ملګري ملتونه په افغانستان کې دانسان دوستۍ هوائي مرستې بیرته پیلوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105134-ملګري_ملتونه_په_افغانستان_کې_دانسان_دوستۍ_هوائي_مرستې_بیرته_پیلوي
 باروف روښانه کړې ده ، د ملګروملتو  د خواړو نړیوال پروګرام  په وروستیو اونیو کې  په لسګونو زره  کسانو کې  خوراکي مواد ویشلي دي ، خو د اړتیا وړ  مرستو له یو اعشاریه  درې میلیارډ ډالرو څخه یوازې د دوي نهه دیرش فی صدي برخه تامین شوې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 03, 2021 08:06 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه په افغانستان کې دانسان دوستۍ هوائي مرستې بیرته پیلوي

 باروف روښانه کړې ده ، د ملګروملتو  د خواړو نړیوال پروګرام  په وروستیو اونیو کې  په لسګونو زره  کسانو کې  خوراکي مواد ویشلي دي ، خو د اړتیا وړ  مرستو له یو اعشاریه  درې میلیارډ ډالرو څخه یوازې د دوي نهه دیرش فی صدي برخه تامین شوې ده .

 ایرنا خبري آژانس راپور ورکړ ، د ملګروملتو ویندوي سټیفن دوجاریک  نن په یولړ څرګندونو کې ووئيل د هوائي الوتونو  خدمات  اوس له اسلام اباده مزارشریف اوکندهار  سره نښلوي  او د اګست له ۲۹نیټې څخه  مزارشریف ته درې الوتونه شوي دي  .

په افغانستان کې د ملګروملتو د انسان دوستۍ د مرستو   ځاي غږملونکي  رامیز آلاک باروف  هم  په دغه هیواد کې  دستمبر تر پاي پورې  د خواړو د زیرمو د ختمیدا په باب  په خبرداري ورکولو سره وئیلي دي ، د افغانستان  له  اته دیرش میلیون  آ بادۍ څخه  کابو په درو کې یوه برخه  د خواړو له ناامنۍ  او بیړني حالت سره  مخامخ  ده .

 باروف روښانه کړې ده ، د ملګروملتو  د خواړو نړیوال پروګرام  په وروستیو اونیو کې  په لسګونو زره  کسانو کې  خوراکي مواد ویشلي دي ، خو د اړتیا وړ  مرستو له یو اعشاریه  درې میلیارډ ډالرو څخه یوازې د دوي نهه دیرش فی صدي برخه تامین شوې ده .

 د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش هم  دسه شنبې په ورځې په یوې اعلامیې کې  روښانه کړې وه ،  نن سبا تقریبا  د افغانستان نیمه آبادي  د انسان دوستۍ  مرستو ته اړتیا لري . هغه پر درستو غړو هیوادونو غږ کړی ، چې  د افغانستان د ولس  په تر ټولو تورتمو ساعتونو کې دې په موقعې  د مرستو لپاره  ښه او جامع اقدام وکړي .