د ترامپ استیضاح او د امریکې په سیاسي ډګر یې اغیزې
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i86764-د_ترامپ_استیضاح_او_د_امریکې_په_سیاسي_ډګر_یې_اغیزې
اوس پوښتنه دا ده چې آیا په سینیټ کښې د اکثریت مشر د ټرمپ د عادلانه محاکمې اجازه صادري او که نه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 23, 2019 13:04 Asia/Kabul

اوس پوښتنه دا ده چې آیا په سینیټ کښې د اکثریت مشر د ټرمپ د عادلانه محاکمې اجازه صادري او که نه.

د امریکې د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ غوره کیدل تل د ډیموکراټانو له سخت غبرګون سره مخامخ پاتې شوي او هغوي، د هغه په صلاحیت باندې که هغه یې په انتخاباتو کښې د بري د طریقې له نظره وي او که د عملي او فکري وړتیا له نظره، تل نیوکې کړې دي.

ډیموکراټانو مخکښې هم د ټرمپ د استیضاح غوښتنه کړې وه خو ګټه یې ونه کړه. هغوي له دې مخکښې د امریکې د ۲۰۱۶ کال په ولسمشریزو ټاکنو کښې د ټرمپ په غوره کښې د روسیې د رول مسئله د هغه د استضاح لپاره د یو دلیل په توګه مطرح کوله خو په انخاباتي سیالیو کښې د روسیې د احتمالي لاسوهنو د دوسیې د ځانګړي مفتش رابرټ مولر د رپورټ له خپریدو وروسته چې دغه احتمال یې رد کړ، دا مسئله تر یو حده غلې شوه.

خو په دې منځومان کښې د (یوکراین ګیټ) په عنوان سره یعنې د امریکې د ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د ډیموکراټانو د مطرح کاندید جوبایډن د زوي هنټر بایډن د فعالیتونو په هکله د معلوماتو ترلاسه کولو په موخه د روان ۲۰۱۹ کال د جولایۍ په ۲۵ نیټه د یوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره د ټرمپ د ټیلیفوني تماس  مسئله او په بایډن باندې د تبلیغاتي حملې په موخه ترې په ولسمشریزې سیالۍ کښې ناوړه استفاده سبب شوه چې بلآخره د ستمبر په وروستیو کښې د ټرمپ د استیضاح رسمي بهیر پیل شي. ویل کیدل چې ټرمپ ټرمپ یوکراین ته د ۴۰۰ میلیون ډالري پوځي مرستې ورکول په دغو تحقیقاتو پورې شرطمن کړې دي.

د ټرمپ او زلنسکي د ټیلیفوني مکالمې د محتوا په ایشوا کیدو سره د امریکې د کانګریس مشره نانسي پلوسي چې تر دغه وخته یې د ټرمپ د استیضاح له غوښتنو سره مخالفت کړی و، په رسمي توګه په دغه کار پورې د اړوندو تحقیقاتو د پیلیدو غوښتونکې شوه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

سره له دې چې د ټرمپ د استیضاح بهیر د روان ۲۰۱۹ کال د ستمبر له وروستیو څخه پيل شوی خو د اکتوبر په ۳۱ نیټه د ټرمپ د استیضاح د بهیر د پیلولو پریکړه لیک ته د ډیموکراټانو تر ولکې لاندې کانګرس راې د ټرمپ د نامعلوم سیاسي راتلونکي په هکله د هغه لپاره یو جدي خبرداری او  سیاسي اندیښنه ده. د دغه پریکړه لیک په تصویبیدو سره د ټرمپ د استیضاح لاره هواره شوه.

بلآخره د کانګرس د اطلاعاتو او قضايي کمیټو کښې د څو اونیو له غونډو او د یوکراین ګیټ د مسئلې په هکله د شاهدانو له ورغوښتلو وروسته د قضايي کمیټې غړو د دسمبر په دیارلسمه نیټه د ټرمپ استیضاح تصویب کړه. د ټرمپ د مواخذې لپاره مطرح شوي دواړه بندونه یعنې (له قدرته ناوړه استفاده) او د کانګرس د تحقیقاتو مخنیوی)، د ۱۷ منفي رایو په وړاندې په ۲۷ مثبتو رایو سره تصویب شول. داشان وټاکلې شوه چې د ټرمپ استیضاح په کانګرس کښې مطرح شي او په هکله یې رایه اخیستنه وشي.

د امریکې د پنځه څلویښتم ولسمشر د استیضاح د بهیر له پیلیدو څو اونۍ وروسته کانګرس د دسمبر په اتلسمه نیټه له شپږو ساعتونو بحث وروسته (له قدرته د ناوړه استفادې) او (د کانګرس په تحقیقاتو کښې د خنډ اچونې) په تور د ټرمپ استیضاح ته په پراخ اکثریت سره راې ورکړه. د دغه ارګان غړو د ۱۹۷ مخالفو رایو په مقابل کښې په ۲۳۰ موافقو رایو سره وړومبي بند ته او د ۱۹۸ مخالفو په وړاندې په ۲۲۹ مثبتو رایو سره دویم بند تصویب کړ.

