له چینه به ډير زر اوه لکه ډوزه کرونا ضدواکسن راورسیږي
له دې مخکې د روغتیائي چارو زوارت مسئولانو وئیلی وو چې تر دې دمه افغان ښاریزو ته څه دپاسه پنځه لکه ډوزه واکسن ورکړل شوي دي .
زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د افغانستان ولسمشر اشرف غني پرون دروغتیایي چارو د وزارت په مشرۍ له پلاوي سره په ناستې کې د کرونائي بحران دد ریمې څپې او په دې باب د حکومت دراتلونکو اقداماتو دمدیریّت په ارتباط د نظر تبادله کړې .
اشرف غني وئیلی دي ،ډیر زر به له چینه د کرونائي واکسنو کابو اوه لکه ډوزه راروسیږی او دغه راز په داخل او له خارجه هم د ضرورت وړ آکسیجن د برابرولو په خاطر لازم اقدامات هم شوي دي
د ارګ په اعلامیې کې راغلی دي ،اشرف غني وئیلی دي ، د افغانستان حکومت ددغه هیواد د ډاکټرانو ،عزت ، احترام او حیثیّت د ساتلو ژمنتیا لري او هغه کسان چې له دوي سره ناسم چلند کوي ، قضائي چلند به ورسره وشی
د اشرف غني دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې په وروستیو شپو ورځو کې په افغانستان کې له کرونائي ویروسه دککړتیاؤ او مړینو شمیر په اوڅاره توګه زیات شوی دی .
له دې مخکې د روغتیائي چارو زوارت مسئولانو وئیلی وو چې تر دې دمه افغان ښاریزو ته څه دپاسه پنځه لکه ډوزه واکسن ورکړل شوي دي .