د پاکستان په بندرونوکې دافغان تاجرانود کنټینرولګښتونه کم شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102452-د_پاکستان_په_بندرونوکې_دافغان_تاجرانود_کنټینرولګښتونه_کم_شوی
  د پاکستان له لارې د افغانستان صادرات ، د  نوي ډیلی او اسلام اباد ترمینځ دسیاسی تاؤتریخوالو په دلیل تل  له چیلنجونو او مشکلاتو سره مخ دی او   په زیاتره وختونو کې  پاکستان ددغه هیواد له لارې  هندوستان ته د افغانستان دتاجرانو د شیانو دمنتقلولو اجازت نه ورکوي
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 02, 2021 01:12 Asia/Kabul
  •  د پاکستان په بندرونوکې دافغان تاجرانود کنټینرولګښتونه کم شوی

  د پاکستان له لارې د افغانستان صادرات ، د  نوي ډیلی او اسلام اباد ترمینځ دسیاسی تاؤتریخوالو په دلیل تل  له چیلنجونو او مشکلاتو سره مخ دی او   په زیاتره وختونو کې  پاکستان ددغه هیواد له لارې  هندوستان ته د افغانستان دتاجرانو د شیانو دمنتقلولو اجازت نه ورکوي

 زمونږخبریال  د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ،  د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي  صادق خان  پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ،  د پاکستان په بندرونو کې د افغان تاجرانو  دکنټنرونو ددریدا لګښت  کم شوی  او  په  دغو بندرونو کې به  له دې وروسته  د کنټینرو  نهو ورځو پورې  دساتل کیدا په ځاي په دوو ورځو کې ترخیص کیږي  او لازیاتې اسانتیاوې به ولري .

 په عین حال کې د  افغانستان دتجارتي چارو د کوټو یوه مسئول مقام  خان جان الکوزي  د پاکستان دحکومت ددغه اقدام هرکلی کړی او وئيلي ئې دي ،که څه هم پاکستان په کرتو ژمنه کړې ، خو  له بده مرغه ئې پر خپلو ژمنو ډیر کم  عمل کړی دی . 

  د پاکستان له لارې د افغانستان صادرات ، د  نوي ډیلی او اسلام اباد ترمینځ دسیاسی تاؤتریخوالو په دلیل تل  له چیلنجونو او مشکلاتو سره مخ دی او   په زیاتره وختونو کې  پاکستان ددغه هیواد له لارې  هندوستان ته د افغانستان دتاجرانو د شیانو دمنتقلولو اجازت نه ورکوي ، چې   دافغان تاجرانو لپاره ئې ډیرې ستونزې راولاړې کړي دي

  د افغانستان تاجران   په کرتو مدعي شوي  چې پاکستان  د افغانستان له تاجرانو څخه په کال کې  کابو نهه سوه میلیون ډالر په مختلفو پلمو سره ترلاسه کوي .