-
پنځه څیرې، پنځه خبرې | روسي شناندی: امنیت شورا د صهیونیسټانو وکیله ده
Sep 21, 2025 07:39پارس ټوډی - یو روسي کارپوه وویل: په امنیت شورا کې د ایران خلاف د بندیزونو د بیرته راګرځیدو د مخنیوي لپاره د مسودې پریکړه لیک په اړه رایه اچونه د لویدیځ تر فشار لاندې او د صهیونیسټ رژیم د ملاتړ په موخه ترسره شوه.
-
په لویدیځې غاړې د صهیونیسټانو تر ټولو بې ساري بریدونه؛ ۱۳ سوه کسان یې ونیول
Sep 19, 2025 04:02پارس ټوډې - د صهیونیسټ رژیم پوځي ځواکونو په تیرو دوو ورځو کې په لویدیځې غاړې کې تر ټولو بې ساري پوځي عملیات ترسره کړي دي، چې په کښې یې له ۱۳۰۰ څخه ډیر فلسطینیان یې تښتولي دي.
-
ایران د امریکا د نیم ملیارد ډالرو پرمختللې توغندي ویجاړې کړې
Sep 19, 2025 03:55پارس ټوډې - د امریکا د جګړې وزارت (پنټاګون) اسناد ښيي چې پر ایران د صهیونیسټانو د ۱۲ ورځني یرغل په دوران کې، امریکا د دې رژیم د ملاتړ لپاره د شاوخوا نیم ملیارد ډالرو په ارزښت پرمختللي مخه نیونکي انټرسیپټر توغندي له لاسه ورکړل.
-
عراقچي ته له پاکستان سره د عربستان د دفاعي تړون په اړه معلومات ورکړی شول
Sep 19, 2025 03:51پارس ټوډې - د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر په ټیلیفوني خبرو کښې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته د پاکستان سره د سعودي د وروستي دفاعي تړون په اړه معلومات ورکړل.
-
پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ګواښونو په اړه امنیت شورا ته خبرداری ورکړی
Sep 19, 2025 03:01پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خبرداری ورکړی چې هغه ترهګرې ډلې چې په افغانستان کې په خوندي ځایونو کې فعالیت کوي د هیواد ملي امنیت ته ترټولو لوی ګواښ دی.
-
د حماس پوځي څانګې په غزې کښې د صهیونیسټي اسیرانو په اړه مهمه بیانیه خپره کړه
Sep 19, 2025 01:47پارس ټوډې - د حماس غورځنګ پوځي څانګې یعنې د قسام کنډکونو، په غزې ښار د برید لپاره د صهیونیسټي رژیم د پلان او د صهیونیسټي بندیانو د وضعیت په اړه یوه مهمه خبرپاڼه خپره کړې ده.
-
په پاکستان کې د ماشومانو د وژونکي صهیونیسټ رژیم څخه د برائت لویه غونډه ترسره شوه
Sep 19, 2025 01:25پارس ټوډې - په کراچۍ کې د ماشومانو د وژونکي صهیونیسټ رژیم د جرمونو د غندلو او د غزې د مظلومو خلکو په ځانګړې توګه د دې سیمې ماشومانو سره د پیوستون څرګندولو لپاره د پاکستاني ماشومانو او زده کونکو یوه لویه غونډه جوړه شوه.
-
د ایران د بشري حقوقو د لوړې شورا منشي: د بشري حقوقو شورا دې له سیاسي کارۍ لاس واخلي
Sep 18, 2025 12:13پارس ټوډی - د ایران د بشري حقونو د عالي مرکزي دفتر منشي وویل: د بشري حقونو شورا، د یوې نړیوالې ادارې په توګه باید له سیاست، دوه ګونی معیارونو او جیوپولیټیکل شخړو څخه لرې پاتې شي کړي.
-
جنرال موسوي: په ۱۲ ورځنۍ مقدسې دفاع کې د روسیې دریځونه ښه او کلک وو
Sep 18, 2025 11:58پارس ټوډې - د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز وویل: د ایران پر ضد د صهیونیسټ رژیم د برید په اړه په ملګرو ملتونو او د اټومي انرژۍ په نړیوال سازمان کې د روسیې دریځونه خورا ښه او ټینګ وو.
-
هسپانیا د اسراییلي رژیم د مشرانو د نیولو لپاره له هاګ سره همکاري کوي
Sep 18, 2025 11:08پارس ټوډې - د هسپانیې د لوی څارنوال دفتر اعلان وکړ چې دوي به د صهیونیسټ رژیم د مشرانو او په غزه کې له بشري حقونو د سرغړونکو د نیولو د امر په هکله د نړیوالې جنایي محکمې سره همکاري وکړي.