د امریکې د کانګرس د اطلاعاتو د کمیټې مشر ایډم شیف د دغو دوو لایحو له تصویبیدو وروسته وویل: نه شو پرېښودې چې امریکا په ډیکټاټورۍ بدله شي، اوس پوښتنه دا ده چې آیا په سینیټ کښې د اکثریت مشر د ټرمپ د عادلانه محاکمې اجازه صادري او که نه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

سپینې ماڼۍ د تیرې پنجشنبې په شپه په کانګرس کښې د ټرمپ د استیضاح د لایحې تصویبیدو ته په غبرګون کښې د دغه کار په غندنه کښې یوه خبرپاڼه خپره کړه. سپينې ماڼۍ په دغې بیانیې کښې د ټرمپ د استیضاح تصویبیدل په کانګرس کښې د امریکې د تاریخ د ترټولو شرمناک فصل اوج وباله او ډیموکراټان یې حتی له یو جمهوري غواړي څخه له نظرغوښتنې پرته او بې له هیڅ ډول شواهدو د استیضاح د طرحې په پرمختګ تورن کړل. دغې بیانیې هم داشان هغه تور یو ځل بیا تکرار کړ کوم چې ټرمپ او ريپبلکانو په ځلونو په ډیموکراټانو پورې کړی دی او ټینګار یې وکړ چې د استیضاح پرمخ بیونکو دغه بهیر په انصاف او عادلانه رویې سره نه دی اجرا کړی.

له دې مخکښې ټرمپ د دسمبر په اوولسمه د کانګرس مشرې نانسي پلوسي ته په یو پنځه مخیز لیک کښې د خپلې مواخذې په غیرقانوني بللو سره هغې ته خبرداری ورکړ چې تاریخ به د هغو کسانو په هکله قضاوت وکړي چې د دې استیضاح لپاره هڅه کوي.

ټرمپ په دغه پرانستې لیک کښې چې د استیضاح لپاره یې د کانګرس له رایه اخیستنې یوه ورځ مخکښې خپور شو، څرګنده کړه: دا مواخذه د کودتا لپاره له یوې غیرقانوني او د یو ګوند له کوشش پرته بل څه نه دي او د موجوادو شواهدو له مخې به سخته ماتې وخوري. تاسو د یو ولسمشر په توګه یوازې زما په نسکورولو پسې نه یئ بلکې د ټول جمهوري غواړي ګوند خلاف کوشش کوئ. دا څنګه چې تاسو د استیضاح دې لوبې ته دوام ورکوئ، تاریخ به ستاسو په هکله سخت قضاوت وکړي.

ټرمپ په دغه لیک کښې زیاته کړې: د امریکې خلک به په راتلونکو انتخاباتو کښې نانسي پلوسي او ډیموکراټان  ته ځواب ورکړي. هغوي به د عدالت له لارې ستاسو غړیدل او له قدرته مو ناوړه استفاده به داسې زر هیره نه کړي.

داسې ښکاري چې ټرمپ د دغه لیک په لیکلو سره هڅه وکړه له خپلې تاریخي استیضاح مخکښې د ډیموکراټانو د دغه اقدام د دلایلو او پایلو په هکله یو سند پر ځاې پریږدي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د ټرمپ استیضاح ته د پارلیمان له مثبتې راې وروسته ځینې ګونګوسې ترغوږو کیږي چې که ډیموکراټان د خپلې طریقې او ګټو په بنیاد په سینیټ کښې د ټرمپ له محاکمې ډاډ ونه لري، ښايي لږترلږه په لنډه موده کښې سینیټ ته د ټرمپ د استیضاح د مصوبې له لیږلو ډډه وکړي. په داسې بڼه کښې به ټرمپ مودې مودې ونه توانیږي چې له سینیټ څخه د تبرئې حکم ترلاسه کړي. ډیموکراټان له ولسمشرۍ د ټرمپ د لرې کولو لپاره د جمهوري غواړو سناټورانو لږترلږه شلو رایو ته ضرورت لري، په داسې حال کښې چې حتی په کانګرس کښې یو جمهوري غواړي هم په د ټرمپ استیضاح ته راې ور نه کړه.

د کانګرس جمهوري غواړي استازي د خپلو سیاسي ګټو په لړ کښې د ټرمپ استیضاح ته هیڅ ګروهنه نه لري ځکه چې دا کار د ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزو انتخاباتو په درشل کښې جمهوري غواړي ګوند ته یو ستر ګوذار دی او د ریپبلکانو څیره سخته خرابوي. دا شان په سینیټ کښې د ټرمپ مضبوط موقعیت او د هغه استیضاح ته د منفي راې په هکله د جمهوري غواړو سناټورانو اجماع سبب شوې چې تر ممکنه حده لنډه موده کښې په سینیټ کښې د ټرمپ د مواخذې د غونډې د ترسره کیدو او په کانګرس له لګیدلو تورونو د ولسمشر په بري کیدو ټینګار وکړي.

