موبایل ټيلیفون او دژوند دسټایل بدلیدا
(last modified Sun, 17 Mar 2019 11:59:21 GMT )
Mar 17, 2019 16:29 Asia/Kabul
  • موبایل ټيلیفون  او دژوند دسټایل بدلیدا

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې د موبایل ټيلیفون او د ژوند دسټائيل د بدلیدا په باب له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی،هیله ده ترپایه راسره ملګرتیا وکړئ .

    دوستانو د موبایل ټيلیفون هر اړخیزهاو چټکه پراختیا او هم ددغې ټيکنالوجۍ د هروخت کارندوالي قدرت ،په  ننني اجتماعي ، اقتصادي ، سیاسی او تعلیمي  ارتباطاتو کې  د ماډرن ژوند  دسټائيل  د راپنځيدو لامل شوی دی .د ټولنې پر ارزښتونو،چلندونو او اخلاقیاتو ددغو ارتباطاتو  اغیزې او  په  نتیجې کې  ئې  د ژوند سټائيل او سبک  ډير پراخ شوی دی .

=   تیره اونۍ  د موبایل  ټيلیفون نړیوال نندارتون یا دموبایل نړیوال کانګرس (MOBILE WORLD CONGRESS)    یا    (2019 (MWC) ترسره شو . 

 دغه کانګرس په نړۍکې دموبایل ټيلیفونونو دصنعت په ترټولوستر نندارتون مشتمل ؤ،چې د موبایل ټيلیفونونوجوړونکوشرکتونو،د ارتباطاتو  اپریټرانو،د نرم آوزار جوړونکو او پلورونکو پکې شتون درلود او د موبایل ټيلیفونونو  د چینل د پنځم نسل  ډول ډول حساس(ټچ سکرین) موبایل سیټونه،لپ ټاپ،ټبلیټ او دغه راز نورماډرن ټيکنالوجۍلرونکي ډير سیټونه  د مینه والو نندارې ته وړاندې شو ل .   

Image Caption

 

 د وروستیو راپورونو په اساس،په درستې نړۍ کې د حساسو یا ټچ سکرین موبایل سیټونو د کارونکو شمیر کابو درې میلیارډ کسانو ته رسیدلی دی . شمیرنې او احصائې  ددې ښودنه کوي ،چې  په تیرو دوو کلونو کې د ټچ سکرین  موبایل سیټونو د فعالوکارونکو شمیر کابوپنځه سوه میلیون کسانو ته زیات شوی دی .په ۲۰۱۶کال کې د ټچ سکرین موبایل سیټونو  د کارونکو شمیر  کابو دوه نیم میلیارډکسان  ؤ  ، خو اوس  تمه کیږي ،  تر ۲۰۲۱ کال پورې د نړۍ په سویه دغه شمیرکابوڅلورمیلیارډ فعالوکسانو ته ورسیږي .همداراز تر ۲۰۲۱کال پورې به د ټچ سکرین موبایل سیټونو د اپلیکیشنونو او لوبو  څخه  ترلاسه شوی عایدات هم  زیات شي  او په شل فی صدي  ودې سره  به څه دپاسه یو سل  نهه دیرش میلیارډ ډالرو ته ورسیږي .

           شک نشته چې   په وروستیو لسیزو کې   نوي او ماډرن ټيکنالوجیو  زمونږ پر ژوند ډيرې اغیزې شیندلي دي  او تر ډيره حده ئې  د ژوند سټایل بدل کړی دی . دغه  اقتصادي شیان د ماډرن دنیا ښکارندې دي او حتی  له هغو ډول ډول شیانوڅخه چې  په شپیتمې میلادي لسیزې کې ئې  د ژوند  سټایل بدل کړی ،   اغیزې ئې لازیاتې  دي .علت ئې ممکنه  ده  دا وي،چې خلک  د اطلاعاتي ټيکنالوجیو  د ودې په دلیل ،لازیات عکس العمل ښودونکي شوي دي .په بله وینا،مونږ په یوې  داسې ټولنې کې ژوند کوو،چې دمونږ  د ژوند شرائط پکې د مونږ  د یو ډول زیاتیدونکو غوښتنو سره  سم دي . 

