Feb 05, 2024 14:39 Asia/Kabul
  • ؛ د بادو پیمانه ؛د اسرائيلو په باب لس مشهور دروغ(6) – ( دوهمه برخه)

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والوپه دې شیبو کې د بادو پيمانې لړۍ د شپږم مطلب له نننۍ دوهمې برخې سره چې د اسرائيلو په باب د لسو مشهورو دروغو نومې کتاب په باب ده،ستاسو په خدمت کې دی،هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي.

  دوستانو ددغې لړۍ په مختلفو برخو کې پر هغو شیانو ارزونه کوو چې ډيری فکر کوي،رښتیا دي،خو داسې نه ده.ددغې لړۍ په تیر مطلب کې مو چې د شپږم مطلب لومړۍ برخه وه،  د صهیونزم یوه بله جوړه شوي افسانه هم وارزوله.داسې افسانه چې صهیونیسټان وائي،هغه شپږ ورځنی جنګ چې د 1967کال په جون کې د اسرائيلو او د مصر،سورئې،اردن اوعراق عربو هیوادونو ترمینځ ددغې میاشتې له پنځم تر لسمې نیټې پورې وشو،د فلسطینیو رهبرانو دسخت ګیرۍ او سختئ په وسیله ضروري ؤ .

نو ددغه په زړه پورې او البته د یوې جالبې کیسې په دوام کې د شپږم مطلب په لومړنۍ برخې  کې ددغه کتاب لیکوال ایلان پاپې  په دې باب وائي ؛په ۱۹۶۰کال کې کله چې د سورئې او نیواکي فلسطین په پولې کې  تاؤتریخوالی زیات شو،او په ډيپلوماټيک ډګر کې څه پرمختګ نه ترسترګو کید،نو د مصر د وخت ولسمشرجمال عبدالناصر په یوې بلې سټراټژۍ پسې شو . دغه سټراټژي دپولې تر آخره تلل او د جنګ پیلیدا وه .

ایلان پاپې بیا په دوام کې وائي؛ عبدالناصر د پوځي ځواک یوه برخه د سینا ټاپو وزمې ته ولیږله.هغه ځاي چې د هغې موافقې په اساس چې د ۱۹۵۶کال جنګ ئې پاي ته ورساوۀ، ټاکل شوې وه،یوه غیرپوځي سیمه شي.ملګروملتو په ۱۹۶۰کال کې په دې باب غبرګون و ښود. بن ګوریّن څو کاله وروسته په ۱۹۶۳کال کې د سیاست ډګر پریښود او د عبدالناصر د سیاستون وپرمخ تلو لپاره لازیاته صحنه برابره شوه.د پيښې د ملنډې برخه دلته ده چې دبن ګوریّن له وتلو وروسته وه چې د لوي اسرائيل نومې لابئ دخپل ورپسې ګام پلانونې ته مخه کړه.ترهغه وخته د بن ګوریّن د آبادۍ پیژندنې اندیښنه د لویدیځي غاړې د نیولو  خنډ شوې وه.

له ۱۹۶۳کال څخه د اسرائيلو د پوځي کارپیژاندو یوې ډلې یو مفصل دستور العمل برابر کړ چې د فلسطین د نیواک فرصت ئې ورکاوۀ. دغه دستورو العمل د ټولنې د ژوند په ټولو حوزو کې،پوځ ته مطلق قدرت ورکاوۀ.د هغه کال په اوړي کې،په سورئې کې پوځي کودتا وشوه. د سورئې نوي رژيم د اردن سین له اوبو او د هغو له پایپونو څخه د استفادې لپاره د اسرائيلو  له پروژو سره ډغره ووهله.دوي د یوې پروژې په اجرا سره، د سین اوبه خپلې لارې ته و ګرځولې.د اسرائيلو پوځ دغه نوي پروژه بمباري کړه چې وخت په وخت دهوائي ډغرې سبب شوه.

