ایران په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت دجوړیدا بشپړملاتړکوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105250-ایران_په_افغانستان_کې_د_پراخ_بنسټه_حکومت_دجوړیدا_بشپړملاتړکوي
سوله‌ییز افغانستان به د اقتصادي نوښتونو، د خلکو  د پياوړي غښتلتیا، پرمختللی تجارت  او سیمه‌ییزې  پيوستون کې رول ولوبوي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 05, 2021 23:52 Asia/Kabul
  • ایران په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت دجوړیدا بشپړملاتړکوي

سوله‌ییز افغانستان به د اقتصادي نوښتونو، د خلکو  د پياوړي غښتلتیا، پرمختللی تجارت  او سیمه‌ییزې  پيوستون کې رول ولوبوي.

  زمونږخبریال   راپور راکړ د افغانستان په چارو کې  د ایران د خارجه وزیر ځانړي استازي  محمد ابراهیم طاهریان  دافغانستان لپاره د ګاونډیو هېوادونو د  ځانګړو استازوپه پرونۍ ناستې کې   ددغه هیواد  د وروستیو حالاتو په باب  چې  د ویډیوئي کنفرانس  له لارې  ترسره شوی ووئیل ، دایران اسلامی جمهوریت  په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړیدا بشپړ ملاتړ کوي .

 هغه  همداراز  پر ګاونډیو هیوادونو هم غږ وکړ ،  د افغانستان د  خلکو دمشکلاتو او کړاؤنو  ختمولو ضرورت ته دې جدي پام وکړي.

ابراهیم طاهریان  په دغه کنفرانس کې پخپلې وینا کې چې د پاکستان په کوربه‌توب په کوربتوب سره ،د ایران، چین، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازو پکې ګډون د رلود ، ووئيل ،  په دغه هیواد کې سوله او آرامښت  یوازې په یوه پراخ بنسټه حکومت  جوړونې  او د درستو افغان قومونو  په ګډون  سره  ممکنه کیدلی شي  

د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر  ځانګړي استازي محمد صادق د دې غونډې یوشمیر  جزئیات او عکسونه په خپل ټولنیز چینل کې خپاره کړي دي.

هغه ویلي د غونډې ګډونوال په دې سره موافق وو چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې د امنیت، ټیکاو او پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري.

محمد صادق همداراز زیاته کړې چې یو سوله‌ییز افغانستان به د اقتصادي نوښتونو، د خلکو  د پياوړي غښتلتیا، پرمختللی تجارت  او سیمه‌ییزې  پيوستون کې رول ولوبوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان، ایران، چین، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازو د ورته ناستو په دوام باندې هم ټینګار کړی دی.