د افغانستان ولسمشر د اوربند د غځیدا غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100294-د_افغانستان_ولسمشر_د_اوربند_د_غځیدا_غوښتنه_وکړه
اریانا نیوز خبري اژانس راپور ورکړ د افغانستان ولسمشر اشرف غني د کوچني اختر په مناسبت په طالبانو غږ وکړ چې په هیواد کښې درې (۳) ورځنی اوربند تمدید کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 14, 2021 07:09 Asia/Kabul
  • د افغانستان ولسمشر د اوربند د غځیدا غوښتنه وکړه

اریانا نیوز خبري اژانس راپور ورکړ د افغانستان ولسمشر اشرف غني د کوچني اختر په مناسبت په طالبانو غږ وکړ چې په هیواد کښې درې (۳) ورځنی اوربند تمدید کړي .

هغه وویل جنګ پوځي حل لاره نلري او طالبان باید له لاس ته راغلي فرصته استفاده وکړي او د جنګ د ختمولو او د سولې د خبرو اترو د بهیر د پرمخ بیولو لپاره هڅه وکړي .

طالبانو د کمکي اختر په مناسبت درې (۳) ورځې اوربند اعلان کړی او ویلي یې دي دغه اوربند به تمدید نکړي .

د افغانستان خلکو ، چارواکو او نړیوالې ټولنې د طالبانو د  دغه اوربند هرکلی کړی خو د هغه د غځیدا غوښتنه یې کړي ده .

ویل کیږي چې په افغانستان کښې د موقته اوربند اجرا د سولې د تحقق لپاره د مناسبې فضا د رامینځته کیدا لپاره د خوشبینۍ سبب شوي ده .

د افغانستان زیاتو خلکو چې کوچني اختر او درې (۳) ورځې اوربند یې خوشحالۍ دوه چنده کړي دي له طلوع نیوز ټیلي ويژن سره په مرکو کښې په طالبانو غږ کړی چې دغه اوربند تمدید کړي .

د افغانستان خلک چې د جنګ او د تاوتریخوالي اصلي قربانیان دي هیله من دي چې د طالبانو لخوا دغه اوربند درې (۳)ورځې نه وی او هغه دوام ولري چې د ولس خوشحالۍ دوه چنده شي .

د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول د سیمې هیوادونو هم ددغه اوربند هرکلی کړی او د هغه د دایمي کیدا غوښتنه یې کړي ده .