طالبان او د حکومت کولو او مدني ذمه وارۍ
(last modified Wed, 15 Sep 2021 09:49:16 GMT )
Sep 15, 2021 14:19 Asia/Kabul
  • طالبان او د حکومت کولو او مدني ذمه وارۍ

که څه هم د طالب ډلې چارواکي په خپله موقته کابينه کښې لاس په کار شوي دي، خو له کورنيو او نړيوالو ټولنو لخوا د دغې کابينې نه منل د دې سبب شوي دي چې دغه ډله د افغانستان د ټولنې د مقبوليت او حکومت کولو لپاره ضروري حيثيت ترلاسه نه کړې شي.

د طالبانو لخوا د احتياط ناک چلند او په نورو الفاظو سره د کورنيو اعتراضونو زغمل په دا ډول دي چې دغه ډله د دوو لسيزو په نسبت يوه بل شان څېره وړاندې کړي چې دغه تاکتيکي حرکت د هغې په رسميت پېژندلو په خاطر د نړيوال نظر د جلبولو  لپاره ګڼل کيږي.

د خبرې بل مخ دا دے چې طالبانو په عمل کښې ښودلې ده چې د مخالفينو د اعتراضونو د اورېدو لپاره اورېدونکي غوږونه نه لري او په همدې وجه هغوي د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول له مخکېنيو چارواکو سره ليدلو کتلو ته مجبوريږي چې د مخالفانو غږ وي. البته هغوي د مزار شريف په شمول د يو لړ ناستو په جوړولو سره هم  کوشش کړے دے چې طالبان د خپل موجوديت د اعلانولو ترڅنګه په خاصه توګه ټول شمول حکومت د تشکيل لپاره د  خپلو غوښتنو منلو ته مجبور کړي. کرزي د خپلې ولسمشرۍ په دوره کښې هم  د خپلو وروڼو په توګه طالبانو ته په خطاب سره کوشش وکړ چې له وينې بهيونې او قتل عام څخه مخنيوے وکړي او اوس هم زرتر زره د يو پراخ بنسټه حکومت د تشکيل لپاره د طالبانو په دعوت کولو سره يې تاکيد کړےدے چې دغه اقدام په افغانستان کښې د صلحې او ثبات له ټينګېدو سره مرسته کولې شي.

په افغانستان کښې دا فکر موجود دے چې طالبان چې په زور او له امريکې سره د موافقې له لارې اقتدار ته ورسېدل د اقتدار د تقسيم لپاره هيڅ ګروهنه او انګېزه نه لري او هم هغه شان په اقتدار کښې د انحصار پالنې په لټه کښې دي.د طالبانو د لوړې سطحې د چارواکو ترمېنځ د اختلاف څرګندېدل ښودنه کوي چې د حقاني په شمول د طالبانو تشکيلؤنکې مختلفې ډلې هم د زياترو حکومتي امتيازاتو د حاصلولو لپاره په خپلو کښې سره اختلاف لري. په دې مېنځومان کښې يو کس چې تراوسه يې د طالبانو په کابينه کښې څه ونډه نه ده حاصله کړې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار دے طالبانو د کابل د پل خشتي جومات په امامت باندې د هغه په ګمارلو سره هغه په کامله توګه ګوښې ته کړے دے. حکمتيار چې له طالب ډلې سره د مخالفت جرات نه لري د تېرو وختونو په شان کوشش کوي چې د يو حزبي حکومت د تشکيل او د اقتدار نه تقسيمولو په شمول د طالبانو له اهدافو او پروګرامونو څخه په ملاتړ سره د ځان لپاره يو ځائېګے خلاص کړي چې داسې نه ښکاري طالبان د هغه لپاره د جومات د جَمعې له امام نه د څه اوچت مقام قائل شي.

په هر حال کښې د يو پراخه بنسټه حکومت د تشکيلولو او په افغانستان کښې د ټولو قامونو او مذهبونو د حقوقو د خيال ساتنې لپاره طالبانو ته د حامد کرزي سپارښتنه  د طالبانو د ټولومخالفينو د غوښتنو تکرار کېدې شي چې په مختلفو شکلونو کښې خپل نظرونه بيانوي او خپروي.  د پراخ بنسټه حکومت د تشکيل د مثبتو نتائجو او آثارو په توګه په افغانستان کښې د صلحې او امنيت په ټينګښت باندې تاکيد افغانستان ته د نړيوالو پاملرنه او ضروري مرستې جلبولې شي.

 

 

ټیګونه