کابل او ننگرهار بیا سختو چاودنو ولړزول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105790-کابل_او_ننگرهار_بیا_سختو_چاودنو_ولړزول
 په راپور کې   دا هم وئیل شوي دي ، روغتوني سرچینو وئیلي  دي ،  دچاودنو قربانیان ،  طالبان،  عام وګړي او  په تیره بیا زده کونکي دي  
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 18, 2021 09:18 Asia/Kabul

 په راپور کې   دا هم وئیل شوي دي ، روغتوني سرچینو وئیلي  دي ،  دچاودنو قربانیان ،  طالبان،  عام وګړي او  په تیره بیا زده کونکي دي  

زمونږ خبریال  له کابله راپور راکړ،  دافغانستان  په پلازمینې کابل کې  یوه چاودنه شوې ، چې البته   د خبر تر مخابیره کیدا پورې ئې د احتمالی مرګ ژوبلو په باب څه نه دي وئیل شوي . 

 همداراز راپور ښئ ، چې په ننګرهار کې هم  نن  درې چاودنې شوي چې وئیل کیږي ویو شمیر مرګ ژوبلې ئې اړولي دي .

 په راپور کې دا هم وئیل شوي دي،روغتوني سرچینو وئیلي  دي،د چاودنو قربانیان ،  طالبان،عام وګړي او  په تیره بیا زده کونکي دي  

دطالبانو واک ته له رسیدا وروسته په ننګرهار کې  دا لومړنۍ چاودنې دي . د افغانستان د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د ځايي طالبانو په رېنجر موټرو درې چاودنې شوې دي.

 داپه داسې حال کې دي چې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وایي چې  کابو ۹ بجې د جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې اړوند غوچکو سيمه کې د طالبانو په رېنجر موټر چاودنه شوې،خو چاته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې ،  البته له دې وروسته دوه نورې چاودنې هم شوي دي .

په ډې اړه نور بشپړ معلومات زمونږ دخبریال په رالیږلي راپور کې په ګډه سره آورو .