-
د خدای په فضل سره د ایران پر ضد د امریکا ټولې دسیسې شنډې شوې
Feb 10, 2023 16:00د تهران د جمعې د لمانځه خطیب وویل: امریکا په ایران کې د دسیسو لپاره تحقیقاتي موسسې جوړې کړې، خو د خدای په فضل سره دغه ټولې دسیسې د اسلامي انقلاب له بریا وروسته شنډې شوې.
-
د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سره د افغانستان شیعه ټولنې یو شمېر مخورو ولیدل
Feb 10, 2023 15:34د طالبانو د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د عبدالناصر بامیاني، صوفي ګرديزي او احمد حسين سنګر دوست په ګډون، له یو شمېر افغان شیعه مشرانو او مخورو سره په کتنه کې، د اهل تشیع او هزاره وو په ګډون د افغانانو د امنیت په اړه ډاډ ورکړ.
-
په امریکا کې یو ځوان په ډزو وژل شوی دی
Feb 10, 2023 14:04د امریکا نیویارک ایالت پولیسو اعلان کړی چې د دغه ښار ټایمز ډګر ته څېرمه د ډزو له امله یو ځوان وژل شوی دی.
-
ایران د روسیې له حکومت او خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه
Feb 10, 2023 13:50د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د نووسیبیرسک ښار په یوه هستوګنځي کې د ګازو د چاودنې له امله د یو شمېر روسي وګړو د وژل کېدو له امله د روسیې له حکومت او خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
-
امریکا د چین پرضد پریکړه لیک تصویب کړ
Feb 10, 2023 05:47ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسي جرګې کانګرس پرون په یوه خوله یو پریکړه لیک تصویب کړ چې د خپل هیواد هوايي حریم ته د چین د یوه بالون ورننوتل د امریکا د واکمنۍ د خلاف ورزۍ په توګه غندي.
-
اټومي تړون تراوسه نه دی مړ شوی
Feb 10, 2023 05:37اسپوتنیک خبري اژانس راپور ورکړی د روسیې د خارجه وزیر مرستیال سرګي ریابکوف ټینګار وکړ اټومي تړون تراوسه نه دی مړ شوی او د اټومي موافقې لپاره هیڅ معقول او منطقي ځاې ناستی هم نشته.
-
امریکا د ایران پرضد نور بندیزونه هم ولګول
Feb 10, 2023 05:27زمونږ خبریال راپور راکړی امریکا د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د زیات دباو د سیاست او د دوه ګوڼه کړچار په دوام کښې په نهو ایراني او خارجي شرکتونو باندې بایکاټونه ولګول.
-
بهرني هیوادونه باید په افغانستان کښې سفارتونه پرانيزي
Feb 10, 2023 05:16صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړي استازي میرمن رزا اووتونبایوا د طالبانو د عدلیې له وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي سره په کتنه کښې د نړۍ په هیوادونو غږ وکړ چې په افغانستان کښې خپل سفارتونه خلاص کړي.
-
سپکاوی، د لوېدیځ تمدن ډالۍ
Feb 09, 2023 19:39د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د سپکاوی، د لوېدیځ تمدن ډالۍ ترعنوان لاندې مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. په دې برنامه کې مو په ځینو اروپايي هېوادونو کې د قرآنکریم سوځولو لاملونه څېړلي دي. له موږ سره و اوسئ.
-
روسیې د افغانستان په ګډوډ حالت نیوکه وکړه
Feb 09, 2023 15:47نووستي خبري اژانس راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په افغانستان کښې د القاعده او د داعش په شمول د نړیوالو ترهګرو ډلو لا فعالیدا ته په اشارې سره ټینګار وکړ د اوکراین په شمول په دنیا کښې د نورو جنګونو شتون د افغانستان د حالاتو اهمیت نه دی کم کړی.