         د ۱۹۶۷کال په اپریل کې د اسرائيلو او سورئې په پولو کې  تاؤتریخوالي تر ټولو لوړ حد ته و رسیدل.اسرائيلو د جولان په لوړو کې د سورئې پر پوځیانو یوه حمله وکړه،داسې حمله چې د اسرائيلو  د پوځ د لوي درستیز اسحاق رابین په وینا، پلان شوې وه څو دسورئې سپکاوي وکړي. په دې وخت کې وه چې اسرائيلو خپله ټوله هڅه وکړه څو عربی نړۍد جنګ په لور وکاږي او بریالي شول.

په حقیقت کې  اسرائيلو له دغه جنګه،په ۱۹۴۸کال کې د لویدیځي غاړې د نه نیواک  د ؛تاریخي بدې تیروتنې؛د اصلاح لپاره د تاریخي فرصت په توګه استفاده وکړه.

د جون د پنځمې د سهار وختي جنګ د مصر په هوائي ځواک،هوائي ډګرونو او د الوتکو په ګیراجونو باندې د اسرائيلو په حملې سره پیل شو.داسې چې دغه پوځ په بشپړ ډول له مینځه لاړ.جنګ په هماغې ورځې،په سورئې،اردن او عراق کې په ورته حملو سره  دوام وکړ. اسرائيلي ځواکونو همداراز په غزې تړانګې او د سینا په ټاپو وزمې هم یرغل وکړ او په څو ورځو کې سویز اوبلارې ته ورسیدل او ټوله ټاپو وزمه ئې ونیوله.دغو نیواکګریو، اسرائيلي سیاستوالان په سورئې کې د جولان د لوړو د غصبولو لپاره هم وسوسه کړل.

د جنګ وروستۍ ورځې،اسرائيلو د جولان لوړې ، لویدیځي غاړه ، غړې تړانګه   او د سینا ټاپو وزمه هم ونیوله..

درسته اسرائيلي ټولنه  په مذهبی لمسوَنو سره،د یهودیّت دمقدسو ځایونو د ازادونکي موعد پالنې پلان سره ګروهمن شوي وو.داسې چې یروشلم  هم ټاکل شوې وه د؛لوي اسرائيل؛ د نوي تاج ملغلره شي.زوړپال او کیڼ پال صهیونیسټان او په اسرائيلو کې د اسرائيلو ملاتړي هم ددغه لیونتوب ګروهمن  شول  او دغې قضیې ته ئې پښه  وَروُږده  کړه.

له بل پلوه د دوي له نیواکه سملاسي وروسته د غزې تړانګې او لویدیځي غاړې د پریښودو لپاره ئې هیڅ نیّت نه درلود.په حقیقت کې اصلا دهغه ځاي د پریښودو لپاره ئې هیڅ ګروهنه  نه درلوده. دا د ۱۹۶۷ کال د بحران د لازیاتیدا او د یوه بشپړ سنبال جنګ د سبب کیدا  په اړه ئې د اسرائيلو د مسئولیّت لپاره یو بل اثباتی  دلیل  ګڼل کیدلی شي.

   ایلان پاپې د خپل کتاب  او د ۱۹۶۷کال  له شپږورځني جنګ سره د اړونده بدلونونو په دوام کې ،داسرائيلیانو یوې ناستې ته اشاره کوي، داسې غونډه  چې لا ددغې غونډې  ایجنډا لا ایشوا شوې نه ده. پاپې وائي  ؛     په دغې غونډې کې ټوله یهودي او سیاسی پرګنې  موجودې وې.داسې حس چې انسان ته ددغه رژيم د ایجنډې له لوستلواحساسیږي،دا دی چې وزیران پوهیدل  پخپلې ټولنې کې د یوې پراخې اجماع  نماینده دي،هغه شی چې دغه عقیده ئې پیاوړي کوله،یوه په زړه پورې تجروبه وه چې اسرائيل ئې له بریښنا تیزې حملې وروسته چې یوازې شپږ ورځې  اوږده شوه،راګیر کړي وو. ډيری سیاستوالان  له ۱۹۴۸کال څخه   ددغو شیبو په تمه وو،د لویدیځي غاړې نیولل  حتی له ۱۹۴۸ کال څخه  د صهیونزم یوه  موخه وه او د صهیونزم  د پروژې له کلی موخو سره ئې سمون خوړۀ.داسې  چې اسرائيل  په ترټولو کمو فلسطینیانو سره د فلسطین له خاورې ترټولو زیات ممکن حد پورې د نیولو غوښتونکي وو.: 

ایلان پاپې په دوام کې توضیح ورکوي ؛هغه اجماع،  دپوچې بریا هغه سرخوشي، د مونږ لپاره تشریح کوي،چې ولې د اسرائيلو ورپسې یوه  کَس هم حتي  له هغې فیصلې چې وزیرانو کړې ده ، لږشان هم منحرف نه شول.هغه لومړنۍ فیصله چې  دغو وزیرانو کړې ، دا وه چې وې وئيل، اسرائيل له لویدیځي غاړې پرته  هیڅ موجودیّت نشي درلودلی ، نو هیڅکله  باید له دغې سیمې شاتګ ونشي .

دوهمه فیصله دا وه چې د  لویدیځي غاړې او غزې تړانګې  فلسطیني اوسیدونکي به،ددغه هیواد په ترکیب کې د اسرائيلي تابعیّت لرونکو او د اسرائيلو ښاریزو په توګه ورځای نشي . د اسرائيلو لپاره و اضحه وه چې دغه کارونه سبب کیږي،د لویدیځي غاړې او غزې تړانګې اوسیدونکي د بشر  د بنیادي حقوقو او مدني بنیادي حقوقو  له درلودلو پرته  خپل ژوند ته دوام ورکړي.

             ورپیسې  پوښتنه چې رامینځةکیدله دا وه چې د اسرائيلو پوځ  ترکومه  فلسطیني میشته سیمې  په پوځي بڼه په نیواک کې ساتي؟،قعطا هغه ځواب چې زیاتره وزیرانو په ذهن کې درلود او اوس هم د اسرائيلي رژيم ځواب دی،  دا  ؤ؛؛ د اوږدمهالې مودې لپاره .

دریمه فیصله  د  سولې له بهیر سره اړوندیدله. نړیوالې ټولنې  تمه   درلوده ، اسرائيل هغه سیمې چې ئې غصب کړي دي،د سولې په مقابل کې فلسطینیانو ته بیرته وګرځوي. شاید اسرائيلو غوښتل له مصر سره د د سینا ټاپووزمې  د راتلونکي په باب او له سورئې سره د جولان د لوړو په باب  خبرې اترې وکړي ،خو  د غزې تړانګې او لویدیځي غاړې په باب   ئې  دخبرواترو  هیڅ نیّت نه درلود.

یو اسرائيلي شخصیّت ډِن باؤلي  پخپل کتاب کې راپور ورکوي ، چې د لویدیځي غاړې په باب خبرواترو ته نه ګروهنه ، د اسرائيلو د سیاست ترټولو غوره  برخه  ده . یو داسې سیاست  چې تر اوسه پورې هم شته دی .

Image Caption

 

هغه شی چې اسرائيلیانو  ایجاد کړی ،د سولې په باب خبرې  او سازباز ؤ ، یعني له یوه پلوه ئې د سولې په باب خبرې شروع کړې او له بل پلوه  او پر  مځکني واقعیّت ئې ، داسې اقدامات چې  سوله ئې ماتوله ، پراخ  کړل.

پاپې همداراز  په دوام کې مخاطبان د ځينو بنیادي پوښتنو  په وړاندې درو.  وائي ، مخاطبان حق لري  وپوښتي ، چې آیا د سولې پلویانو کوم کیمپ نه درلود چې  واقعا  په سولې پسې شي  ؟ په  حقیقت کې  هو! داسې کیمپ موجود ؤ، خو دغه ډله خلک  تل کم  او څنډې  کې وو. په اسرائيلو کې فیصلې د سیاستوالو ،جنرالانو او سټراټژيسټو  مرکزي ډلې په وسیله  غوره کیږي  چې   عمومی بحثونو ته هیح توجه نه لري.پر مځکې د دوي ترټولو حیاتي اقدام ، په غزې او لویدیځي غاړې کې د یهودمیشته ښارګوټو جوړول  وو.  ددې په ترڅ کې  په ورپسې کلونو کې ئې پراختیا ته ژمنتیا . اسرائيلو  په پیل کې ددغو ښارګوټو د جوړیدا ځاي  په هغو ځایونون کې وټاکۀ، چې  هلته  د فلسطینیانو آبادي تیت پرکه وه. خو بلاخره  وزیران  او پلانونکي د موعود پالو مهاجرو غورځنګ دباؤ ته تسلیم شول او یهودیان ئې د فلسطین میشتو سیمو په مینځ کې هستوګن کړل.

