د ایران له پولې سره نزدې اسلام قلا هم طالبانو نیولې
ایران او افغانستان په پولې کې درې ګمرکات لري چې له پرون مازدیګر رووسته دوه ګمرکات طالبانو نیولی دي .
فارس خبری اژانس له تایباد ښاره راپور ورکړ ، د ا یران دپولې په شاوخوا کې د افغانستان دهرات ولایت اسلام قلا ګمرک هم طالبانو نیولی دی .
په راپور کې وئيل شوي دي ، دافغانستان د وروستیو څو اونیو ترینګلي حالاتو ته په پام سره له ایران سره په پولې کې اسلام قلا سیمه هم چې له ایران سره نزدې دهرات ولایت تر تولو وروستۍ ولسوالي ده ، دطالبانو منګولو ته لویدلي او د اسلام قلا دپُستې یو شمیر افغاني عسکر او د دافغانستان د ګمرک یو شمیر کارکونکي د ایران دپولې په لور راغلي ا و د ایران د اسلامی جمهوریت پوځ او سرحدي ځواک ته ئې خپل شخصي تجهیزات او وسلې سپارلي او پناه ئې غوښتې ده .
دخبرو سرچینو په تائيد سره یوسل اویا فغان پوځيان او دګمرکاتو کارکونکو د ایران پولې ته پناه راوړې چې پولیسوهم ټول پناه غواړي کسان د بهرنیو کډوالو د دیره کیدا په ځاي کې یو ځاي کړي دي . په یوه بل خبر کې هم وئيل شوي دي،د افغانستان د اسلام قلا نیولو وروسته له خراسان جنوبي سره په پوله کې واقع ابونصر فراهي ګمرکات هم د طالبانو په لاس نسکورشوی دي.
ایران او افغانستان په پولې کې درې ګمرکات لري چې له پرون مازدیګر رووسته دوه ګمرکات طالبانو نیولی دي .