Image Caption

 

 په ۱۹۸۵کال کې په موبایل ټيلیفون سره لومړنۍ مکالمه وشوه،هیچا دا فکر نه کاوۀ چې دغه ښکارنده ترکومه اندازه زمونږ پر ژوند،انداز او دچلند په  سټایل  اغیزې شیندي . په پیل کې ددغې ښکارندې  د راپنځیدو په پیل کې،د ټولن پيژاندو په وسیله نوی ټکی(یاپي YAPEE)ابداع شو څودغه شی،هغو مصرفونکو ته چې زیاتره  ځوانان او او د مینځنۍ پرګنې  خلک،وړاندې کړي. وروسته وروسته دغه شی هر چرته خور شو او مصرف ئې ډير زیات شو او  هماغه بهیر ئې کچ کړ چې لوکس  شیان ئې تیروي .په دې توګه چې  په پیل کې د مینځنۍ پرګنې لپاره تولیدیږي،وروسته پسې لازیاتیږي. وروسته د هماغه شي نوی ماډل  بازار ته وړاندې کیږي  لکه چې  په لازیات کارندوالي سره  لاوړوکی  موبایل سیټ ،چې  بیا ئې  هم مصرفونکي متوسطه  پرګنه ده .

 خو دم ګړۍ دغه ماډرن رسندویه د خلکو د لازیات اوسني ژوند یوه نه جلاکیدونکي او څرګنده   برخه جوړه شوې ده . په دې ډول چې  ممکنه ده ووئيل شي،له دې پرته د چارو ترسره کول  ممکن نه دي . موبایل ټيلیفون  د آئيند   یوې غوره رسانۍ په توګه  چې  له ځانه مخکې درستې رسندوئې  ئې  په ځان کې غونډې کړي دي ،او زمونږ د ژوند له ترټولو خصوصي  رانیولې  تردرستو عمومي ډګرونو پورې  په هرڅه کې   هراړخیز او  بشبړ شتون لري .

              دشخصي  اړتیاؤ له پوره کیداچې ورتیر شو،نو  موبایل ټيلیفون  په اوس مهاله دور کې  دیوې ډله ایزې رسانۍ په  توګه هم پيژندل کیږي  چې  اصلي موخه ئې  په ټولنې کې  د ارتباط ټينګول دي ا و  د لیکنې،آډیوئي او ویډئي بڼه کې  ئې  د ټولنې  د ارتباطاتو په  پراختیا کې  ډير زیات رول لوبول په غاړه اخستي دي .   دغه آوزار پخپل شتون سره ،مجازي  ارتباطاتو  فضا ډيره پراخه کړې ده او  ارتباطات ئې  د یوې نوي رودې په لور هدایت کړي دي .موبایل ټيلیفون،ژمونږ په ژوندکې تر دې حده  نغښتل شوی دی ،چې  له یوه لس کلن ماشومه رانیولې،تر یوه زیات عمر پورې کس هم ورځيني زیاته  استفاده کوي. په تیره بیا  په ځوانانو کې چې  دټولنې زیاتره  برخه جوړوي ،له ټولو لازیات  د دغه آوزار  له تاوانونو او مشکلاتو سره   مخامخیږي .

 حقیقت دا دی ،چې  موبایل ټيلیفون  نه یوازې  د مونږ تفکر او احساساتو  حوزه  تر اغیزو لاندې رواستې ده ،بلکې  دمونږ پر ټولنیزو چلندونو ئې هم ډيرې زیاتې اغیزې شیندلي دي .پر دې اساس ،هغو اغیزو ته پام چې  د ادراک   په څرنګوالي کې رسندوئې په تیره بیا ماډرن رسندوئې  ئې د ځوانانو  د هرې ورځې  ژوند په ګډوډولو او دتعاملاتو په څرنګوالي کې  شیندي،ډير اهمیّت لري .

