ښکیل لوري دې جګړې سمدستي بندې کړي
د کندهار ولایت لسګونه ځوانانو نن د یو صلحه ایز لاریون پرمهال د جګړې پر ښکېلو لوریو غږ وکړ، چې جګړه پریږدي او زرترزره اوربند وکړي.
د کندهار ولایت لسګونه ځوانانو نن د یو صلحه ایز لاریون پرمهال د جګړې پر ښکېلو لوریو غږ وکړ، چې جګړه پریږدي او زرترزره اوربند وکړي.
دوی پر حکومت او طالبانو غږ وکړ چې ژر تر ژره دې جګړه ودروي او خپلې ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
لاریون کوونکي وایي ، چې له تېرو شلو ورځو راهیسي د کندهار ښار په بېلا بېلو سیمو کې جګړې روانې دي، چې له امله یې ډېری کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي او اوس په سختو حالاتو کې ژوند لري.
دوی وايي، جګړې له خلکو سکون او ارام اخیستی او د ژوند ټولې چارې یې درولې دي.
یادو ځوانانو د مرکزي حکومت پر چوپتیا هم نیوکې وکړې او دغه راز یې پر طالبانو هم غږ وکړ، چې له جګړو او ورور وژنې دې لاس واخلي، عامه شتمنۍ دې نه ورانوي او خپلې ستونزې دې د خبرو له لارې حل کړي.
د کندهاري ځوانان داسې مهال دا صلحه ییز لاریون ترسره کوي، چې په دې وروستیو کې په یاد ولایت کې د افغان پوځیانو او طالبانو ترمنځ نښتو سخت زور اخیستی دی.
د کندهار چارواکو د تېرې دوشنبې په ورځ ویلي وو، چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د جګړو له امله تر ۲۲ زره کورنۍ بې ځایه شوي او اوس مهال د سړکونو په شاوخوا کې بې سرپنا ژوند تېروي.
د کندهار چارواکي وايي دغه کورنۍ ځکه بې ځايه شوي دي، چې طالبانو يې له کورونو نه د مورچو په توګه کار اخېسته.