د کابل حکومت او طالبان دې دخبرواترو میزته کیښني
د افغانستان د حکومت او طالبانو ډلې ترمینځ دسولې خبرې اترې بندون ته رسیدلی دي او له هغه وخته چې د امریکا په مشرۍ بهرني عسکرچې د افغانستان د جنګ او ناکراریو اصلي عاملان شمیرل کیږي،طالبانو خپلې حملې زیاتې کړي او هڅه کوي ، خپل نامعقولې غوښتنې پر افغان حکومت وتپي .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی، دافغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشرځانګړي استازي نن په یولړ څرګندونو کې وئیلی دي ،روسیې په کرتو د افغانستان د حکومت او طالبانوډلې ترمینځ دخبرواترو دترسره کیدا په ضرورت ټینګار کړی او پر طالبانو ئې غږکړی،چې جنګ ،تاؤتریخوالی او وژلې دې ختمې کړي .
ضمیر کابلوف زیاته کړې،دغه شان خبرو اترو ترسره کیدا به د افغانستان مشکلات حل کړي .
هغه د طالبانو په لاس د افغانستان د ځینو برخو دنیول کیدا په باب نتیجه اخستل وارمخکې وبلل ا و وې وئيل و دغه ډله واړې واړې ولسوالۍ په کنټرول کې لري،خو د ولایتونو مرکزونه د دو ي په اختیار کې نه دي .