-
خلیلزاد: افغان طالبان باید امریکایي بندیان خوشي کړي
Feb 07, 2026 09:18د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې د امریکا او افغان طالبانو ترمنځ په اړیکو کې د پرمختګ مخه د بندیانو د خوشي کیدو مسالې ډب کړې ده.
-
په افغانستان کې سږکال څه باندې ۱۵۸ زره متریک ټنه مالوچ ترلاسه شوي
Feb 07, 2026 09:08د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې، روان کال په ټول هېواد کې له څه باندې ۱۰۴ زره هکټاره ځمکې څخه ۱۵۸ زره او ۲۰۵ متریک ټنه مالوچ ترلاسه شوي.
-
هند او افغانستان په اسلام اباد کې برید وغانده او د پاکستان تورونه یې رد کړل
Feb 07, 2026 08:47هند او افغانستان د جمعې په ورځ د پاکستان د پلازمېنې اسلاماباد په خدیجة الکبری جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال ځانمرګی برید وغانده او په هغه کې د لاس لرلو تورونه رد یې کړل
-
پاکستان د افغانستان له لارې له قزاقستان سره د سوداګرۍ موافقه لاسلیک کړه
Feb 06, 2026 02:34پاکستان له قزاقستان سره د افغانستان له لارې د سوداګرۍ د پراختیا په باب موافقه لاسلیک کړه.
-
په بیجینګ کې افغان سفیر له چینايي چارواکو سره د واخان سړک په اړه خبرې کړي
Feb 06, 2026 02:31د طالبانو حکومت په واخان کې د چین تر پولې د سړک جوړولو چارو ته د دوام ورکولو ترڅنګ هڅه کوي چې چینايي چارواکو ته هم قناعت ورکړي چې له خپل لوري د دې سړک چارې پرمخ یوسي.
-
درانی: په بلوچستان کې تاوتریخوالی اندېښمنوونکی دی او حکومت دې د خلکو خوندیتوب ډاډمن کړي
Feb 06, 2026 02:28د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي چې په بلوچستان کې تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی او دولت هم مسئولیت او هم حق لري چې له خپلو اوسېدونکو ساتنه وکړي او نظم ټينګ کړي.
-
په افغانستان کې نږدې ۵ میلیونه کسان په تنفسي ناروغۍ اخته شوي
Feb 06, 2026 02:23په افغانستان کې د تنفسي ناروغانو شمېر زیات شوی دی. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دې ناروغانو شمېرې د تېرو درېو میاشتو په ترڅ کې نژدې پنځه میلیونه یادوي.
-
په خوست کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله درې ښځې مړې شوې دي
Feb 06, 2026 02:09په خوست کې ځايي سرچینو ویلي چې په دغه ولایت کې د ګاز ډبې د چاودنې په پایله کې درې ښځې مړې شوې او یو ځوان ټپي شوی دی.
-
د ترکیې او قطر له بهرنیو چارو وزیرانو سره د عراقچي ټلفوني خبرې
Feb 04, 2026 03:45د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني، پرون ماښام په یوه ټلفوني تماس کې د سیمې د وروستیو پیښو په اړه خبرې وکړې او نظرونه یې تبادله کړل.
-
د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي نښو د نوي کولو لړۍ پیلېږي
Feb 02, 2026 10:48په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیګدلي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر ملا نورالله نوري سره د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډ سرحد د تثبیت او سرحدي نښو نښانو د نوي کولو په اړه خبرې کړې دي.