-
د «فلسطین ۲» بالسټیک توغندي سره د صهیونیسټي رژيم «نواتیم» اډه په نښه شوه
Nov 23, 2024 02:48د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند په یوه بیانیه کې اعلان کړی چې د دغه هېواد پوځ د صهیونیسټي رژیم د «نواتیم» هوایي اډه یې په توغندیزې حملې سره په نښه کړې ده.
-
د نتانیاهو او ګالانټ د نیولو حکم صادر شو
Nov 22, 2024 01:51رسنیزو سرچینو وویل چې د جزا نړیوالې محکمې د صهیونیسټي رژيم د وزیراعظم او د جنګ د څنګته کړی شوي وزیر د نیولو حکم صادر کړ.
-
اسرائیلو په غزې تړانګه کښې د خپلو اتوسوو پوځیانو په وژل کیدا اعتراف کړی
Nov 20, 2024 12:27ایرنا خبري اژانس راپور راکړی صهیونیسټي سرچینو د غزې تړانګې په شمال کښې د یوه بل پوځي د وژلې په اعلانولو سره ادعا وکړه چې د غزې د جنګ له پیل راهسې تراوسه اته سوه صهیونیسټ پوځیان هلاک شوي دي.
-
د مقاوت له ډلو سره په مقابلې کښې له بې وسۍ وروسته د نتانیاهو په کابینه کښې ژور کړکیچ او اختلاف:-
Nov 20, 2024 10:55د صهیونیسټ رژيم کابینه د غزې او د لبنان د جنګونو له دوام او د فلسطین او د لبنان له مقاومت ډلو سره په مقابله کولو کښې د دغه رژيم له بې وسه کیدا وروسته له بې ساري ژور کړکیچ او درز سره مخامخ شوی دی.
-
د ایران خارجه وزیر د اروپايي هیوادونو په نویو بایکاټونو نیوکه وکړه
Nov 20, 2024 10:23زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د فرانسې د باندنیو چارو له وزیر «ژان نوئل بارو» سره په ټیلي فوني خبرو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د نویو بایکاټونو په لګولو کښې د اروپايي هیوادونو په لمسونکي او نه توجیه وړ اقدام نیوکه وکړه.
-
د پانترکانو او صهیونیسټانو اتحاد به په روسیه کې هېڅ هم ونه کړي
Nov 20, 2024 09:07د روسیې د تالشان د پراختیايي مرکز مشر د روسیې د تالشان پر وړاندې د پانترکانو او صهیونیسټانو اتحاد ناوړه خو بې اغېزې وبلله.
-
اوربند به له لبنان څخه اعلان شي او که تل اویو څخه؟
Nov 20, 2024 09:00ایرنا خبري اژانس راپور راکړی« العربي الجدید» رسنۍ راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم کابینه په بیروت کښې د امریکا د ځانګړي استازي «عاموس هوکشتاین » شتون د دغه چارې نښه ګڼي چې د مشکل حل کیدل نږدې دي خو معلومه نه ده چې هغه به اوربند له لبنان څخه اعلان کړي یا له تل اویو څخه.
-
ایران د لبنان مظلومو خلکوته لس زره ټنه ولسی مرستې لیږی
Nov 20, 2024 01:41د ایران د اسلامی جمهوریت د سرئې میاشتې ټولنې مشر ووئيل، د ایران سرې میاشتې ټولنه به ډیر زر د لبنا ن له خلکو سره د ایران د ولس له مرستو لس زره ټنه مرستې دغه هیواد ته ولیږدوي.
-
رژیم او لوېدیځې رسنۍ په غزه او لبنان کې د ماشومانو د وژلو د عادي کولو په لټه کې دي
Nov 20, 2024 08:16د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ادارې (یونیسف) ویاند په غزې او لبنان کې د ماشومانو د وژنې د عادي کولو پر وړاندې د نړیوالو ټولنو پر چوپتیا نیوکه وکړه.
-
وحشي اسرائيلوپرخبریالانو 1600 حملې کړي او ماشوم ټيلیویژني چینل ئې هم تباه کړ
Nov 19, 2024 11:15پارس ټوډې – د العالم خبری چینل د مشرې ایډیټرې په وینا، صهیونیسټي رژيم د ۲۰۲۳کال داکتوبر له اومې نیټې څخه راپه دې خوا په غزې تړانګې او لبنان کې دخبریالانو او خبری رسندویو په ضد یو زر شپږ سوه حملې کړي دي.