د افغانستان د حزب اسلامي مشر پاکستان ته تللی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106202-د_افغانستان_د_حزب_اسلامي_مشر_پاکستان_ته_تللی_دی
طلوع نیوز خبري اژانس وايي د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار اسلام اباد ته په سفر کښې د پاکستان له چارواکو سره د دواړو هیوادونو د اړیکو د راتونکي په هکله خبرې کړي دي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 28, 2021 10:33 Asia/Kabul
  • د افغانستان د حزب اسلامي مشر پاکستان ته تللی دی

طلوع نیوز خبري اژانس وايي د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار اسلام اباد ته په سفر کښې د پاکستان له چارواکو سره د دواړو هیوادونو د اړیکو د راتونکي په هکله خبرې کړي دي .

ګلبدین حکمتیار چې د طالبانو ملاتړ کوي په پاکستان کښې د دغه هیواد د پارلمان له مشر اسد قیصر او د ارتباطاتو له وزیر مراد سعید سره کتنه او خبرې کړي دي .

د افغانستان حزب اسلامي په یوې (۱) خبر پاڼه کښې وویل د پاکستان او د افغانستان اړیکې ، په پاکستان کښې د دیره افغان کډوالو حالت ، د تورخم د سرحدي لارې بیرته پرانیستل او په پاکستان کښې د افغانستان د تاجرانو هستوګنه کول د پاکستان د چارواکو او د ګلبدین حکمتیار په خبرو کښې ترټولو اصلي مطرح شوي مسائیل وو .

د سیمې ځینې هیوادونه پاکستان د طالبانو ملاتړی او د اګست په پینځلسمه (۱۵) نیټه په افغانستان کښې واک ته د دغه ډلې د رسولو اصلي عامل معرفي کوي .