په کابل کې شپې مهال ګرځبندیز ولګید
افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر بیګا دیوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلي دي ، په غږملونکي شورا جوړیدا سره به په درست هیواد په تیره بیا په کابل کې د هر ډول اړۍ ګړۍ مخه ونیول شی او هیچا ته به د لوټ مار اجازت ورنکړي .
سپوټنیک خبری اژانس راپور ورکړ، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت موقته سرپرست د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ،په کابل کې دګډوډیو اولوټ مار د مخنیوي لپاره دشپې له نهو بجووروسته ګرځبندیز لګول شوی دی .
په عین حال کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر بیګا دیوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلي دي ، په غږملونکي شورا جوړیدا سره به په درست هیواد په تیره بیا په کابل کې د هر ډول اړۍ ګړۍ مخه ونیول شی او هیچا ته به د لوټ مار اجازت ورنکړي .
داپه داسې حال کې دي چې طالبانو خپلو ځواکونو ته امر کړی ؤ چې دکابل ښار ته دې له داخلیدو ډډه وکړي ، خو د همغږۍ دشورا له جوړیدا وروسته د ګډوډیو دمخنیوی لپاره طالبان کابل ته داخل شوي او په زیاترو حکومتی ودانیو ا و ادارو کې ځای په ځاي شوی او دغه راز ئې د کابل ښار امنیت په ټينګولو کې له پولیسو سره د مرستې هوډ کړی دی .
د افغانستان زیاتره سیاستوالان او کارپيژاندي وائی له افغانستانه د امریکائي ترهه ګر پوځ بې مسئولیّته وتلو د افغانستان لپاره ډیرې ستونزې راولاړې کړي دي ، خو دا پخپله افغانان دي چې باید د خپل هیواد اداره کول پخپلو مټو ترسره کړي او پر نورو له تکیه کولو دې ډډه وکړي .