 دمثال په توګه!دطبي علومو زیاتره کارپيژاندي،د انسان د بدن پر بیالوجیکي سسټمونو  په بیلابیلو څپو کې  کې د الیکټرومقناطیسي  څپو  د جوړ شوي ماهیّت او اغیزو ته په پام سره ، د موبایل ټيلیفون او  له دې سره  د الیکټرانیکي تجهیزاتو خطرې نندارې ته وړاندې کوي .په بدن کې د ارګانیزمز،سلولي جوړښتونو او د ډي این اې په څير دحیاتی مائيکرو مولیکیولونو له مینځه وړل  او په نتیجې کې ئې  د ډي این اې  دغوڅيدو  او د دوي له امله  د ډیرو ډول ډول  ناروغیود رامینځةکیدا،د مغزي سرطاني دانو د ډولونو د زیاتیدا،دسپینوګلبولونوتحلیل،د وینې ددباؤ یا بلډپریشر زیاتیدا،دحافظې کمزورتیا،سرخوږی،کم ویدۀکیدا اوسټریس ددغې ماډرن رسانۍ په وسیله  د انسان په بدن کې  د رامینځةکیدونکو تاوانونو  نوره برخې دي .

پر  هغو کسانو سربیره  چې په ټولې ورځې کې   د زیات وخت لپاره  له موبایل ټيلیفونونو استفاده کوي،احتمالا،دنورو په نسبت به لازیات  له نفسیاتي  ګډوډیو سره  مخامخ شي .له موبایل ټيلیفون  سره  له حد  او  معموله  زیاتې  استفادې له  امله  سټریس  او خپګان،په موبایل ټيلیفون  د روږدیدا  له امله  په مهمو کارونو او  فعالیتونو د سترګو پټول او د ناسمې هاضمې،په نفس د  اعتماد کمښت او په نهایت کې له اجتماع  ګوشه نشیني،ځيني هغه مشکلات دي،چې له موبایل ټيلیفون څخه په استفاد دې کې د افراط په بڼه کې   کارکونکي ددغو مسئلو په تمه ووسي .

           البته  دا د قضیې پاي نه دی ،له بل پلوه هم  باید دغې ښکارندې ته  ولیدل شي .د یوې اوږدې څيړنې  نتیجې  ښئ،انټرنیټ او موبایل ټيلیفوند ژوند د سالم سټايل  په لور د کسانو په ګروهنې مشتمل رول  لري .دا څيړنې چې  جزیات ئې  د امریکا د زړونو دټولنې  په خپرونې کې   خپرې شوي ښئ ، دژوند دسټایل  له سلامتۍ او درلودلو  سره  داړونده تعلیماتو  دیادونې په نسبت   له انټرنیټ او موبایل ټيلیفون څخه   داستفادې په واسطه  ګروهنه لري . 

څيړاندو ددغه  تفکر  او مهم دې نتیجې  ته د رسیدا  لپاره ، کابو تر درویشتو کلونوپورې څيړنې  په دقت سره ارزولي  او متوجه شوي دي ، چې انټرنیټ  او پر موبایل ټيلیفون مشتمل نور پروګرامونه  او  ورته سسټمونه   ددې وړتیاوې لري،چې لاښوخوړو او دسپورټي خوځښتونو ترسره کولوته د خلکو په هڅونې کې  اغیزمن شي .ددغې مطالعې په اساس،سپورټي خوځښتونو  او  د لاښه خوراکي رژيم   درلودلو ته  دخلکو  هڅول،دهغوي د وزن  دکمیدا لامل کیږي .

ترلاسه شوو نتیجو ښودلې ده چې له انټرنیټ او په دغې رسانۍ مشتملو پروګرامونو څخه   استفاده ، نه یوازې د خپل خوراکي رژيم دښه کولو لپاره له کسانو سره مرسته  کوي،بلکې  دهغوي  په لافعالولو او  له نتباکو او شراب او دې ته ورته مشروباتو څخه لیرې والي  ته  په هڅولو کې  مهم رول لري .

