اشرف غني دې له قدرته څنګةشي
احمد مسعود دې ته په اشارې سره چې افغان ولس د انتخاباتو د کمیشن په باب ښه خاطره نه لري او د دوي داعتبار په باب یولړ پوښتنې شته دي ، له طالبانو سره دګډ موقتي حکومت آئيډیا بده نه ده وئيلي دي ، ورپسې موقته او ټولشموله حکومت باید دانتخاباتو د ترسره کولو زمینه برابره کړي او په راتلونکي کې بې پلوه ووسي .
زمونږخبریال د صداي افغان خبري آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان دیوه ملی اتل احمد شاه مسعود زوي احمدمسعود له فرانس ۲۴ ټيلیویژنی چینل سره په خبرو کې وئيلی دي ، اشرف غني د افغانستان یو بد ولسمشر دی، ځکه له فساد سره په مبارزې کې ئې ماته خوړلې او اوس باید څنګةشي .
احمد مسعود په دوام کې همدرااز د اشرف غني د سولې پلان او د وارمخکې انتخاباتو دترسره کولو په باب ئې دهغه وړاندیز ،د قدرت د ساتلو لپاره بللی او زیاته ئې کړې ده ، دغه پلان عملی نه دی ،ځکه دافغانستان سیاسی او امنیتی شرائط او دانتخاباتو په ترسره کونکو اورګانونو د ولس بې اعتمادي اجازت نه ورکوي ،چې روا او شفاف انتخابات ترسره شي .
احمد مسعود دې ته په اشارې سره چې افغان ولس د انتخاباتو د کمیشن په باب ښه خاطره نه لري او د دوي داعتبار په باب یولړ پوښتنې شته دي ، له طالبانو سره دګډ موقتي حکومت آئيډیا بده نه ده وئيلي دي ، ورپسې موقته او ټولشموله حکومت باید دانتخاباتو د ترسره کولو زمینه برابره کړي او په راتلونکي کې بې پلوه ووسي . هغه دغه راز وئيلي دي ، امریکا دې په بیړې سره او له وخته مخکې له افغانستانه نه وځي، هغه مدعي شوی ،که داسې وشي ، نو په افغانستان کې یو ځل بیا داخلی جنګونه سر راپورته کړي .