شاهین: د دایمي حکومت جوړېدا وخت ته اړتیا لري
طالبانو یوازې له خپلو کسانو کابینه جوړه کړې چې ټول طالبان دي خو شاهین وايي چې دا کابینه موقتي ده او په هغې کې به بدلون راوړل شي.
د طالبانو د قطر د دفتر یو غړی او ویاند سهیل شاهین وايي، د دایمي حکومت جوړېدا وخت ته اړتیا لري او پکار ده چې تر هغه مخکې د افغانستان شتمنۍ ازادې شي.
امریکا د افغانستان نژدې ۱۰ ملیارد ډالره کنګل کړي دي. دا په داسې حال کې دي چې د طالبانو حکومت له سختې اقتصادي تنګسې سره لاس و ګرېوان دي. مامورینو ته معاش نه شي ورکولی او لکونه افغانان د لوږې له جدي خطر سره مخامخ شوي دي.
طالبانو یوازې له خپلو کسانو کابینه جوړه کړې چې ټول طالبان دي خو شاهین وايي چې دا کابینه موقتي ده او په هغې کې به بدلون راوړل شي.
ښاغلي شاهین تایید کړه چې افغانان غواړي چې ژر تر ژره دایمي کابینه جوړه شي خو ممکن د دایمي کابینې د جوړولو پروسې ته ډېرو ورځو او حتي میاشتو ته اړتیا وي.
د طالبانو دغه قطري غړي وویل چې د نوي موقت حکومت د اعلان مراسم په دې خاطر لغوه شول چې وخت یې نه و ټاکل شوی او هغو هیوادونو ته چې په دې مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، په دې اړه معلومات ورکړل شول چې مراسم ځنډول شوي دي.
له بلې خوا د پاکستان وزیراعظم د شنګهايي تنظیم د غونډې ترڅنګ د طالبانو له لنډمهاله حکومت سره د خبرواترو د پیلولو لپاره د اسلام آباد د نوي نوښت خبر ورکړی دی
عمران خان وویل چې د افغانستان له طالبانو سره د مذاکرې لپاره یې یو تازه نوښت پیل کړی دی.
هغه په خپل ټویټر کښې ولیکل: د ګاونډي هیوادونو له مشرانو په تیره بیا د تاجکستان له ولسمشر سره له تفصیلي خیراترو وروسته اسلام آباد په افغانستان کښې د هراړخیز حکومت د جوړیدو په موخه له طالبانو سره خبرې پیل کړې.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان په ټول شموله او هراړخیز حکومت کښې هزاره، تاجک او ازبک قومونو ته د ونډې ورکولو په لړ کښې له طالبانو سره موافقې ته رسیدلی دی.
د پاکستان وزیراعظم څرګنده کړه: په افغانستان کښې د څلویښتو کلونو له نښتو وروسته د یو پراخ بنسټه حکومت جوړیدل په دغه هیواد کښې د صلحې او ثبات ضمانت ورکولی شي او د دې بهیر دوام د ټولې سیمې د خلکو په ګټه ګرځولی شي.