي صلاحکار سردار سید رضي موسوي خلاف له ترهګرو اقداماتو وروسته وشوه. د ایران اسلامي جمهوریت په تیر ۱۰۰ ورځو کښې صهیونیسټي رژيم ته په کراتو په زغرده خبرداری ورکړی و چې د جنګ دوام او همداشان ترهګر اقدامات، د دغه رژیم لپاره ډیرې بدې او جدي پایلې لرلې شي او د سیمې په سویه د جنګ د پراخیدو لامل کیدې شي.

د نړیوالو چارو کارپوه محمد مرندي وايي: کومې حملې چې ایران وکړې، هغه هم د موساد د دفترونو د ویشتلو د ترهګرو تشکیلاتو د هدف ګرځولو لپاره وې او هم امریکې او اسرائیلو ته د دې پيغام لیږلو لپاره چې دا شخړې به له نورو زیات، خپله دوي ته تاوان ورسوي.

او وروستی ټکی دا چې لرې نه ده کومې حملې چې د ۸۲۰۰ یونټ خلاف وشوې او صهیونیسټي رژيم ورسره په مقابلې کښې ماتې وخوړله، له امله یې تل ابیب یوځل بیا په خپلو استخباراتي سازمانونو کښې بیاکتنه وکړي. پر دې سربیره، د ۸۲۰۰ یونټ او موساد په شمول د اسرائیلو د استخباراتي سازمانونو خلاف حملې د دې نښه ده چې د ایران اسلامي جمهوریت او د مقاومت چورلیز، دښمنانو په تیره بیا صهیونیسټي رژیم ته د سخت تاوان رسولو لپاره ډیر پوځي او اطلاعاتي قابلیت لري.

*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی