د باختر خزانې د قاچاق ادعا دروغ ده
باختر خزانه ، د نړۍ یوه ترټولو ستره خزانه شمیرل کیږي چې د کوشانیانو او اشکانیانو د پړاؤنو پاتې د سرو زرو ټوکر او سِ پکې شاملې دي چې د افغانستان ډيرو ارزښتمنوتاریخي تل پاتې آثارو او د دغه هیواد پیسو پشتوانې په توګه شمیرل کیږي .
زمونږخبریال د طلوع نیوز خبری چینل له قوله راپور راکړ، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ذبیح ا... مجاهد نن په یولړ څرګندونو کې ووئيل د باختر خزانه په کابل کې په امن ځاي کې ده او له افغانستانه ئې بهر ته دقاچاق په باب هرډول ادعا دروغ ده .
د افغانستان پخواني حکومت د باختر خزانې د ساتلو لپاره ، دغه خزانه دولسمشرۍ ارګ ته منتقله کړې وه ، خو له نسکوریدا او داماراتو ته د اشرف غني له تښتې وروسته ئې دساتلو په باب شکونه موجود وو. په عین حال کې د حفیظ لطیفي پشمول یو شمیر لرغون پيژاندي ټينګار کوي ، د باختر خزانه د افغانستان یو ترټولو ارزښتمنه تاریخي خزانه ده او د هیواد او د مونږ د تاریخي او کلتوري هویّت ښودنه کوي .