-
هندوستان د کشمیر په مسلې کښې ددریمګړی لاسوهنه نه منی :-
Aug 27, 2019 11:12د هندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی د کشمیر په مسلې کښې د دریم (۳) هیواد هرډول مینځګړیتوب یا لاسوهنه رد کړه .
-
د پاکستان وزیراعظم یوځل بیا د کشمیر په لړ کښې د هندوستان په فیصلې نیوکه وکړه
Aug 27, 2019 01:22د پاکستان وزیراعظم د جمو او کشمیر سیمې د ځانګړو امتیازاتو د ختمولو په هکله د هندوستان د حکومت وروستۍ پریکړه، د نوې ډیلي سټراټیجکه غلطي وبلله.
-
د پاکستان د ریلوی وزیر په اماراتو او بحرین نیوکه وکړه
Aug 26, 2019 12:13د پاکستان د ریلوی وزیر د هندوستان وزیراعظم ته د اماراتو او بحرین د ترټولو غوره غیرپوځي اعزاز په ورکړې باندې نیوکه وکړه.
-
پاکستاني خبریال په بحرین سخته نیوکه او د انقلاب د معظم رهبر د دریځ ستاینه کړې
Aug 26, 2019 11:01د پاکستاني رسنیو یو ډیر مشهور اینکر او جنرلسټ د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر له خلکو په ملاتړ کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د دریځ قدرونه وکړه.
-
د هندوستان د اقداماتو په وړاندې د کشمیریانو مقاومت ضروري دی
Aug 26, 2019 10:00د کشمیر حریت کانفرنس یو مشر د دغې سیمې له خلکو وغوښتل چې د هندوستان د امنیتي ځواکونو د حملو په وړاندې مقاومت وکړي.
-
له اماراتو وروسته دبحرین آل خلیفه رژیم هم مودی سرکارته ملی ایوارډ ډالۍ کړ
Aug 26, 2019 02:20د ایران د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای په همداوروستیو کې په کشمیر سیمې کې دهندی پوځیانو جنایتونه محکوم کړی او په ډاګه ئې وئیلی دی ،هندی حکومت او پوځ دې دمسلمانانو په ضد خپل جنایتونه اوظلمونه پای ته ورسوی او اسلامی امت دې په اتحاد او یووالی سره د مظلومو مسلمانانود ژوند ساتلو لپاره لاس په کار شی .
-
اماراتو ته دپاکستان دمشرانو جرګې دمشر سفر لغوه شو
Aug 25, 2019 09:27ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دمشرانو جرګې سینا مشر صادق سنجرانی دکشمیر له کړکیچ سره په یوخت متحده عربی اماراتو ته د هندوستان د لومړی وزیر ناریندرا مودی په سفر باندې اعتراض کښې ابوظهبۍ ته خپل رسمی سفر لغوه کړ .
-
کشمیر کښې ولسي اعتراضونه دوام لري
Aug 25, 2019 01:36د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر خلکو یوځل بیا په سیمه کښې لګیدلي ګرځبندیز ته په بې پامۍ سره مظاهرې وکړې.
-
د پاکستان خارجه وزیر د کشمیر په هکله د ملګرو ملتو له سرمنشي سره خبرې وکړې
Aug 25, 2019 03:34د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتو له سرمنشي سره په ټیلیفوني خبرواترو کښې د هندوستان له خوا په کشمیر کښې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ د مخنیوي غوښتونکی شو.
-
چابهار بندرد شمال جنوب کریډور اقتصادی دروازه ده
Aug 24, 2019 10:05د ایران چابهار بندر دایران یوازینی سمندری بندر دی ، چې د هندسمندر او مکران سمندر په څنډې کې واقع دی . او دغه نړیوال بندر د سمندر آزادو اوبو ته د افغانستان ، ترکمنستان ، ازبکستان ، تاجیکستان او قرغیزستان او قزاقستان په څیر د مینځنۍ آسیا په وچې کې کلابندو هیوادونو دلاس رسی له تر ټولو نزدې او سټراټژیک موقعیّت څخه برخمن دی .