-
خارجه وزیر اشرف غني ته خپله استعفی وړاندې کړې
Apr 05, 2021 08:48د افغانستان خارجه وزیر حنیف اتمر له اشرف غني سره په خپلې کتنې کې دخارجه وزارت په چارو کې د ولسمشرۍ د چارو د ادارې دمشر فضل محمود فضلي او د ملی امنیت د سلاکار حمد ا... محب د لاسوهنو په باب اعتراض کړی دی .
-
لاسليک شوے سپين استعفاء ليک د افغان چارواکو د کنټرولو لپاره د اشرف غني يوه حربه
Apr 05, 2021 00:48افغان ولسمشر د افغانستان د کابينې او د دغه هېواد د فوځي او امنيتي چارواکو د کنټرولولو لپاره له هغوي څخه له تاريخ نه بغېر د لاسليک شوي استعفاء ليک غوښتنه کړې ده.
-
له طالبانو سره په درو مرحلو کې خبرې کیدلی شي
Apr 05, 2021 07:01له دې مخکې امریکائي حکومت ، په افغانستان کې د طالبانو ډلې داستازو په شتون سره دټولشموله حکومت دجوړولو وړاندیز کړی ؤ چې د اشرف غني له مخالفت سره مخامخ شوی .
-
حکومت له وخته مخکښې د انتخاباتو ترسره کولو ته تیار دی
Apr 04, 2021 02:55د افغانستان د ملي امنیت صلاحکار له وخته مخکښې د ولسمشریزو انتخاباتو ترسره کولو ته چمتووالی اعلان کړی دی.
-
په تیرې اونۍ کې د ایران بدلونونه
Apr 03, 2021 11:51د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د ایران د ځینو مهمو بدلونونو په اړه له اونیز پرورګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې درته په تیرې اونۍ کې دځينو مهمو پيښو خلاصه درآوروو او ورپسې مو هم دتحلیلي برخې آوریدو ته رابولوو، نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
-
د افغانستان بحران یوازې له سوله ایزې لارې حل کیږي
Mar 31, 2021 00:28د پاکستان حکومت په همداوروستیو کې له افغانستانه د امریکائي عسکرو په وتلو کې د ځنډ د احتمال او د جوبایډن حکومت ته د طالبانو ډلې د خبرداري په غبرګون کې ، د افغانستان د برخلیک ټاکل ددغه هیواد د ولس روا حق بللی او د بهرنیو عسکرو دهر ډ ول غیر مسئولانه شاتګ په باب ئې خبرداری ورکړی دی .
-
د افغانستان او تاجکستان ترمنیځ د ملګرتیا پنځه سندونه لاسلیک شول
Mar 30, 2021 03:22د افغانستان او تاجکستان د ولسمشرانو د ملاقات په پاې کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا پنځه سندونه لاسلیک شول
-
په کال کې د افغانستان نیم عواید غلا کیږي
Mar 29, 2021 00:21د ۲۰۲۰ کال د نړیوال شفافیّت د ترټولو وروستي راپور په اساس ، دنړس په یوسل ا تیاؤ هیوادونو کې له فساد سره په مبارزې کې افغانستان، د نولسو امتیازونو په ګټلو سره په یو سل پنځه شپیتم لمبر کې دی .
-
اشرف غني دې له قدرته څنګةشي
Mar 26, 2021 00:26احمد مسعود دې ته په اشارې سره چې افغان ولس د انتخاباتو د کمیشن په باب ښه خاطره نه لري او د دوي داعتبار په باب یولړ پوښتنې شته دي ، له طالبانو سره دګډ موقتي حکومت آئيډیا بده نه ده وئيلي دي ، ورپسې موقته او ټولشموله حکومت باید دانتخاباتو د ترسره کولو زمینه برابره کړي او په راتلونکي کې بې پلوه ووسي .
-
اشرف غني د افغانستان له بد امنیتي حالته اندیښنه وښودله
Mar 22, 2021 03:05د افغانستان ولسمشر په کابل کښې د امریکې د دفاع وزیر په کتنه کښې، په خپل هیواد کښې له بدې امنیتي وضعې او د تاوتریخوالي له زیاتیدو اندیښنه څرګنده کړه.