د افغانستان نوی حکومت به ټول شموله وي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105496-د_افغانستان_نوی_حکومت_به_ټول_شموله_وي
  سهیل شاهین  له ګلوبل ټایمز  خپرونې سره په خبرو کې  ووئیل ،  طالبان  د افغانسستان له سیاستوالانو سره په خبرواترو بوخت دی ، ځکه دغه ډله په ټول شموله حکوت اعتقاد لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 11, 2021 01:12 Asia/Kabul
  • د افغانستان نوی حکومت به ټول شموله وي

  سهیل شاهین  له ګلوبل ټایمز  خپرونې سره په خبرو کې  ووئیل ،  طالبان  د افغانسستان له سیاستوالانو سره په خبرواترو بوخت دی ، ځکه دغه ډله په ټول شموله حکوت اعتقاد لري .

سپوټنیک خبری آژانس راپور ورکړ ،په داسې حال کې چې  طالبانو  دافغانستان په نوي کابینې کې خپل اساسي وزارتونه  پخپلو کې سره ویش کړي دي، دطالبانو یوه ویندوي سهیل شاهین  پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې ووئیل ، نور هغه افغان سیاستوالان  چې د طالبانو غړي نه دي ،هم ممکنه ده ، په نوي حکومت کې د  لوړپوړو څوکیو د درلودلو فرصت ولرل شي .

  سهیل شاهین  له ګلوبل ټایمز  خپرونې سره په خبرو کې  ووئیل ،  طالبان  د افغانسستان له سیاستوالانو سره په خبرواترو بوخت دی ، ځکه دغه ډله په ټول شموله حکوت اعتقاد لري .

د طالبانو دغه ویندوي  دې ته په اشارې سره چې   دافغانستان رسمي حکومت  به په زیات احتمال سره  په روانې یا راتلونکي میاشت کې  جوړ شي زیاته  کړې ده ، طالبان هیله مند دي  چې  له اړونده مسئلو حل وروسته  دچین پشمول  دنورو هیوادونو لوړپوړو  پلاؤ ته   افغانستان ته دسفر بلنه ورکړي .

 په عین حال کې  په ملګروملتو کې د افغانستان  استازي  غلام اسحاق زئ  وئیلي دي ،  په افغانستان کې د بشری حقوقو د خلاف ورزیو او د طالبانو د جنایتونو په باب  د عینی شاهدانو روایتونه شته دي ، نو نړیواله ټولنه دې  د طالبانو په وسیله جوړ شوی موقتي حکومت  چې  په افغانستان کې ئې  ډيموکراټيک ټاکل شوی حکومت  له واکه لیرې کړی ، په رسمیّت ونه پيژني.