په مکه مکرمه کې د افغانستان او پاکستان عالمان په سولې غږیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101450-په_مکه_مکرمه_کې_د_افغانستان_او_پاکستان_عالمان_په_سولې_غږیږي
په دغه کنفرانس کې  دپاکستان او افغانستان لوړپوړي دینی عالمان  هم ګډون کوي او په پای کې به د افغانستان  او د  سیمې د وروستیو حالاتو په باب یوه اعلامیه هم صادره کړي .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Jun 10, 2021 11:44 Asia/Kabul
  •  په مکه مکرمه کې د افغانستان او پاکستان عالمان په سولې غږیږي

په دغه کنفرانس کې  دپاکستان او افغانستان لوړپوړي دینی عالمان  هم ګډون کوي او په پای کې به د افغانستان  او د  سیمې د وروستیو حالاتو په باب یوه اعلامیه هم صادره کړي .

په سعودي عربستان کې د اسلامی ملګرتیا موسیسې په کوربتوب سره د افغانستان او پاکستان د لوړ پوړو دیني عالمانو په ګډون  په افغانستان کې د سولې اعلان په عنوان سره نن غونډه کیږي .

زمونږخبریال  راپور راکړ،د افغانستان د حج ارشاد او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې، دا کنفرانس په مکه مکرمه کې د حرم شريف ترڅنګ جوړیږي او موخه ئې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي او جګړې پر خلاف او د سولې او ثبات په ملاتړ د افغانستان او پاکستان د علماؤ ګډ ديني موقف روښانول دي .

د دغه وزارت لخواپه  خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، د افغانستان په استازيتوب د ارشاد، حج او اوقافو وزيرمحمد قاسم حليمي، په سعودي عربستان کې د افغانستان  سفير او ځانګړی استازی احمد جاوید مجددي ، په  اسلامي ملګرتیا موسیسې کې د افغانستان دايمي استازی ډاکټر ر شفيق صميم او عنايت ا.... بليغ ، د افغانستان د عالمانو د عالي شورا غړی په حضوري توګه وينا کوي.

سرچینې زیاته کړې، دغه راز د پاکستان په استازيتوب د پاکستان د ديني چارو وزير  ډآکټر نورالحق قادري،په سعودي عربستان کې د پاکستان سفير بلال اکبر او د اسلامي ملګرتیا کې د پاکستان سفير،دايمي استازی رضوان سعيد شيخ او د مسلمانانو نړيوال ليګ سکرتر جنرال ، شیخ ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسی ګډون کوي ‌.

په دغه کنفرانس کې  دپاکستان او افغانستان لوړپوړي دینی عالمان  هم ګډون کوي او په پای کې به د افغانستان  او د  سیمې د وروستیو حالاتو په باب یوه اعلامیه هم صادره کړي .