طالبان په افغانستان کې یوازې په جنګ تمرکز لري
د افغانستان حکومت د طالبانو ډلې له خوا د خبرواترو ردیدا لپاره هیڅ پلمه نه ده پریښودلې او د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کولو او د مشارکتي حکومت دجوړولو په وړاندیز سره له خپلې خوا ډير نرمښت نندارې ته وړانډې کړی دی .
سپوټنیک خبری آژانس راپور ورکړی ، د افغانستان د حکومتي مرکچي ټيم یوه غړي حفیظ منصور نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، طالبانو ډله تر دې د مه هم په دې اند ده چې د جنګ له لارې قدرت ته رسیدلی شي او ددغې ډلې مرکچي ټيم د راتلونکي حکومت په باب د افغانستان د حکومت هیڅ یوه وړاندیز ته غوږ نه ږدي .
حفیظ منصور په داسې حال کې چې مشارکتي نظام د درست افغان ولس په ګټه ګڼلی زیاته کړې ئې ده،طالبان دې پوهه شي،چې د جنګ او تاؤټریخوالي زیاتیدا هیڅکله هم دغه ډله خپلو موخو ته نشي رسولی .
په دغه راپور کې زیاته شوې ده،د افغانستان حکومت د طالبانو ډلې له خوا د خبرواترو ردیدا لپاره هیڅ پلمه نه ده پریښودلې او د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کولو او د مشارکتي حکومت دجوړولو په وړاندیز سره له خپلې خوا ډير نرمښت نندارې ته وړانډې کړی دی .
له دې مخکې هم د افغانستان ملی مصالحې دلوړې شورا مشر عبدا.... عبدا... او د ولسمشرۍ لوړپوړي سلاکار محمد محقق هم ټينګار کړی ، چې طالبان سولې سره هیڅ ګروهنه نه لري او نړۍ باید اجازت ورنکړي ، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهه ګرۍ لپاره د امن په ځالې بدل شی .