پاکستان ته ورغلي افغان عسکر بیرته  افغان چارواکو ته وسپارل شول 
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102510-پاکستان_ته_ورغلي_افغان_عسکر_بیرته_افغان_چارواکو_ته_وسپارل_شول
د شاهدانو پر وینا پاکستاني لورې له یوې ورځې تیریدو وروسته  دغه پنځه دیرش  افغان پوله ساتي عسکر بیرته په کونړ کې ځایي چارواکو ته وسپارل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 03, 2021 10:34 Asia/Kabul

د شاهدانو پر وینا پاکستاني لورې له یوې ورځې تیریدو وروسته  دغه پنځه دیرش  افغان پوله ساتي عسکر بیرته په کونړ کې ځایي چارواکو ته وسپارل .

زمونږخبریال  له ننګرهاره راپور راکړ عینی شاهدان وایي پرون  وسله والو طالبانو د  افغانستان د  کونړ ولایت دمرورې ولسوالۍ د غاښي په سیمه کې د افغان پوله ساتي ځواک پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل چې د شاهدانو پر وینا افغان پوله ساتي ځواک درې پوستې طالبانو ته خوشې کړې  . د شاهدانو پر وینا له دغه درو  پوستو څخه څلور پوله ساتي عسکر له  طالبانو سره یو ځای شوي او پنځه دیرش   نور عسکر  د ډیورنډ پولې پورې غاړه پاکستاني پوله ساتي ځواک ته ورغلي دي. د شاهدانو پر وینا پاکستاني لورې له یوې ورځې تیریدو وروسته  دغه پنځه دیرش  افغان پوله ساتي عسکر بیرته په کونړ کې ځایي چارواکو ته وسپارل . نور تفصیل ئې له خپل خبریال  خولې آورو .