طالبانو د تورخم ستره سرحدی لاره وتړله
تورخم سیمه د افغانستان د جلال آباد او د پاکستان دخیبر پختونخواه صوبې خیبر ضلعې ترمینځ یوه سیمه ده چې زیاتره اوسیدونکي ئې پښتانه دي چې ډیورینډ کرښې په وسیله پخپلو کې سره جلا شوي دي .
ایکسپریس نیوزخبری آ ژانس راپورورکړ ، طالبانو اعلان کړی د افغانستان او پاکستان ترمینځ دتورخم ستره لاره به تر هغه وخته پورې چې افغان ښاریزو ته پاکستان ته دتلو اجازت ورنکړل شي تړلي وي.
د پاکستان حکومت دغه ستره سرحدي لاره ، یوازې دخپلو ښاریزو دتلو راتلو ،د افغان ښاریزو د وتلو او د تجارتي فعالیت لپاره پرانیستي ده او له کرونا سره دملی مبارزې کمیټې په حکم سره د افغانانو واردیدا ممنوع ده.
تورخم سیمه د افغانستان د جلال آباد او د پاکستان دخیبر پختونخواه صوبې خیبر ضلعې ترمینځ یوه سیمه ده چې زیاتره اوسیدونکي ئې پښتانه دي چې ډیورینډ کرښې په وسیله پخپلو کې سره جلا شوي دي .
داپه داسې حال کې دي چې له دې مخکې هم په زیاتره پیښو کې د تورخم ستره لاره د دواړو لورو د اوسیدونکو دتګ راتګ لپاره تړل شوي او بیا پرانیستل شوي ده ، خو دې ځل طالبانو غوښتنه کړې تر څو چې افغانانان پاکستان ته پرې نه ښودل شي ، پاکستانیان هم افغانستان ته نشي ورتللی .