حامدکرزی هوائي ډګرله نړۍسره دافغانستان د رابطې یوازینۍکړکۍده
داپه داسې حال کې دي چې د ترکیې دپوځ په وسیله د افغانستان دپلازمینې کابل دهوائي ډګر د امنیت دتامینولو دڅرنګوالي په باب دترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان څرګندونو دافغانانو منفي غبرګونونه په ځان پسې درلودلي دي .
آناتولي خبری آژانس راپور ورکړی ، د ترکیې اوا مریکا دفاع وزیرانو حلوصی آکار او لویډ آستیّن په یوې اعلامیې خپرولو سره ، د کابل حامد کرزي نړیوال هوائي ډګر له نړۍ سره دافغانستان پرانیستی یوازینۍ کړکۍ په توګه ددغه هیواد د ولس دهوساینې او دسولې او امنیت لپاره ډير مهم بللی دی .
داپه داسې حال کې دي چې د ترکیې دپوځ په وسیله د افغانستان دپلازمینې کابل دهوائي ډګر د امنیت دتامینولو دڅرنګوالي په باب دترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان څرګندونو دافغانانو منفي غبرګونونه په ځان پسې درلودلي دي .
د افغانستان د ولسمشر یوه ویندوي محمد امیري دکابل دهوائي ډګر دامنیت دڅرنګوالي په باب د ترکیې د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې وئيلي دي ، د افغانستان حکومت دیوه مشخص پلان په اساس کابل دهوائي دګر پشمول ددغه هیواد درست هوائي ډګرونو امنیت پخپله تامینوي .
دا په داسې حال کې دي چې طالبانو ډلې هم دکابل دهوائي ډګر دامنیت دتامینولو په پلمه په افغانستان کې د ترکیې دپوځي شتون دد وام په غبرګون کې دا د نیواک د دوام لپاره یوه اړخیزه فیصله بللې او د ا ئې د افغانانو دخپلواکۍ او هوډترپښو لاندې کول بللي او وئیلی ئې دي ،ترکیه په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د امریکائي او ناټوځواک تر څنګ ولاړه وه او باید خپل پوځیان له دغه هیواده وباسي .