د پاکستان په بندرونوکې دافغان تاجرانود کنټینرولګښتونه کم شوی
د پاکستان له لارې د افغانستان صادرات ، د نوي ډیلی او اسلام اباد ترمینځ دسیاسی تاؤتریخوالو په دلیل تل له چیلنجونو او مشکلاتو سره مخ دی او په زیاتره وختونو کې پاکستان ددغه هیواد له لارې هندوستان ته د افغانستان دتاجرانو د شیانو دمنتقلولو اجازت نه ورکوي
زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ، د پاکستان په بندرونو کې د افغان تاجرانو دکنټنرونو ددریدا لګښت کم شوی او په دغو بندرونو کې به له دې وروسته د کنټینرو نهو ورځو پورې دساتل کیدا په ځاي په دوو ورځو کې ترخیص کیږي او لازیاتې اسانتیاوې به ولري .
په عین حال کې د افغانستان دتجارتي چارو د کوټو یوه مسئول مقام خان جان الکوزي د پاکستان دحکومت ددغه اقدام هرکلی کړی او وئيلي ئې دي ،که څه هم پاکستان په کرتو ژمنه کړې ، خو له بده مرغه ئې پر خپلو ژمنو ډیر کم عمل کړی دی .
د پاکستان له لارې د افغانستان صادرات ، د نوي ډیلی او اسلام اباد ترمینځ دسیاسی تاؤتریخوالو په دلیل تل له چیلنجونو او مشکلاتو سره مخ دی او په زیاتره وختونو کې پاکستان ددغه هیواد له لارې هندوستان ته د افغانستان دتاجرانو د شیانو دمنتقلولو اجازت نه ورکوي ، چې دافغان تاجرانو لپاره ئې ډیرې ستونزې راولاړې کړي دي
د افغانستان تاجران په کرتو مدعي شوي چې پاکستان د افغانستان له تاجرانو څخه په کال کې کابو نهه سوه میلیون ډالر په مختلفو پلمو سره ترلاسه کوي .