د افغانستان بحران یوازې له سوله ایزې لارې حل کیږي
د پاکستان حکومت په همداوروستیو کې له افغانستانه د امریکائي عسکرو په وتلو کې د ځنډ د احتمال او د جوبایډن حکومت ته د طالبانو ډلې د خبرداري په غبرګون کې ، د افغانستان د برخلیک ټاکل ددغه هیواد د ولس روا حق بللی او د بهرنیو عسکرو دهر ډ ول غیر مسئولانه شاتګ په باب ئې خبرداری ورکړی دی .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ، د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د تاجیکستان په دوشنبې ښار کې دآسیا د زړه کنفرانس په څنډې کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په کتنې کې وئيلي دي ، زرو او پوځي چارې به د افغانستان بحران هیڅکله هم حل نه کړي . د پاکستان خارجه وزیر وئیلي دي ، چې هیواد به ئې د د افغانستان له سولې سره دمرستې لپاره د سیمې له درستو لوبغاړو او نورو ونډه لرونکو سره د نزدې مشارکت لپاره خپل رول لوبونې ته دوام ورکړي .