********************** 

  راځئ  د فلسطین د قربانیانو له نظره، له ۱۹۶۷کال څخه د اسرائيلو د واقعي موخو او مقصدونو  په باب کشف او قضاؤت ته یوه ځغلنده کتنه وکړو.له نیواک وروسته اسرائيلو د غزې تړانګې او لویدیځي غاړې فلسطینیان په ځينو ناممکنو او نه زغمونکو شرائطو کې محدود کړل. فلسطینیان نه کډوال وو، نه ښاریز،او هماغه شان اوس هم دي .ځاي فلسطینیان،  په یوه لوي زندان کې وو او اوس هم همداسې ده چې په هغه کې نه  له مدني حقوقو برخمن دي او نه هم له بشری حقوقو او نه  کوم په وړاندې کوم راتلونکی لري.دنیا هم  په دغه وضعیّت سره ورسره چلند کوي .ځکه اسرائيل ادعا کوي دغه وضعیّت موقتي دی.یوه داسې ادعا چې  ترکلونو پورې  ورسره هیڅ مخالفت نه دی شوی.

 همداوس هم اسرائیلو همدااوس د فلسطینیانو دریم نسل په مختلفو آوزارونو او رودو سره  زنداني کوي او دا؛لوي زندان؛د یوه موقته واقعیّت په توګه چې د تش په نامه سولې به ئې تعبیر کړی،انځوروي .

د فلسطینیانو په دغه تفسرولو سره څه کار کولی شي؟د اسرائيلیانوپيغام په بشپړ ډول روښانه دی.که فلسطینیان د خپل هیواد په باب له خپلې خوا د مالکیّت له سلبولو  او زبیښاک سره د نیواکګرو له محدودیّتونو او قهر او غوسې سره پُخلا هم شي،نو ممکنه ده تریوه حده امتیاز واخلي،البته هغه هم شاید. که بیا مقاومت  وکړي،نو د اسرائلو  پوځ  به ورسره په تول توان او ځيږ غبرګون سره چلند وکړي(یوه داسې پښه چې همدااوس ئې په غزې کې شاهدان یوو).

Image Caption

 

                  لنډه دا چې د لویدیځي غاړې او غزې تړانګې،نیواک،د هغه کار بشپړول وو، چې  په ۱۹۴۸کال کې پيل شوی ؤ.په ۱۹۴۸کال کې د صهیونزم غورځنګ د فلسطین اتیا فیصدي برخه غصب کړه. په ۱۹۶۷کال کې  ئې خپل غصب بشبړکړ. هغه نفوس پيژندونکي  اندیښنه چې تل د بن ګوریّن په ذهن کې وه ،  په سپين سترګیتوب او ملنډې سره او  البته  د فلسطینیانو په بوږنونکي ډول زنداني کولو سره  حل شوه.

دا ټول یوازې کومه تاریخي یادونه نه ده  . له ډ يرو  اړخونو څخه تر اوسه پورې او په شلمې لسیزې کې هم دغه وحشي ډول او شیطان صفته  چلند  هماغه شان ؛یو موجود واقعیت ؛ دي

                       د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو، دا هم وه د افسانې شپږ مطلب دوهمه برخه،چې په تاریخی او موجوده واقعیّتونو سره  ارزول او رد شو.په ورپسې برخو کې بیا د اوسمهال کیسو سره ستاسو خدمت ته حاضریږو، داسې افسانې چې دمګړئ اسرائيل ورسره جنګیږي،څو  د فلسطینیانو په وینو کې له ډوبیدو ځانونه وژغوري.نو تر هغه  وخته مو په نیاؤمن خداي سپارو  خپل او د خپلوانو او کورنۍ خیال ساتئ  او خوښ ژوند تیروئ.

   (سیماب)

***********************************************

 

 

ټیګونه