کارپيژاندي په یوې بلې څيړنې کې هم پوه شوي دي،چې نقشې،دځاي موقعیّت،د ریل ګاډو اومیټرو د وختونو مهال ویش،دکیدونکوکارونو د یادونې  لیسټ یا کاپي ، دټيلیفون شمیرو ډایرۍ  پشمول  دځينو پروګرامونو  غونډیدا،له انسانانو سره لازیاته  مرسته  کولی شي . دوی  دهغو امکاناتو په ارزونې سره چې په حساسویا ټچ سکرین  موبایل ټيلیفونونو  کې  شته دي،پوه شوي ، چې  په دغو سیټونو کې داسې  کابو پنځوس بیلابیلې وسیلې  غونډې شوي ، چې  په تیر وخت کې    یو کس له هغو یوازې  یو پروګرام وړلی اوترسره کولی شو . 

Image Caption

 

                 په یوې کلي  جمع بندۍ کې  وئیل کیدلی شی،سره له دې چې  ډير دنظر خاوندان په دې اند دي چې له ټچ سکرین موبایلونو څخه استفاده،په کارکونکو کې د موجودو اړیکو دپیاوړتیا لامل شوې او داسې ښکاري،هغه ارتباطات چې  یوازې  دیوه ساده تعامل په سویه نه دي او له احساساتی او عاطفي فضاسره یوځاي دي،په یوه مجازی چاپیریال کې  بڼه نشي غوره کولی.  کورني ارتباطات او  اړیکې  په دې  کې شاملې دي . په عین  حال کې  له ټولنیزو چینلونو څخه داستفادې په وخت او ځاي کې  د شخصيتي مدیریّت  نه ترسره کیدا لامل شوې چې دکورنۍ  په واقعي فضا کې  د عاطفي اواحساسي  اړیکو او  په کسانو  کې  ژوند او تعاملات   له مشکل سره مخامخ  شي ..

د نظر خاوندان په دې اند دي چې  اوس د صلاحیّت  د احساس،په ځان باؤري  او  په نفس د اعتماد  پشمول  دکورنۍ  د دندو یوه برخه چې  په کورنۍ کې ئې  هلکان اوځلمیان زده کوي،په مجازي فضاکې د شتون په وسیله،ددغې رسانۍ په غاړه  دي .په  حقیقت کې  ځوانان  له د غې رسانۍ څخه په استفادې سره  خپل ټولنیز هویّت  پیاوړی کولی شي .ټچ سکرین موبایل  همداراز  په ټولنې کې  سست شوي  ارتباطي  پیوندونه او  کمزوري ټولنیزو اړیکو اندازه   زیاتولی شي،ددې په ترڅ کې،ډيرداسې مهارتونه چې د کلامي او ارتباطاتو  د مهارتونو په چوکاټ کې منتقلیدا وړ نه دي ،د غیر کلامي مهارتونو  له لارې منتقل  کړي .باید ومنل شي،هغه بدلونونه چې سوکه سوکه  د موبایل ټيلیفون  په زیاتیدونکو کارونو سره یو ځاي رامینځةشوي،لامل شوي دي ،په ټولنیزو   چینلونو کې د دوو کسانو د تعامل بیلګه ، د ډلو ترمینځ په تعاملاتو بدل شي. دا  په ارتباطاتو کې  یو مهم ګام حسابیږي . په بله وینا، په دې دلیل مکالمې چې  په اجتماعي او د ډلو یا ګروپونو په فضا کې  ترسره کیږي ،د اجتماعي څارنې  چتر  هم  لری او په جوړې شوي او حساب شوي لارکې پر مخ ځي .

 البته باید دا ټکی هیر نشي،چې دموبایل ټيلیفون په څير  له وسایلو څخه باید  د  اغیزمن  نوی ژوندسټایل،تاواني شونه وپيژندل شي  او  لازیاته  تعاملاتو ،خبرواترو   او داحساساتو مخامخ بیانولو ته  لازیات پام وشي .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه