-
د تورخم د پولې په نښته کښې پاکستانی مېجر ووژل شو
Jun 14, 2016 10:48د پاکستان د فوځ یو چارواکی مېجر علی جواد چنګیزی چې د تورخم په پرونۍ جګړه کښې زخمی ؤ مړ شو.
-
په طورخم کې د افغان او پاکستانی ځواکونو ترمینځ د شخړې او د یوه بل پرضد د لانجې د پیلولو د تورونو په اړه د پاکستان د تکړه سیاستوال ښاغلی بسم الله خان کاکړ مرکه دلته واورئ
Jun 14, 2016 09:44په طورخم کې د افغان او پاکستانی ځواکونو ترمینځ د شخړې او د یوه بل پرضد د لانجې د پیلولو د تورونو په اړه د پاکستان د تکړه سیاستوال ښاغلی بسم الله خان کاکړ مرکه دلته واورئ
-
که داهل تشیعَ په حقه غوښتنې ونه منل شی نو له روژې مبارکې میاشتې وروسته دلانګ مارچ مخه هیڅوک نشی نیوی
Jun 13, 2016 15:42دپاکستان دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ دملتان څانګې له خپل مشر علامه راجه ناصر عباس جعفری په ملاتړ کې چې له تیرې څه دپاسه یوې میاشتې راهسې ئې په اسلام اباد کې دولسمشر ۍ ،صدراعظمۍ دماڼیو او دغه راز دولسی پارلیمان د ودانۍ په وړاندې دخپل مظلوم ملت په ضد دجنایتونو او دحکومتی شکمنې چپتیا په خلاف لوږتړ کړی دی
-
په پاکستان کښې پینځۀ ترهه ګرووژل شول
Jun 14, 2016 12:35د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د پاکستان د امنیتی ځواکونو او ترهه ګرو په مقابله کښې پینځه ترهه ګرو ووژل شول
-
د افغانستان او پاکستان ترمېنځ تاوتریخوالے دوام لری
Jun 14, 2016 12:30د پاکستان فوځ د تورخم پولې ته د ټېنکونو په شان درنو وسلو او جنګی سازوسامانونو په وړلو سره د پوله ایزو سیمو خلق امنه سیموته منتقل کړل.
-
د چابهار او ګوادر بندرونو ترمنځ ارتباط رامنځته کیږی
Jun 14, 2016 12:09د بهرنی سیاست په چارو کی د پاکستان د لمړی وزیر سلا کار، وویل: سیمه د زیات شمیر بندرونو د فعالیت ظرفیت لری، ځکه نو د چابهار بندر؛ د ګوادر لپاره خطر نه ګنل کیږی، او هڅه کوؤ په ریلې پټلیو سره، دغه دوه بندرونه له یو او بل سره ونښلوو.
-
په اسلام اباد کې دافغانستان سلایار خارجه وزارت ته احضار شو
Jun 13, 2016 12:37دپاکستان خارجه وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره په تورخم پولې کې په پرونیو نښتو کې افغان پوله ساتونکو دپاکستانیو پوله ساتونکو په لور په ډزو سره د وو عسکرو پشمول یولس عام کسان چې څو ښځې او ماشومان هم پکې ترسترګو کیږی سخت ټپیان کړی دی .
-
د پاکستان قبایلی سیمې دې د خیبرپښتونخوا برخه وګرځی
Jun 14, 2016 01:49د پاکستان د قبایلی سیمو د اصلاحاتو کمیټې د سیاسی، امنیتی ادارې او عدلی اصلاحاتو په موخه وړاندیز کړی چې د دغه هیواد اوه واړه قبایلی سیمې (ایجنسۍ) په خیبر پښتونخوا صوبه کښې شاملې کړی شی.
-
پاکستان له اردن څخه ایف-۱۶ ډوله الوتکې اخلی
Jun 14, 2016 01:04د پاکستان مرستیال دفاع وزیر وویل چې له امریکې څخه د اتو ایف-۱۶ ډوله الوتکو د پیر د ناکامه کیدو وروسته د اسلام آباد حکومت دا الوتکې له اردنه اخلی.
-
پاکستان هم په تورخم کښې شوې نښتې ته غبرګون ښودلی
Jun 13, 2016 11:04د پاکستان دفاع وزارت په تورخم سرحد کښې د نښتو په هکله اندیښنه څرګنده کړه.