د افغان ولس دژوند اومال ساتنې ته دې لومړیتوب ورکړل شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104488-د_افغان_ولس_دژوند_اومال_ساتنې_ته_دې_لومړیتوب_ورکړل_شي
د طالبانو له پلاوي سره په دغې کتنې کې  پخوانی ولسمشر حامد کرزی ،  او د افغانستان د پخوانی مشرانو جرګې مشرفضل هادي مسلم یارهم شتون درلود.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 19, 2021 07:55 Asia/Kabul
  • د افغان ولس دژوند اومال ساتنې ته دې لومړیتوب ورکړل شي

د طالبانو له پلاوي سره په دغې کتنې کې  پخوانی ولسمشر حامد کرزی ،  او د افغانستان د پخوانی مشرانو جرګې مشرفضل هادي مسلم یارهم شتون درلود.

 زمونږخبریال له کابله راپور راکړ ، د افغانستان د ملی مصالحې  د  اجرائي شورا مشر عبدا.... عبدا... په کابل کې پخپل کور کې د خلیل الرحمن حقاني په مشرۍ د طالبانو له یوه پلاوي سره په کتنې کې  له دې ډلې وغوښتل ،  دولس عزت ، احترام او  د ژوند اوم ال ساتنه  او  د امنیت تامینول دې پخپلو لومړیتوبونو کې راولي .

  هغه  د افغانستان د ښاریزو اندیښنو ته په اشارې سره  ووئيل ،  په اوسنیو حساسو شرائطو کې  د ولس د ژوند او مال ساتل اوډله ایز امنیت باید دمونږ ټولو لومړیتوب شي ، مونږ  د یوه خپلواکه ، واحد او عدالت څخه د ډک افغانستان ملاتړ کوو  او تاریخ ښودلې ده چې له عدالت پرته ، دملی وحدت ،  پياوړتیا او  د امنیت تامینیدا امکان نه لري ..

خلیل الرحمن  حقاني هم  د افغانستان د ښاریزو د امنیت دتامینولو لپاره دهلوځلو په باب ډاډ ورکړ .

په دغې کتنې کې  پخوانی ولسمشر حامد کرزی ،  او دافغانستان دپخوانی مشرانو جرګې  مشر فضل هادي مسلم یار هم شتون درلود.

طالبان په افغانستان کې قدرت ته له رسیدووروسته باید دخپل تیر وخت ناسم چلندونه اصلاح کړي او  پر حملو له حملو ، وژلو او تاؤتریخوالو لاس په سر شي ،څو  د ولس اعتماد ځان ته جلب کړئ شي .