-
د مقاومت خلاف د کورواکه تشکیلاتو حمله، له سرې کرښې تیریدل دي
Dec 17, 2024 03:47د فلسطین د آزادۍ لپاره ولسي جبهې ویلي چې په جنین کښې د فلسطیني مبارزانو خلاف د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د ځواکونو بریدونه، په سرو کرښو خطرناک اوړیدل دي.
-
په سوشل میډیا کښې مشهور فلسطیني شخصیت د صهیونیسټانو په لاس شهید شو
Dec 17, 2024 02:45د «خالد نبهان» په نامه د (روحة الروح) په نامه د غزې د ماشومانو د مظلومیت د تلپاتې کلیپ خاوند چې په ټولنیزو شبکو کښې ډیر زیات لیدل شوی و، شهید شو.
-
کویت له ایران سره د اړیکو پراختیا غواړي
Dec 17, 2024 02:17د کویت د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال په مختلفو په تیره بیا اقتصادي او تجارتي برخو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه.
-
د ایران د انرجۍ وزیر: د تهران او عشق آباد ترمینځ په ټولو برخو کښې ملګرتیا مخ په زیاتیدو ده
Dec 17, 2024 01:59د ایران د انرجۍ وزیر عباس علي آبادي په دې خبرې سره چې په تیره بیا د ټرانسپورټ، ټرانزټ او انرجۍ په شمول په ټولو برخو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت او ترکمنستان ملګرتیا مخ په زیاتیدو ده، وویل: دا ملګرتیاوې نه یوازې د دواړو هیوادونو بلکې د سیمې د نورو هیوادونو هم په ګټه دي.
-
د ایران د اسلامی شورا مشر د صهیونېسټ رژیم له جنایتونو سره د مقابلې لپاره د اسلامی نړۍ په یووالی تاکید وکړ
Dec 16, 2024 03:53د ایران د اسلامی شورا مشر په دې خبرې ټینګار سره چې ترهګرې ډلې د سیمې د هیوادونو ترمینځ د ناامنۍ د رامینځته کولو په لټه کښې دی د صهیونیسټی رژیم په وړاندې د یووالی ساتل د اسلامی نړۍ او مسلمانو ملتونو دنده وبلله او ویې ویل نن د سوریې خلک له سختو شرایطو سره مخ دي او مسلمان هیوادونه باید له دوی سره مرستې وکړی .
-
ایران او پاکستان ددوه اړخیزه تجارت او ټرانزیټي او ټرانسپورټي آسانتیاؤپه زیاتولو سره موافقه وکړه.
Dec 15, 2024 02:58تهران ریډیو - په پاکستان کې د ایران سفیر او ددغه هیواد د ارتباطاتو وزیر دوو اړخیزو تجارتي چارو د پراختیا او د ټرانزیټ او ټرانسپورټی فعالیتونو دآسانتیاؤ په لړ کې د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ په اړه سره د نظر تبادله وکړه.
-
د ایران د انرجۍ وزیر: د ایران او قطر د سوداګري مبادلاتو اندازه یو میلیارډ ډالرو ته رسیږي
Dec 13, 2024 04:16د ایران د اسلامي جمهوریت د انرجۍ وزیر په راتلونکي کښې یو میلیارډ ډالرو ته له قطر سره د سوداګریزو اړیکو د زیاتیدو خبر ورکړ.
-
اسلام آباد کښې د فلسطین له خلکو د ملاتړ او د بشري حقوقو نړیواله ورځ ونمانځله شوه
Dec 13, 2024 04:07د بشري حقوقو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کښې د فلسطین له خلکو په ملاتړ کښې د غزې د خلکو د ژغورنې په لړ کښې، د پاکستان د بشري حقوقو د شورا له خوا یولړ مراسم ترسره شول.
-
حماس له صهیونیسټي رژيمه په شکایت کښې د آیرلینډ جمهوریت د شاملیدو هرکلی وکړ
Dec 13, 2024 04:03د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) په غزه کښې د نسل وژنې په هکله د انصاف په نړیواله محکمه کښې د اسرائیلو له رژيمه د جنوبي افریقې د شکایت په دوسیه کښې د آیرلینډ جمهوریت د شاملیدو هرکلی وکړ.
-
بې پولې رپورټران: اسرائيل په ۲۰۲۴ کال کښې په دریو کښې د یوه برخه خبریالانو د وژلو ذمه وار دی
Dec 13, 2024 04:00د بې سرحده ډاکټرانو سازمان په یو رپورټ کښې ویلي دي: په روان ۲۰۲۴ کال کښې له دریو نه د یوه برخه وژل شویو خبریالانو د وژلو مسئول، اسرائیلي پوځیان دي.