په عین حال کښې د ټرمپ د محاکمې غونډې ته د هغه د ځینو نزدې کسانو له احضاریدو د مخنیوي لپاره د مک کانل پریکړه د ډیموکراټانو د قهر سبب شوې ده.

ډونلډ ټرمپ په رسمي توګه مواخذه کیدونکی د امریکې دریم ولسمشر دی. البته تراوسه هیڅ کوم امریکايي ولسمشر د استیضاح له لارې له خپل مقامه څنګته کړی شوی نه دی. د امریکاې د قانوني بهیر له مخې د دغه هیواد په کانګرس کښې د ټرمپ د استیضاح د پریکړې له تصویبیدو وروسته دغه پریکړه لیک سینیټ ته وړاندې کیږي څو د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کښې د ټرمپ د محاکمې لپاره یوشمیر غونډې جوړې شي. د سینیټ په غونډو کښې چې مشري به یې د امریکې د سترې محکمې مشر قاضي په غاړه ولري، سناټوران فیصله کوي چې ټرمپ دې له قدرته لرې شي او که لا دې هم په سپينې ماڼۍ کښې پاتې شي.

*/*/*/*/**

د تیرې اونۍ په سه شنبې د امریکې په څو ښارونو کښې د ټرمپ د استیضاح کابو دوو لکو موافقانو لاریون وکړ څو د هغه له څنګته کیدو خپل ملاتړ اعلان کړي.

خو له بلې خوا ځینې نظر پوښتنې له ۵۰ فیصدو نه ۴۵ فیصدو ته د ټرمپ د استیضاح د پلویانو د اندازې د کمیدو بیانونکې دي.

له دې امله چې د ټرمپ استیضاح د یو ولسمشر په وړومبي پړاؤ کښې د امریکې د تاریخ اوله مواخذه ده، فاینل نتیجه به یې په راتلونکو انتخاباتو کښې یو ځل بیا په غوره کیدو باندې ټاکونکې اغیزه ولري. په هم دې وجه جمهوري غواړي هیله مند دي چې زرترزره د استیضاح له ویرې خلاص شي او په راتلونکو انتخاباتو کښې یووار بیا په کامیابیدو باندې تمرکز وکړي. خو ډیموکراټان هڅه کوي چې د ټرمپ د استیضاح او ورباندې د پورې شویو تورونو موضوع ته د ۲۰۲۰ کال په نومبر میاشته کښې د انتخاباتو د ترسره کیدو تر شپې پورې دوام ورکړي او د ټرمپ د ماتې او د ځان د بریا زمینه برابره کړي.

*/*/*/*/*/*/*

ډیموکراټان هیله لري چې دا بهیر د ټرمپ د محبوبیت د کمیدو او حتی د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له مبارزو د هغه د څنګته کیدو سبب شي. په حقیقت کښې د ۲۰۲۰ کال په نومبر کښې د ولسمشریزو انتخاباتو د ترسره کیدو د ورځې تر سبا پورې چې د امریکې د سراسري انتخاباتو پایلې به اعلان شي، معلومه نه ده چې د هغوي دا اقدام یعنې د ټرمپ استیضاح د کوم ګوند د کاندید د بري سبب شي.

خو د ټرمپ خاصې کړنلارې او شخصیت ته په پام سره له انتخاباتي سیالیو د هغه د ډډې ته کیدو امکان ډیر لږ دی او هغه به کوشش وکړي چې د خپلې مواخذې له امله له رامینځته شوی ګواښ د امریکایانو د رایو د جلبولو لپاره په یو فرصت بدل کړي. ټرمپ کوشش کوي چې د استیضاح د سیاسي، اقتصادي او اجتماعي پایلو او د خپلې احتمالي څتګته کیدنې په ستر ښودلو سره د جمهوري غواړو ملاتړ ترلاسه کړي. هغه تل په اصتصادي او اجتماعي برخه او په بهرني سیاست کښې د خپلې کړنلارې تعریف کوي او د خپلې احتمالي څنګته کیدنې د پایلو په هکله یې خبرداری ورکړی دی.

خو په عین حال کښې د ټرمپ څرګندونې زیاتره د خپلې مواخذې د دوام د مخنیوي لپاره د لاپوشاپو په شان دي او په هم دې وجه د کانګرس ډیموکراټ استازو دغه ډول ګواښونو ته په بې پامۍ سره د هغه استیضاح ته مثبته راې ورکړه چې سینیټ یې برخلیک معلوم او وټاکي.

*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی