-
د کډوالو وزارت د ۷ میلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړی دی
Mar 13, 2025 10:50د طالبانو د سرپرست حکومت د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دې وزارت له بېلابېلو موسسو سره د اوو میلیونو ډالرو په ارزښت د همکارۍ څلور تړونونه لاسلیک کړي دي.
-
پاکستان قانوني افغان کډوال هم باسي
Mar 13, 2025 10:34پاکستان اعلان کړی چې ټول غیرقانوني کډوال او همدارنګه د افغان کډوالو کارت لرونکي باید له دې هېواد څخه ووځي.
-
په ایران کې افغان کډوالو ته بریښنایي تذکرې ورکول کېږي
Mar 10, 2025 10:15په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو ویلي چې ډېری افغانان د هویت اسناد نه لري، اوس افغان طالبانو ویلي چې په دې برخه کې اتباعو ته هم برېښنایي تذکرې صادرېږي.
-
له کډوالۍ را ستانه شویو کورنیو ته ۶۰ ښارګوټې ځانګړي شوي
Mar 10, 2025 09:59د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت ویلي چې، له کډوالۍ را ستانه شویو کورنیو ته د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۶۰ ښارګوټي ځانګړي شوي دي.
-
پاکستان دې درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه افغان کډوال له دې هېواده نه باسي
Mar 02, 2025 11:19په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي وخت ناوخت د پولیسو له خوا ځورول او نیول کېږي، د دوی په خبره که څه هم قانوني اسنادي لري خو پولیس يې نیسي او د پیسو په بدل کې يې بیرته خوشي کوي، خو پولیس دا موضوع ردوي او وايي، دوی هغه کډوال نیسي چې په دې هېواد کې د پاتي کېدو قانوني اسناد نه لري.
-
له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه د طالبانو د سفیر څرګندونې بې ځایه دي
Feb 20, 2025 08:09د پاکستان د بهرنیو چار وزارت په اسلام آباد کې د طالبانو د سفیر څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه د هغه څرګندونې بې ځایه دي.
-
طالبانو په پاکستان کې له خپلو کورونو د افغان کډوالو جبري ایستل غندلي
Feb 17, 2025 07:14د افغان طالبانو د کډوالو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې په بلوچستان صوبې کې له خپلو کورونو د افغان کډوالو جبري ایستل وغندل.
-
تورن افغان د اسلامي انګېزې له مخې پر خلکو موټر خیژولی دی
Feb 15, 2025 02:43د جرمني د مونشن ښار څارنوالۍ اعلان کړی چې د ښار په وروستۍ حمله کې تورن کس، چې یو افغان کډوال دی، د تحقیقاتو پر مهال اعتراف کړی چې قصداً یې خپل موټر پر خلکو خېژولی دی.
-
ولسمشر کرزي د جرمني په مونشن کې د یوه افغان له لوري برید وغانده
Feb 15, 2025 02:35د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني په مونشن ښار کې د یوه افغان له لوري په موټر سره د ۳۶ کسانو ټپي کول غندلي او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
-
له افغانانو سره مرستې د نړیوالو په مرستو پورې تړلي دي
Feb 14, 2025 09:29د افغانستان له ګاونډي هېوادونو څخه د غیرقانوني افغان کډوالو د بهیر له ګرنډي کېدو سره سم، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري وايي، له راستانه شویو کسانو سره یې مرستې کړې دي.