کابل د طالبانوپه ګډون سره حکومت جوړولو ته هوډمن دی
د افغانستان د ملی امنیت سلاکار ټینګار کړی ، افغانان نه غواړي ، پر درست هیواد طالبان حکومت وکړي او دیکته ورکړي ، چې د افغانستان ولس باید څرنګه ژوند وکړي . محب د افغانستان وروستیو نښتو سختیدا ته په اشارې سره وظیلي ، د طالبانو جنګ رواوالی نه لري او دا ډله دقدرت دترلاسه کولو لپاره هڅه کوي .
زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان د ملی امنیت سلاکار حمد ا... محب پرون په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي ، ددغه هیود حکومت کلک هوډ لري ، څو له طالبانو سره په مشارکت سره یو حکومت جوړ کړي .
محب دغه راز وئيلي دي ،د کابل حکومت د طالبانو او درستو ډلو ټپلو په ګډون سره دیوه حکومت جوړولو ته هوډمن دی . هغه وئیلي د افغانستان ولس په حکومت کې دطالبانو دغړیتوب مخالف نه دی ،خو ددغې ډلې د حاکمیّت مخالف دی او له طالبانو سره ئې د جنګ لپاره وسله په لاس کړې ده.
د افغانستان د ملی امنیت سلاکار ټینګار کړی ، افغانان نه غواړي ، پر درست هیواد طالبان حکومت وکړي او دیکته ورکړي ، چې د افغانستان ولس باید څرنګه ژوند وکړي . محب د افغانستان وروستیو نښتو سختیدا ته په اشارې سره وظیلي ، د طالبانو جنګ رواوالی نه لري او دا ډله دقدرت دترلاسه کولو لپاره هڅه کوي .
داپه داسې حال کې د ي چې حمد ا... محب له دې مخکې وئيلي وو ،طالبان په افغانستان کې یو واقعیّت دی او حکومت غواړي د نور ولس ترڅنګ دغه ډله هم په سوله ایز ډول ژوند وکړي .