-
پاکستان: د افغان محصلانو پر زدهکړو بشپړ بندیز نشته
Sep 11, 2026 05:02د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دغه هېواد کې پر افغان محصلانوپه زدهکړو بشپړ بندیز نشته او هغه افغان زدهکوونکي چې معتبره ویزا ولري او د یو پوهنتون په رسمي تحصیلي پروګرام کې ثبت وي، کولی شي په پاکستان کې پاتې شي او خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
-
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د افغان محصلانو د ایستلو پرېکړه وغندله
Sep 10, 2026 07:36د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د دغه هېواد د طب او غاښونو له پوهنځیو څخه د افغان محصلانو، په ځانګړي ډول د ښځینه محصلانو، د ایستلو او د نویو افغان محصلانو د نه منلو پرېکړه غندلې ده.
-
د مرستو د کمېدو له کبله شاوخوا ۶ سوه روغتیايي مرکزونه بند شوي
Sep 10, 2026 07:28د نړیوالو بشري مرستو دکمښت په وجه په افغانستان کې کابو ۶۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې خدمتونه کم شوي
-
افغانستان کې د پولیو ناروغۍ ۴ نوې پېښې ثبت شوې دي
Sep 10, 2026 07:21د روغتیا نړیوال سازمان (W.H.O) خبر ورکړی چې، په افغانستان کې د روانې اوونۍ پر مهال د پولیو ناروغۍ څلور نورې مثبتې پېښې ثبت شويې دي.
-
د سپاه ویاند: امریکا په سیمه کې د خپل شتون د دوام توان نه لري
Sep 10, 2026 06:13پارسټودی ـ د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ویاند، په دې خبرې سره چې امریکا په سیمه کې د حضور د دوام توان نه لري، وویل: د هرمز تنګی نن د نړیوال نظم او د جګړې د برخلیک له ټاکونکو عواملو څخه دی او د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو جغرافیایي، عملیاتي او پوځي ظرفیتونو په کارولو سره پر دې سیمه اغېزناک مدیریت او واکمني لري.
-
خارجه وزارت د ایران په کشتیو د امریکې حمله وغندله
Sep 10, 2026 05:25پارستودي- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د سې شنبې شپې په شپه پر څو ایراني تیل وړونکو کشتیو د امریکا د ترهګر پوځ برید په کلکه وغانده.
-
د امریکائي جنګي الوتکو د ترمیم،او دیره کولومرکزونه په نښه شول
Sep 09, 2026 06:25پارس ټوډې - د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عامه اړیکو څانګې په خپلې ۱۳ اعلامیې کې اعلان وکړ چې د امریکائي F-35، F-16 او F-15 ډوله جنګي الوتکو د ترمیم او ساتنې، چمتو کولو او دیره کولو کولو هنګرونه، او د جنګي الوتکو «شلټرونه» په نښه شوي دي.
-
امریکې افغان پناهغوښتونکي ګویانا ته ولېږدول
Sep 07, 2026 08:17د ټرمپ حکومت هغه افغان کډوال چې په ناقانونه توګه امریکا ته داخل شوي وو، ګویانا ته لېږلي دي.
-
طالبان د سیلابونو د احتمالي رامنځته کېدو په اړه خبرداری ورکوي
Sep 07, 2026 08:09طالبانو اعلان کړی چې د ناڅاپي بارانونو له امله به د افغانستان د ځینو سیندونو د اوبو کچه لوړه شي.
-
ګوترش: د افغان ښځو پر کار بندیز دې سمدستي لغوه شي
Sep 07, 2026 08:02د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش په یو خپاره کړي بیان کې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د «تبعیضي» سیاستونو په غندلو سره، له طالبانو وغوښتل چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز سمدستي لغوه کړي.